Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
63 verses
1اد یهودا د قبیلې طایفو د ځمکې یوه برخه ترلاسه کړه چې په لاندې ډول تشریح کیږي: دا ځمکه د صین د دښتې جنوب یعنې د ادوم د پولې پورې رسېدله.
2د هغو جنوبي پوله د ارام دریاب د جنوبي برخې په پای کې پیل شوې،
3د عقربیم د غاښي جنوب خواته تللې، د صین تر دښتې پورې غزېدلې ده او د قادش برنیع تر جنوب پورې وه. بیا هغه د حصرون څخه تېره شوې، پورته د ادار خواته تللې او د قرقع خواته ګرځېدلې ده.
4هغه د عصمون څخه تېره شوې او د هغه خوړ سره یو ځای شوې ده چې د مصر د پولې سره ؤ او د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده. دا د ټولو اسراییلو جنوبي پوله هم وه.
5د یهودا د قبیلې ختیځه پوله د ارام دریاب ؤ. دا پوله په شمال کې تر هغه ځایه پورې غزېدلې ده په کوم ځای کې چې د اردن سیند د ارام دریاب سره یوځای کیږي
6او هغه تر بیت حجله پورې غزېدلې ده، د بیت عربه شمال خواته تللې او له هغه ځای څخه د بوهن ګټ ته راوتلې ده. (بوهن د روبین زوی ؤ.)
7او دا پوله بیا د مصیبت له درې څخه پورته دبیر ته راوتلې او د شمال خواته د جلجال په لوري چې د درې په جنوب کې د ادومیم غاښي ته مخامخ ده، ګرځېدلې ده. بیا هغه د عین شمس د چینو خواته تللې او په عین روجل کې راوتلې ده.
8بیا دا پوله د غونډۍ جنوب خواته د هنوم د درې په لاره تېره شوې ده چېرته چې د یبوسیانو ښار یعنې اورشلیم پروت ؤ. دا پوله بیا د هغې غونډۍ سرته رسیږي چې د هنوم د درې په لوېدیځه خوا کې وه چېرته چې د رفائیم د درې شمالي برخه وه.
9له هغه ځای څخه دا پوله د نفتوح چینو او بیا هغو ښارګوټو ته تللې ده چې د عفرون غر ته نژدې وو. دا پوله هلته د بعله خواته ګرځېدلې ده چې اوس د قریت یعاریم په نوم یادیږي،
10چېرته چې دغه پوله د ادوم د غرنۍ سیمې په خوا کې د بعله د لوېدیځ څخه راچاپېره شوې ده. بیا هغه د یعاریم د غره شمالي خوا (کسالون) ته تللې، ښکته بیت شمس ته راوتلې او د تمنه څخه تېریږي.
11بیا دا پوله هغې غونډۍ ته وتلې ده چې د عقرون په شمال کې ده. بیا د شکرون خواته ګرځېدلې، د بعله له غره څخه تېره شوې او یبنئیل ته راوتلې ده. دا پوله د مدیترانې په بحیره کې ختمه شوې ده
12او هلته یې لوېدیځه پوله جوړه کړې ده.د یهودا خلک په دې سرحدونو کې اوسېدل.
13څنګه چې څښتن په یوشع باندې امر کړی ؤ، د یهودا د سیمې یوه برخه د یفنه زوی کالیب ته چې د یهودا د قبیلې څخه ؤ ورکړل شوه. هغه د حبرون ښار چې د عناق د نیکه یعنې اربع پورې یې اړه درلوده ترلاسه کړ.
14کالیب د عناق اولاده یعنې د شیشای، اخیمان او تلمای طایفې له ښار څخه وشړلې.
15کالیب له هغه ځای څخه د دبیر په اوسېدونکو باندې د حملې دپاره لاړ. (دا ښار مخکې د قریت سفر په نوم یادېده.)
16کالیب وویل:
17عتنیئیل د کالیب د ورور قناز زوی هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه.
18د واده په ورځ عتنیئیل هغه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. عکسه له خپل خره څخه ښکته شوه او کالیب د هغې څخه پوښتنه وکړه:
19هغې په ځواب کې وویل: نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.
20دا هغه ځمکه ده چې د یهودا د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه:
21هغه لېرې جنوبي ښارګوټ�� چې د هغوی پورې یې تعلق درلود، یعنې هغه ښارګوټي چې د ادوم پولې ته نژدې وو دا وو: قبصئیل، عیدر، یاجور،
22قینه، دیمونه، عدعده،
23قادش، حاصور، یتنان،
24زیف، طالم، بعلوت،
25حاصور حدته، قریوت حصرون (حاصور)،
26امام، شمع، مولاده،
27حزر جده، حشمون، بیت فالط،
28حزر شوعال، بئرشبع، بزیوتیه،
29بعله، عییم، عاصم،
30التولد، کسیل، حرما،
31صقلغ، مدمنه، سنسنه،
32لباعوت، سلخیم، عین او رمون - د شاوخوا کلیو سره ټول نهه ویشت ښارګوټي وو.
33هغه ښارګوټي چې د غرونو په لوېدیځو لمنو کې پراته وو: اشتاول، زرعه، اشنه،
34زانوح، عین جنیم، تفوح، عینام،
35یرموت، عدولام، سوکوه، عزیقه،
36شعرایم، عدیتایم، جدیره او جدیروتایم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي وو.
37صنان، حداشاه، مجدل جاد،
38دلعان، مصغه، یقتئیل،
39لاکیش، بصقت، عجلون،
40کبون، لحمام، کتلیش،
41جدیروت، بیت داجون، نعمه او مقیده - د شاوخوا کلیو سره شپاړس ښارګوټي وو.
42لبنه، عاتر، عاشان،
43یفتاح، اشنه، نصیب،
44قعیله، اکزیب او مریشه - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.
45عقرون د شاوخوا کلیو او بانډو سره،
46د عقرون څخه د مدیترانې تر بحیرې پورې هغه ټول ښارونه او ښارګوټي چې اشدود ته نژدې وو.
47اشدود او غزه د هغو د ښارګوټو او کلیو سره تر هغه خوړ پورې چې د مصر په پوله کې ؤ او د مدیترانې د بحیرې تر غاړې پورې.
48هغه ښارګوټي چې په غرنۍ سیمه کې وو: شامیر، یتیر، سوکوه،
49دنه، قریت سفر (دبیر)،
50عناب، اشتموع، عانیم،
51جوشن، حولون او جیلوه - د شاوخوا کلیو سره یوولس ښارګوټي وو.
52اراب، دومه، اشعان،
53یانوم، بیت تفوح، افیقه،
54حمطه، قریت اربع (حبرون) او صیعور - د شاوخوا کلیو سره نهه ښارګوټي وو.
55معون، کرمل، زیف، یوطه،
56یزرعیل، یقدعام، زانوح،
57قاین، جبعه او تمنه - د شاوخوا کلیو سره لس ښارګوټي وو.
58حلحول، بیت صور، جدور،
59معارات، بیت عنوت او التقون - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.
60قریت بعل (قریت یعاریم) او ربه - د شاوخوا کلیو سره دوه ښارګوټي وو.
61هغه ښارګوټي چې په دښته کې پراته وو: بیت عربه، مدین، سکاکه،
62نبشان، د مالګې ښار او عین جدي - د شاوخوا کلیو سره شپږ ښارګوټي وو.
63خو د یهودا خلکو نه شو کولی چې یبوسیان د اورشلیم څخه وشړي. له دې کبله هغوی تر اوسه پورې د یهودا د خلکو سره په هغه ښار کې اوسیږي.