Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1وروسته له اوږدې مودې څښتن اسراییلو ته د شاوخوا ټولو دښمنانو څخه ارامي ورکړه. په دې وخت کې یوشع ډېر زوړ شوی ؤ.
2هغه ټول اسراییلیان یعنې د هغوی سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل او هغوی ته یې وویل:
3تاسو ولیدل چې ستاسو څښتن خدای ستاسو په خاطر په دې ټولو قومونو باندې څه وکړل. هغه په خپله ستاسو دپاره جګړه وکړه.
4ما ستاسو قبیلو ته ټوله ځمکه په ختیځ کې د اردن له سیند څخه په لوېدیځ کې د مدیترانې تر بحیرې پورې ورکړه. ما تاسو ته د هغو ټولو قومونو ځمکه چې مخکې مونږ فتح کړې وه درکړې ده او همدارنګه د هغو قومونو ځمکه چې تر اوسه پورې لا مونږ فتح کړې نه ده.
5ستاسو څښتن خدای به هغوی ستاسو په مقابل کې په شا تګ ته مجبور کړي او څنګه چې تاسو مخکې ځئ هغوی به وشړي. لکه څنګه چې هغه ستاسو سره وعده کړې ده، تاسو به د هغوی ځمکه ونیسئ.
6تاسو قوي اوسئ او هرڅه چې د موسیٰ په تورات کې لیکل شوي دي، هغو ته په غور سره غاړه کېږدئ او هغه سرته ورسوئ. د هغو یوه برخه هم له نظره مه غورزوئ.
7پام کوئ د هغو قومونو سره چې ستاسو په منځ کې پاتې دي ملګرتیا ونه کړئ او د هغوی خدایانو ته عبادت مه کوئ. هغوی ته دعا مه کوئ او په قسم خوړلو کې د هغوی نومونه مه اخلئ.
8د هغې په ځای، د خپل څښتن خدای سره وفاداره اوسئ لکه څنګه چې تر اوسه پورې ورسره وفاداره یئ.
9څښتن لوی او قدرتمند قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې کړي دي او تر نن ورځې پورې هیچا دا توان نه دی موندلی چې ستاسو په مقابل کې ودریږي.
10ستاسو څخه هر یو کولی شي چې د دښمن زرو تنو ته ماتې ورکړي، ځکه چې ستاسو څښتن خدای د خپلې وعدې سره سم ستاسو دپاره جګړه کوي.
11بیا زیات متوجه اوسئ چې د خپل څښتن خدای سره مینه وکړئ.
12که چېرې تاسو بې وفایي وکړئ او د هغو قومونو سره یوځای شئ چې تر اوسه پورې ستاسو په منځ کې پاتې دي او د هغوی سره ودونه وکړئ،
13نو بیا باور ولرئ چې څښتن خدای به نور دا قومونه ستاسو له مخې څخه لېرې نه کړي. بلکه هغوی به ستاسو دپاره د دام یا د لومې په شان خطرناک شي او ستاسو د شاګانو دپاره به د قمچینې په شان شي او ستاسو په سترګو کې به د اغزیو په شان شي. او دا به تر هغه وخته پورې دوام ومومي ترڅو ستاسو څخه هیڅوک په دې ښې ځمکه کې چې خپل څښتن خدای درته درکړې ده پاتې نه شي.
14اوس زما د مړینې وخت رارسېدلی دی. تاسو هر یو په خپل زړه کې پوهېږئ چې ستاسو څښتن خدای تاسو ته هغه ټول ښه شیان درکړي دي د کومو وعده یې چې کړې وه. هره وعده چې هغه کړې ده، هغه پوره شوې ده او یوه وعده یې هم ماته شوې نه ده.
15خو لکه څنګه چې زمونږ څښتن خدای ستاسو سره د ټولو ښو شیانو وعده کړې ده او هغه یې سرته رسولې ده، نو هماغسې هغه به په تاسو باندې ټولې بدۍ هم راولي ترڅو تاسو له دې ښې ځمکې څخه چې هغه تاسو ته درکړې ده ورک کړي.
16که چېرې تاسو هغه لوظ مات کړئ چې د هغه امر یې په تاسو باندې کړی دی او د نورو خدایانو خدمت او عبادت وکړئ، بیا به هغه په قهر شي او تاسو ته به سزا درکړي او تاسو به ژر له هغې ځمکې څخه ورک شئ کومه چې زمونږ څښتن خدای تاسو ته درکړې ده.>