Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
9 verses
1ابیا څښتن یوشع ته وویل
2چې د اسراییلو قوم ته ووایه:
3نو هرڅوک چې په سهوې سره یو سړی ووژني، کولی شي هلته لاړ شي او د وژل شوي نفر د خپلوانو څخه وتښتي او خوندي پاتې شي.
4هغه کولی شي د دې ښارونو له جملې څخه یو ښار ته وتښتي، د ښار دروازې ته چې د قضاوت ځای دی ورشي او مشرانو ته دې د پېښې په هکله بیان ورکړي. بیا به هغوی هغه نفر ته اجازه ورکړي چې ښار ته ورداخل شي او هغه ته د اوسېدلو دپاره ځای ورکړي، ترڅو وکولی شي هلته پاتې شي.
5که چېرې بدل اخیستونکی هغه تعقیب کړي، نو د هغه ښار خلک باید په قتل باندې تورن نفر هغه ته په لاس ورنه کړي. هغوی باید د هغه ساتنه وکړي ځکه هغه نفر یې په سهوې سره وژلی دی او مخکې یې ورسره کومه دښمني نه درلوده.
6هغه به په دې ښار کې تر هغه وخته پورې پاتې کیږي ترڅو په علني محاکمه کې بې ګناه ثابت شي او تر هغې پورې چې مشر کاهن مړ شي. بیا هغه کولی شي چې بېرته خپل کور او خپل ښارګوټي ته یعنې له کوم ځای څخه چې هغه راتښتېدلی وي لاړ شي.>
7نو د اسراییلو قوم د جلیل قادش چې د نفتالي په غرنۍ سیمه کې ؤ بېل کړ، شکیم یې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او قریت اربع (حبرون) یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې بېل کړ.
8د اردن د سیند په ختیځ کې د دښتې په لوړه جلګه باندې چې د اریحا ختیځې خواته وه هغوی باصر وټاکه چې د روبین په سیمه کې ؤ، راموت یې په جلعاد کې چې د جاد په سیمه کې پروت ؤ وټاکه او جولان یې په باشان کې چې د منسي په سیمه کې پروت ؤ وټاکه.
9دا د پناه اخیستلو هغه ښارونه وو چې د اسراییلو د ټول قوم دپاره او د هغو بېګانه خلکو دپاره چې د هغوی په منځ کې اوسېدل وټاکل شول. هرچا چې به په سهوې سره بل نفر واژه، هغه به د بدل اخیستونکي څخه هلته ساتنه ترلاسه کولی شوه. که چېرې هغه نفر اول د غونډې په مخکې نه ؤ ملامت شوی هغه یې نه شو وژلی.