Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د ځمکې یوه برخه چې د اردن د سیند په لوېدیځ کې وه ځینو کورنیو ته چې د یوسف د مشر زوی منسي اولاده وه ورکړل شوه. ماخیر د جلعاد پلار ؤ او د منسي مشر زوی ؤ. ماخیر یو پوځي اتل ؤ نو د اردن د سیند په ختیځ کې د جلعاد او باشان سیمې هغه ته ورکړل شوې.
2د اردن د سیند په لوېدیځ کې د منسي پاتې کورنیو ته ځمکه ورکړل شوه چې هغه کورنۍ دا وې: ابیعزر، هالک، اسریئیل، شکیم، حافر او شمیداع. دا د یوسف د زوی یعنې منسي نارینه اولاده وه او هغوی د کورنیو مشران وو.
3د منسي لمسي جلعاد یو زوی درلود چې حافر نومېده. حافر یو زوی درلود چې صلفحاد نومېده او هغه هیڅ زامن نه درلودل، خو پنځه لورګانې یې درلودلې چې نومونه یې دا وو: محله، نوعه، حجله، ملکه او ترزه.
4هغوی العازار کاهن، د نون زوی یوشع او مشرانو ته ورغلې او ویې ویل: یوشع د څښتن د امر څخه اطاعت وکړ. هغه د صلفحاد لورګانو ته د هغوی د نارینه خپلوانو په شان ځمکه ورکړه.
5-
6یوشع د منسي نارینه او ښځینه اولادې ته ځمکه ورکړه. په دې خاطر د منسي قبیلې د جلعاد او باشان په سیمو برسېره چې په ختیځه خوا کې وې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې لس برخې ځمکه ترلاسه کړه.
7د منسي سیمه له اشیر څخه تر مکمیته پورې رسېده. مکمیته د شکیم په ختیځ کې وه او سرحد یې بیا جنوب خواته هغه ځای ته چې د عین تفوح خلک په کې اوسېدل رسېدلې ده.
8د تفوح ښارګوټی د منسي او افرایم د سیمو ترمنځ په سرحد کې پروت ؤ. په خپله ښار د افرایم د قبیلې ؤ، خو د هغه شاوخوا ځمکه د منسي د قبیلې وه.
9دا سرحد بیا ښکته د قانه خوړ ته تللی دی. کوم ښارګوټي چې د خوړ په جنوب کې وو هغه د افرایم شول، که څه هم هغه د منسي په سیمه کې وو. د منسي سرحد د خوړ په شمالي خوا باندې تېر شوی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی.
10افرایم په جنوب کې پروت ؤ او منسي په شمال کې. د مدیترانې بحیره د هغوی لوېدیځ سرحد ؤ. اشیر په شمال لوېدیځ کې پروت ؤ او یساکار په شمال ختیځ کې.
11د یساکار او اشیر په سیمو کې منسي بیت شان او یبلعام د هغو د شاوخوا کلیو سره او همدارنګه دور (هغه دور چې په غونډیو باندې ؤ)، عین دور، تعنک، مجدو او د هغو شاوخوا کلي ترلاسه کړل.
12بیاهم منسیانو نه شو کولی هغه کنعانیان وشړي چې په دې ښارګوټو کې اوسېدل، نو هغوی هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ.
13که څه هم کله چې اسراییلیان نور هم قوي شول، کنعانیان یې په سخت کار کولو باندې مجبور کړل خو بېخي یې ونه شړل.
14یوه ورځ د یوسف اولاده یوشع ته ورغله او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
15یوشع په ځواب کې وویل:
16د یوسف اولادې په ځواب کې وویل:
17یوشع د افرایم او د لوېدیځې منسي قبیلو ته وویل:
18غرنۍ سیمه به ستاسو شي. خو هغه ځمکه یو ځنګل دی، تاسو باید ونې ووهئ او ځمکه یې پاکه کړئ او هغه په بشپړه توګه ونیسئ. که څه هم کنعانیان قوي دي او د اوسپنې جنګي ګاډۍ لري، خو تاسو به وکولی شئ چې هغوی وشړئ.>