Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
33 verses
1یوشع په شکیم کې د اسراییلو ټولې قبیلې راغونډې کړې. هغه د اسراییلو سپین ږیري، مشران، قاضیان او ماموران راوغوښتل. هغوی راغلل او د خدای په حضور کې ودرېدل.
2یوشع ټول قوم ته وویل:
3بیا ما ستاسو نیکه ابراهیم د هغه ځای څخه یووړ او د کنعان په ټوله خاوره کې مې وګرځاوه. هغه ته مې اسحاق ورکړ او د اسحاق په وسیله مې هغه ته ډېره اولاده ورکړه.
4اسحاق ته مې دوه زامن ورکړل یعنې یعقوب او عیسو. عیسو ته مې د ادوم غرنۍ سیمه د هغه د ملکیت په توګه ورکړه، خو ستاسو نیکه یعقوب او د هغه اولادونه مصر ته لاړل.
5-
6وروسته ما موسیٰ او د هغه ورور هارون ولېږل چې ستاسو د خلکو سره مرسته وکړي او په مصریانو باندې مې لوی عذاب نازل کړ. ما ستاسو نیکونه د مصر څخه راوویستل، خو مصریان په خپلو جنګي ګاډیو او اسونو باندې سپاره شول او ستاسو په نیکونو پسې شول او په هغوی پسې سرې بحیرې ته ورورسېدل.
7هغوی ماته د مرستې دپاره فریاد وکړ او ما د هغوی او مصریانو ترمنځ تیاره رامنځته کړه. په مصریانو باندې مې اوبه راوستلې او هغوی مې په دریاب کې غرق کړل. تاسو په خپلو سترګو ولیدل چې ما په مصر باندې څه وکړل.له هغې وروسته تاسو ډېره موده په دښته کې اوسېدلئ.
8بیا مې تاسو هغې خاورې ته راوستلئ چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه. هلته اموریان اوسېدل او هغوی ستاسو سره جګړه وکړه، خو تاسو زما په مرسته هغوی ته ماتې ورکړه، هغوی مو له منځه یوړل او د هغوی خاوره مو ونیوله.
9کله چې د موآب پادشاه د صفور زوی بالاق ستاسو په مقابل کې ودرېد، هغه د بعور زوی بلعام راوغوښت او د هغه څخه یې وغوښتل چې په تاسو باندې لعنت ووایي.
10خو ما د بلعام خبرو ته غوږ ونه نیوه. هغه مې مجبور کړ چې تاسو ته برکت درکړي. په دې ډول مې تاسو له بالاق څخه وژغورلئ.
11بیا تاسو د اردن له سیند څخه پورې وتلئ او اریحا ته راغلئ. د اریحا خلکو د اموریانو، فرزیانو، کنعانیانو، حیتیانو، جرجاشیانو، حویانو او یبوسیانو په شان ستاسو سره جګړه وکړه. خو ما تاسو ته په هغوی ټولو باندې بری درکړ.
12ستاسو دښمنان ستاسو څخه وتښتېدل، خو ستاسو د تورو، لیندو او غشو له کبله نه. ما ستاسو په دښمنانو کې سخته وېره راپیدا کړه او هغوی وتښتېدل لکه څنګه چې مې د هغو دوو اموریایي پادشاهانو سره کړي وو کوم چې د اردن د سیند په ختیځ کې اوسېدل.
13ما تاسو ته ځمکه درکړه په کومې باندې چې تاسو زیار نه ؤ ویستلی او ښارونه مې درکړل چې هغه تاسو نه وو ودان کړي او اوس په هغو کې اوسېږئ. د انګورو او زیتونو د باغونو څخه خواړه خورئ کوم چې تاسو کرلي نه وو.>
14بیا یوشع وویل:
15که چېرې تاسو د هغه عبادت کول نه غواړئ، نو نن پرېکړه وکړئ چې د کومو خدایانو عبادت به کوئ. آیا د هغو خدایانو عبادت به کوئ چې ستاسو نیکونو یې د فرات د سیند په بله غاړه باندې عبادت کاوه او یا به د اموریانو د خدایانو چې تاسو اوس د هغوی په خاوره کې اوسېږئ عبادت کوئ. خو زه به د خپلې کورنۍ سره د څښتن عبادت کوم.>
16قوم په ځواب کې وویل:
17دا په خپله زمونږ څښتن خدای ؤ چې مونږ یې د خپلو نیکونو سره د مصر څخه چې په کې غلامان وو راوویستلو او مونږ هغه معجزې ولیدلې چې هغه وښودلې. په خپل ټول سفر کې او د هغو ټولو قومونو په منځ کې چې مونږ ورڅخه تېرېدلو هغه وساتلو.
18څښتن زمونږ له مخې څخه هغه ټول قومونه لېرې کړل چې په دې خاوره کې اوسېدل چې په هغو کې اموریان هم شامل وو. نو مونږ به هم د څښتن عبادت او اطاعت کوو، ځکه چې هغه زمونږ خدای دی.>
19یوشع قوم ته وویل:
20که چېرې تاسو هغه پرېږدئ او د نورو قومونو د بتانو عبادت وکړئ، هغه به ستاسو په ضد شي او تاسو ته به سزا درکړي. که څه هم مخکې هغه ستاسو سره ښه ؤ، خو تاسې به له منځه یوسي.>
21قوم یوشع ته وویل:
22یوشع هغوی ته وویل: هغوی وویل:
23هغه غوښتنه وکړه:
24قوم یوشع ته وویل:
25په هغه ورځ یوشع په شکیم کې د اسراییلو د خلکو استازیتوب وکړ او د هغوی او څښتن ترمنځ یې یو تړون جوړ کړ او هغوی ته یې قوانین او اصول ورکړل چې ورڅخه پیروي وکړي.
26یوشع دا خبرې د خدای د قوانینو په کتاب کې ولیکلې. بیا هغه یوه لویه تیږه واخیسته او د څښتن د عبادت په ځای کې یې د څېړۍ د ونې لاندې ودروله.
27هغه ټول قوم ته وویل:
28بیا یوشع قوم رخصت کړ او هر یو نفر د خپلې برخې ځمکې ته ور ستون شو.
29څه موده وروسته د څښتن خدمتګار د نون زوی یوشع د یوسلو لسو کالو په عمر مړ شو.
30هغه یې په خپله ځمکه کې په تمنه سارح کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او د جاعش د غره په شمال کې وه، ښخ کړ.
31ترڅو پورې چې یوشع ژوندی ؤ، د اسراییلو خلکو د څښتن عبادت او اطاعت کاوه. حتیٰ د هغه د مړینې څخه وروسته هم ترڅو پورې چې د قوم هغه سپین ږیري ژوندي وو کومو چې د څښتن هغه ټول کارونه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو، هغوی څښتن ته وفادار پاتې شول.
32د یوسف مړی چې د اسراییلو خلکو له مصر څخه راوړی ؤ، په شکیم کې په هغې ټوټه ځمکه کې ښخ کړای شو چې یعقوب د شکیم د ښار د بنسټ ایښودونکي حمور د زامنو څخه د سپینو زرو په سلو سکو باندې اخیستې وه. دا ځمکه د یوسف اولادې ته په میراث پاتې شوه.
33د هارون زوی العازار هم مړ شو او په جبعه کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې یو ښارګوټی ؤ ښخ کړای شو، دا ښارګوټی د هغه زوی فینحاس ته ورکړل شوی ؤ.