Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
51 verses
1دوهمه پچه د شمعون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. د هغوی سیمه د یهودا په ځمکه کې پرته وه.
2په هغې کې دا ځایونه شامل وو: بئرشبع (شبع)، مولاده،
3حزر شوعال، بالح، عاصم،
4التولد، بتول، حرما،
5صقلغ، بیت مرکبوت، حزر سوسه،
6بیت لباعوت او شاروحن - د شاوخوا کلیو سره دیارلس ښارګوټي.
7عین، رمون، عاتر او عاشان - د شاوخوا کلیو سره څلور ښارګوټي.
8په دې سیمه کې په جنوب کې تر بعلت بئیر (جنوبي رامه) پورې ټول ښارګوټي او کلي شامل وو. دا هغه ځمکه وه چې د شمعون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
9څرنګه چې د یهودا برخه د هغوی د اړتیا له اندازې څخه زیاته وه، نو د هغه د سیمې یوه برخه د شمعون قبیلې ته ورکړل شوه.
10دریمه پچه د زبولون د قبیلې د طایفو په نوم ووتله. هغه ځمکه چې هغوی ترلاسه کړه د سارید پورې رسېدله.
11دا سرحد له هغه ځای څخه په لوېدیځه خوا کې مرعله ته تللی او د دباشه پورې رسېدلی او یقنعام ته نژدې ویالې ته تللی دی.
12دا سرحد د سارید ختیځې خواته د کسلوت تابور د سیمې پولې ته ګرځېدلی او دابره ته راوتلی او پورته تر یافیع پورې رسېدلی دی.
13بیا دا سرحد د ختیځ په لوري جت حافر او عت قاصین ته تللی، رمون ته راوتلی او د نیعه په لوري ګرځېدلی دی.
14په شمال کې دا سرحد د حناتون په لوري ګرځېدلی او د یفتحئیل په دره کې ختم شوی دی.
15زبولون د شاوخوا کلیو سره دولس ښارګوټي درلودل. د هغو څخه ځینې یې دا وو: قطه، نهلال، شمرون، یداله او بیت لحم.
16دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د زبولون د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
17څلورمه پچه د یساکار د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
18د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: یزرعیل، کسلوت، شونم،
19حفارایم، شیئون، اناحره،
20ربیت، قشیون، آبص،
21رمه، عین جنیم، عین حده او بیت فسیس.
22او دا سرحد د تابور غره، شحصیمه او بیت شمس ته رسېدلی او د اردن د سیند سره ختم شوی دی. په هغه کې شپاړس ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره شامل وو.
23دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د یساکار د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
24پنځمه پچه د اشیر د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
25د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: حلقات، حلي، باطن، اکشاف،
26الملک، عمعاد او مشال. په لوېدیځ کې دا سرحد کرمل او شیحور لبنه ته رسېده.
27بیا له هغه ځای څخه ختیځې خواته بیت داجون ته ګرځېدلی، د زبولون او د یفتحئیل تر درې پورې رسېدلی دی او په شمال کې بیت عامق او نعیئیل ته راوتلی دی. دا سرحد د شمال په لوري کابول،
28عبرون، رحوب، حمون، قانه او تر لوی صیدون پورې غزېدلی دی.
29دا سرحد بیا رامه ته ګرځېدلی او د صور قوي دېوال لرونکي ښار ته رسېده. بیا هغه حوسه ته ګرځېدلی او د مدیترانې په بحیره کې ختم شوی دی. په دې سیمه کې محالاب، اکزیب،
30عمه، عفیق او رحوب شامل وو. د شاوخوا کلیو سره دوه ویشت ښارګوټي وو.
31دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د اشیر د قبیلې طایفو د خپل ملک��ت په توګه ترلاسه کړه.
32شپږمه پچه د نفتالي د قبیلې د طایفو په نوم ووتله:
33د هغوی سرحد د حالف او په صعنیم کې د څېړۍ د ونې څخه تېر شوی او د ادامي ناقب او یبنئیل څخه تر لقوم پورې رسېده او د اردن د سیند سره ختم شوی ؤ.
34په هغه ځای کې دا سرحد لوېدیځې خواته د ازنوت تابور په لور ګرځېدلی او په حقوق کې راوتلی دی. هغه په جنوب کې د زبولون سیمې ته، په لوېدیځ کې د اشیر سیمې ته او په ختیځ کې د اردن سیند ته رسېدلی دی.
35هغه قوي دېوال لرونکي ښارګوټي دا وو: صدیم، صیر، حمت، رقت، کنارت،
36ادامه، رامه، حاصور،
37قادش، ادرعي، عین حاصور،
38یرون، مجدلئیل، حوریم، بیت عنات او بیت شمس. د شاوخوا کلیو سره نولس ښارګوټي وو.
39دا ښارګوټي او د هغو کلي په هغې ځمکه کې وو چې د نفتالي د قبیلې طایفو د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړه.
40اوومه پچه د دان د قبیلې د طایفو په نوم ووتله.
41د هغوی په سیمه کې دا ځایونه شامل وو: زرعه، اشتاول، عیر شمس،
42شعلبین، ایالون، یتله،
43ایلون، تمنه، عقرون،
44التقي، جبتون، بعله،
45یهود، بني برق، جت رمون،
46میاه یرقون او رقون د هغې سیمې سره چې یافا ته مخامخ وه.
47-
48د دان طایفو دا خاوره او دا ښارګوټي د هغو د شاوخوا کلیو سره د خپل ملکیت په توګه ترلاسه کړل. څه موده وروسته کله چې دښمنانو هغوی مجبور کړل چې خپله قبیلوي خاوره پرېږدي، نو هغوی د لشم ښارګوټي ته لاړل. په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه، هغه یې ونیوه او د هغه ځای اوسېدونکي یې ووژل. بیا هغوی خپله هلته ځای په ځای شول، د هغه ښارګوټي نوم یې بدل کړ او د خپل نیکه دان په نوم یې یاد کړ.
49کله چې د اسراییلو قوم د ځمکې د وېشلو څخه وزګار شو، هغوی د نون زوی یوشع ته د ځمکې یوه برخه ورکړه چې د هغه شي.
50څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغوی یوشع ته هغه ښارګوټی ورکړ چې هغه غوښتی ؤ، یعنې تمنه سارح چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ. هغه دا ښارګوټی بیا ودان کړ او هلته ځای په ځای شو.
51دا هغه سیمې وې چې العازار کاهن، یوشع او د اسراییلو د قبیلو د طایفو مشرانو په شیلوه کې د پچې په اساس ووېشلې. هغوی دا کار د څښتن په حضور کې د مقدسې خېمې په دروازه کې وکړ. په دې ډول هغوی د ځمکې وېش سرته ورساوه.