Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
28 verses
1کله چې هغوی هغه خاوره ونیوله، د اسراییلو ټول قوم په شیلوه کې سره راغونډ شو او هلته یې مقدسه خېمه ودروله.
2د اسراییلو اووه قبیلې وې چې خپله د ځمکې برخه لا ورته نه وه ورکړل شوې.
3نو یوشع د اسراییلو قوم ته وویل:
4د هرې قبیلې څخه درې درې تنه وټاکئ. زه به هغوی ولېږم چې ټول هېواد وګوري او هغه سیمه اندازه کړي چې هغوی به یې د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کوي. بیا دې هغوی بېرته ماته راشي.
5د هغوی په منځ کې به دا ځمکه په اوو برخو ووېشل شي. د یهودا قبیله به په خپله سیمه یعنې په جنوب کې پاتې شي او د یوسف اولاده به په خپله سیمه یعنې شمال کې پاتې شي.
6وروسته له هغې چې تاسو د ځمکې د اوو برخو تشریح ولیکئ، ماته یې دلته راوړئ او زه به د خپل څښتن خدای په حضور کې ستاسو دپاره پچه واچوم.
7خو بیاهم لاویان به ستاسو د پاتې خلکو سره د ځمکې برخه ترلاسه نه کړي، ځکه چې د هغوی برخه څښتن ته د کاهنانو په توګه خدمت کول دي. البته د جاد، روبین او د ختیځې منسي قبیلو لا مخکې د اردن د سیند په ختیځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې ده، هغه ځمکه د څښتن خدمتګار یعنې موسیٰ هغوی ته ورکړې ده.>
8څنګه چې هغه نفر د هغې ځمکې د نقشې اخیستلو دپاره روان شول نو یوشع هغوی ته وویل:
9هغه نفر لاړل او په ټول هېواد کې وګرځېدل او دا یې ولیکل چې هغوی څنګه هغه ځمکه په اوو برخو ووېشله او د ښارګوټو لست یې جوړ کړ. بیا هغوی بېرته یوشع ته چې د شیلوه په کمپ کې ؤ راستانه شول.
10بیا یوشع د هغوی دپاره په شیلوه کې د څښتن په حضور کې پچه واچوله او د اسراییلو هرې پاتې قبیلې ته یې د ځمکې یوه ټاکلې برخه ورکړه.
11اولنۍ قبیله چې د پچې په اساس یې ځمکه ترلاسه کړه هغه د بنیامین قبیله وه. د هغوی د طایفو ځمکه د یهودا او یوسف د قبیلو ترمنځ پرته وه.
12په شمال کې د هغوی سرحد د اردن له سیند څخه شروع شوی دی او بیا د اریحا په شمالي مخ ځوړي باندې پورته تللی او په لوېدیځ کې د غرنۍ سیمې په لار بیت آون ته نژدې دښتې ته رسېدلی دی.
13بیا دا سرحد هغه مخ ځوړي ته چې د لوز (چې بیت ئیل هم بلل کیږي) جنوب خواته دی تللی دی. بیا هغه عطاروت ادار ته چې د ښکتني بیت حورون په جنوب کې په غره باندې ؤ رسېدلی دی.
14بیا دا سرحد بلې خواته تللی، د دې غره د لوېدیځې خوا څخه جنوب ته ګرځېدلی او قریت بعل (قریت یعاریم) ته وتلی دی. هغه ځای د یهودا د قبیلې دی. دا لوېدیځ سرحد ؤ.
15جنوبي سرحد د قریت یعاریم له غاړې څخه شروع شوی او د نفتوح چینو ته رسېدلی دی.
16بیا دا سرحد د غره بېخ ته چې د هنوم درې ته مخامخ دی او د رفائیم د درې په شمال کې دی کوز شوی دی. له هغه ځای څخه جنوب خواته د هنوم د درې له لارې هغې غونډۍ ته چې د اورشلیم په جنوب کې ده تللی او بیا عین روجل ته رسېدلی دی.
17بیا د شمال خواته عین شمس ته ګرځېدلی او بیا د جلیلوت خواته چې د ادومیم غاښي ته مخامخ ؤ وتلی دی. دا سرحد بیا د بوهن ګټ ته کوز شوی دی (بوهن د روبین زوی ؤ)
18او د هغې غونډۍ شمال خواته تېر شوی چې د اردن دره ورڅخه ښکاري. بیا دا سرحد درې ته کوز شوی دی،
19له هغه ځای څخه د بیت حجلې د غونډۍ د شمالي خوا څخه تېر شوی او د ارام دریاب په شمال کې چېرته چې د اردن سیند ورسره یوځای کیږي ختم شوی دی. دا جنوبي سرحد ؤ.
20د اردن سیند ختیځ سرحد ؤ. دا د هغې خاورې سرحدونه وو چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.
21د بنیامین د قبیلې د طایفو ښارګوټي دا وو: اریحا، بیت حجله، عیمق قصیص،
22بیت عربه، صمارایم، بیت ئیل،
23عویم، فاره، عفره،
24کفرعموني، عفني او جبع - د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي.
25جبعون، رامه، بیروت،
26مصفه، کفیره، موصه،
27راقم، یرفئیل، تراله،
28صیله، آلف، یبوسي ښار (اورشلیم)، جبعه او قریت یعاریم - د شاوخوا کلیو سره څوارلس ښارګوټي. دا هغه ځمکه وه چې د بنیامین د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړې وه.