Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
32 verses
1ابیا یوشع د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلک راوغوښتل.
2یوشع هغوی ته وویل:
3که څه هم جنګ زیات اوږد شو خو تاسو په دې موده کې خپل اسراییلي ورونه پرېښودلي نه دي او کومه دنده چې ستاسو څښتن خدای تاسو ته سپارلې وه هغه مو سرته رسولې ده.
4اوس ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو ورونو ته ارامي ورکړې ده. نو بېرته خپلو کورونو یعنې هغې ځمکې ته لاړ شئ چې د اردن د سیند په ختیځ کې ده او د څښتن خدمتګار موسیٰ تاسو ته درکړې ده.
5تاسو په غور سره د هغو ټولو شیانو څخه اطاعت کوئ چې موسیٰ په تاسو باندې امر کړی دی: د خپل څښتن خدای سره مینه کوئ او د هغه رضا پوره کوئ. د هغه امرونو ته غاړه ږدئ، هغه ته وفادار اوسئ او د زړه له کومي او په خپل ټول توان سره د هغه خدمت کوئ.>
6-
8یوشع هغوی ته برکت ورکړ او په دې خبرو سره یې خپلو کورونو ته ولېږل: بیا هغوی خپلو کورونو ته روان شول.موسیٰ د منسي نیمې قبیلې ته د اردن د سیند ختیځې خواته په باشان کې ځمکه ورکړه، خو بلې نیمایي ته یوشع د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نورو قبیلو په څنګ کې ځمکه ورکړه.
9نو د روبین او جاد د قبیلو او د ختیځې منسي د قبیلې خلک بېرته خپلو کورونو ته لاړل. هغوی د اسراییلو پاتې خلک په شیلوه کې چې په کنعان کې وه پرېښودل او خپلې خاورې ته چې د جلعاد خاوره وه لاړل. دا خاوره هغوی د څښتن د امر سره سم چې د موسیٰ په وسیله یې کړی ؤ نیولې وه.
10-
11کله چې د روبین، جاد او ختیځې منسي قبیلې د اردن د درې لوېدیځې غاړې ته ورسېدلې نو د سیند په غاړه یې یوه ډېره لویه قربانګاه جوړه کړه. کله چې نورو اسراییلیانو واورېدل چې دې قبیلو څه کړي دي،
12نو د لوېدیځو قبیلو ټول خلک په شیلوه کې سره راغونډ شول چې لاړ شي او د ختیځو قبیلو سره وجنګیږي.
13نو د اسراییلو خلکو د العازار کاهن زوی فینحاس د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او د ختیځې منسي قبیلو ته ولېږه.
14نو د فینحاس سره لس مشران لاړل، د هرې لوېدیځې قبیلې څخه یو یو نفر یعنې د هغوی د کورنیو د مشرانو څخه یو یو نفر.
15کله چې هغوی د جلعاد خاورې ته د روبین، جاد او ختیځې منسي خلکو ته ورغلل،
16هغوی وویل:
17په فغور کې زمونږ ګناه درپه یاده کړئ. آیا زمونږ دپاره هغه بس نه وه؟ سره له دې چې د څښتن په قوم باندې وبا نازله شوه، خو تر نن ورځې پورې مونږ د هغې ګناه څخه خپل ځانونه پاک کړي نه دي.
18آیا تاسو اوس غواړئ چې د څښتن د پیروۍ څخه انکار وکړئ؟ که چېرې تاسو نن د څښتن په مقابل کې سرکشي وکړئ، سبا به هغه د اسراییلو په ټول قوم باندې په قهر شي.
19خو که چېرې ستاسو خاوره د عبادت دپاره مناسبه نه وي، نو د څښتن ځمکې ته راشئ چې د هغه مقدسه خېمه په کې ولاړه ده او زمونږ په منځ کې ځمکه واخلئ. مګر د څښتن په مقابل کې سرکشي مه کوئ او زمونږ د څښتن خدای په قربانګاه سربېره د بلې قربانګاه په جوړولو سره مونږ مه ګناهکاروئ.
20آیا هغه څه چې د عخان سره وشول هغه مو په یاد دي؟ څښتن مونږ ته ویلي وو: د اریحا د ښار ټول شیان له منځه یوسئ، خو عخان د څښتن د امر څخه سرغړونه وکړه او څښتن مونږ ټولو ته سزا راکړه. عخان د خپلو کړو له کبله مړ شو او نور ډېر اسراییلیان هم د عخان د ګناه له کبله مړه شول.>
21د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو خلکو د لوېدیځو قبیلو استازو ته په ځواب کې وویل:
23که چېرې مونږ د څښتن څخه پیروي کول پرې ایښي وي او خپله قربانګاه مو جوړه کړې وي چې په هغې باندې سوزېدونکې نذرانې یا د غلو دانو یا د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړو، نو پرېږدئ چې څښتن په خپله مونږ ته سزا راکړي.
24نه! مونږ د دې وېرې له کبله دا کار وکړ چې کېدای شي یوه ورځ ستاسو اولاده زمونږ اولادې ته ووایي چې تاسو څه حق لرئ چې د اسراییلو د څښتن خدای عبادت کوئ؟
25څښتن د اردن له سیند څخه زمونږ او ستاسو یعنې د روبین او جاد د خلکو ترمنځ یو سرحد جوړ کړ. تاسو د څښتن سره هیڅ کار نه لرئ. بیا کېدای شي چې ستاسو اولاده زمونږ اولاده د څښتن د عبادت څخه منع کړي.
26نو مونږ د قربانۍ د ځای د جوړولو پرېکړه وکړه، نه د سوزېدونکو نذرانو دپاره او نه د قربانیو دپاره،
27بلکه دا به زمونږ او ستاسو د خلکو دپاره او زمونږ څخه وروسته نسلونو دپاره یوه نښه وي چې مونږ به د څښتن د مقدسې خېمې په مخ کې د سوزېدونکو نذرانو، قربانیو او سلامتۍ د نذرانو په وړاندې کولو سره د هغه عبادت کوو. بیا به په راتلونکي کې ستاسو اولاده نه شي کولی چې زمونږ اولادې ته داسې ووایي چې تاسو د څښتن عبادت نه شئ کولی.
28مونږ فکر کاوه چې که چېرې داسې وشي، امکان لري چې زمونږ اولاده ووایي چې ګورئ! زمونږ نیکونو د څښتن د قربانۍ د ځای په شان یوه نمونه جوړه کړه. دا د سوزېدونکو نذرانو یا د قربانیو دپاره نه، بلکه هغه یې د دې دپاره جوړه کړې ده چې دا وښایي چې مونږ هم ستاسو په شان د څښتن خلک یو.
29مونږ به په یقین سره د څښتن په مقابل کې سرکشي ونه کړو او نه به د قربانۍ د ځای په جوړولو سره چې په هغه باندې نذرانې یا قربانۍ وړاندې کړو، د هغه پیروي کول پرېږدو. مونږ به بله داسې قربانګاه جوړه نه کړو چې زمونږ د څښتن خدای د قربانګاه ځای ونیسي کومه چې د هغه د مقدسې خېمې په مخ کې ده.>
30فینحاس کاهن او د لوېدیځو قبیلو لسو مشرانو چې د هغه سره وو د روبین، جاد او ختیځې منسي د قبیلو د خلکو خبرې واورېدې او هغوی قانع شول.
31فینحاس هغوی ته وویل:
32بیا فینحاس او د لوېدیځو قبیلو مشران بېرته د کنعان خاورې ته راستانه شول او څه چې پېښ شوي وو هغه یې د اسراییلو خلکو ته بیان کړل.
33اسراییلیان قانع شول او د خدای ستاینه یې وکړه. هغوی نور داسې خبرې نه کولې چې د روبین او جاد د خلکو سره جنګ وکړي او د هغوی خاوره له منځه یوسي.
34د روبین او جاد خلکو وویل: نو هغه قربانګاه یې د شاهد په نوم یاده کړه.