Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
44 verses
1د لاویانو د کورنیو مشران العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د اسراییلو د نورو قبیلو د کورنیو مشرانو ته شیلوه ته چې په کنعان کې وه ورغلل او هغوی ته یې وویل:
3نو څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم لاویانو ته د خپلو سیمو څخه ځینې ښارګوټي او څړځایونه ورکړل.
4اولنۍ پچه د قهاتیانو د طایفو په نوم ووتله. هغو لاویانو ته چې د هارون کاهن له اولادې څخه وو هغوی ته د یهودا، شمعون او بنیامین د سیمو څخه دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
5د افرایم، دان او لوېدیځې منسي د سیمو څخه لس ښارګوټي د قهات پاتې اولادې ته ورکړل شول.
6د یساکار، اشیر، نفتالي او په باشان کې د ختیځې منسي د سیمو څخه د جرشون اولادې ته دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
7د مراري د اولادې طایفو د روبین، جاد او زبولون د سیمو څخه دولس ښارګوټي ترلاسه کړل.
8نو لکه څنګه چې څښتن د موسیٰ په وسیله امر کړی ؤ، د اسراییلو قوم د پچې په اساس لاویانو ته دا ښارګوټي د څړځایونو سره ورکړل.
9-
10دا د یهودا او شمعون د سیمو د هغو ښارګوټو نومونه دي کوم چې د هارون اولادې ته ورکړل شول (د هارون هغه اولاده چې د لاویانو د قهاتیانو د طایفو څخه وه). اولنۍ پچه د هغوی په نوم ووتله.
11هغوی ته یې د یهودا په غرنۍ سیمه کې قریت اربع (حبرون) د شاوخوا څړځایونو سره ورکړه (اربع د عناق پلار ؤ).
12خو هغوی د ښار شاوخوا پټي او کلي پخوا د یفنه زوی کالیب ته د هغه د ملکیت په توګه ورکړي وو.
13نو هغوی د هارون کاهن اولادې ته دا لاندې ښارګوټي ورکړل: حبرون (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، لبنه،
14یتیر، اشتموع،
15حولون، دبیر،
16عین، یوطه او بیت شمس د هغو د څړځایونو سره - د یهودا او شمعون د قبیلو څخه نهه ښارګوټي.
17د بنیامین د سیمې څخه یې هغوی ته جبعون، جبع،
18عناتوت او علمون د هغو د څړځایونو سره ورکړل. دا څلور ښارګوټي وو.
19د کاهنانو یعنې د هارون د اولادې دپاره د څړځایونو سره ټول دیارلس ښارګوټي ورکړل شول.
20د لاویانو د قهاتیانو پاتې طایفو ته د افرایم د سیمې څخه یو څو ښارګوټي ورکړل شول.
21هغوی ته د افرایم په غرنۍ سیمه کې دا څلور ښارګوټي ورکړل شول: شکیم (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، جازر،
22قبصایم او بیت حورون د هغو د څړځایونو سره.
23همدارنګه هغوی د دان د سیمې څخه دا څلور ښارګوټي ترلاسه کړل: التقي، جبتون،
24ایالون او جت رمون د هغو د څړځایونو سره.
25هغوی د لوېدیځې نیمې منسي د سیمې څخه دوه ښارګوټي ترلاسه کړل: تعنک او جت رمون د هغو د څړځایونو سره.
26دا ټول لس ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره د قهاتیانو پاتې طایفو ته ورکړل شول.
27د لاویانو د جرشونیانو طایفو ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د ختیځې نیمې منسي د سیمې څخه جولان چې په باشان کې ؤ (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ) او بعشتره د هغو د څړځایونو سره - دوه ښارګوټي.
28د یساکار له سیمې څخه قشیون، دابره،
29یرموت او عین جنیم د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارګوټي.
30د اشیر له سیمې څخه مشال، عبدون،
31حلقات او رحوب د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارګوټي.
32د نفتالي له سیمې څخه قادش په جلیل کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، حموت دور او قرتان د هغو د څړځایونو سره - درې ښارګوټي.
33د جرشونیانو د طایفو ټول ښارګوټي د هغو د څړځایونو سره دیارلسو ته رسېدل.
34د مراریانو طایفو (پاتې لاویانو) ته لاندیني ښارګوټي ورکړل شول: د زبولون د سیمې څخه یقنعام، قرته،
35دمنه او نحلال د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارګوټي.
36د روبین له سیمې څخه باصر، یاهص،
37قدیموت او میفاعت د هغو د څړځایونو سره - څلور ښارګوټي.
38د جاد له سیمې څخه راموت په جلعاد کې (چې په قتل باندې تورن شوي نفر دپاره د پناه اخیستلو ښار ؤ)، محنایم،
39حشبون او یعزیر د هغو د څړځایونو سره - ټول څلور ښارګوټي.
40د ټولو ښارګوټو شمېر چې د مراریانو طایفو یعنې پاتې لاویانو ته ورکړل شول دولسو ته رسېده.
41-
42له هغې ځمکې څخه چې د اسراییلو خلکو ترلاسه کړې وه ټول اته څلوېښت ښارګوټي د هغو د شاوخوا څړځایونو سره لاویانو ته ورکړل شول.
43نو څښتن اسراییلو ته هغه ټوله ځمکه ورکړه چې د هغوی د نیکونو سره یې کلکه وعده کړې وه. هغوی د دې ځمکې ملکیت ترلاسه کړ او هلته ځای په ځای شول.
44لکه څنګه چې څښتن د هغوی د نیکونو سره وعده کړې وه، هغه د هغوی په ټوله خاوره کې ارامي راوستله. د هغوی یو دښمن هم نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې ودریږي، ځکه چې څښتن اسراییلیانو ته په خپلو ټولو دښمنانو باندې بری ورکړی ؤ.
45څښتن چې کومې وعدې د اسراییلو د قوم سره کړې وې، هغه ټولې یې سرته ورسولې.