Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1د یوشع له مړینې څخه وروسته د اسراییلو قوم د څښتن څخه پوښتنه وکړه:
2څښتن په ځواب کې وویل:
3د یهودا خلکو د شمعون خلکو ته وویل: نو د شمعون
4او یهودا قبیلې سره یوځای جګړې ته لاړلې. څښتن هغوی په کنعانیانو او فرزیانو باندې بریالي کړل او هغوی په بازق کې د دښمنانو لس زره تنه ووژل.
5هلته دوی ادوني بازق پیدا کړ او د هغه سره یې جګړه وکړه.
6ادوني بازق وتښتېد. خو هغوی ورپسې شول، هغه یې ونیوه او د هغه د پښو او لاسونو غټې ګوتې یې غوڅې کړې.
7ادوني بازق وویل: بیا هغوی هغه اورشلیم ته راوست او هلته مړ شو.
8د یهودا خلکو په اورشلیم باندې حمله وکړه او هغه یې ونیوه. د هغه ښار خلک یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه.
9له هغې وروسته هغوی لاړل چې د کنعانیانو سره چې په غرنۍ سیمه، د غرونو په لوېدیځو لمنو او جنوبي دښته کې اوسېدل جګړه وکړي.
10هغوی د کنعانیانو په مقابل کې چې په حبرون کې اوسېدل، ووتل. (حبرون پخوا د قریت اربع په نوم یادېده.) هلته هغوی د شیشای، اخیمان او تلمای طایفو ته ماتې ورکړه.
11له هغه ځای څخه د یهودا نفر لاړل چې په دبیر باندې حمله وکړي. (دبیر په هغه وخت کې د قریت سفر په نوم یادېده.)
12د هغوی یو نفر چې کالیب نومېده وویل:
13د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل هغه ښار ونیوه، نو کالیب خپله لور هغه ته په نکاح ورکړه.
14د واده په ورځ عتنیئیل عکسه وهڅوله چې د خپل پلار څخه یو پټی وغواړي. کله چې عکسه له خپل خره څخه راکوزه شوه، کالیب ورڅخه پوښتنه وکړه:
15هغې په ځواب کې وویل: نو کالیب هغې ته پورتنۍ او ښکتنۍ چینې ورکړې.
16د موسیٰ د خسر اولاده چې قینیان وو د اریحا یعنې د خرما د ونو د ښار څخه د یهودا د خلکو سره د یهودا جنوبي دښتې ته چې عراد ته نژدې پرته وه لاړل. هلته هغوی د عمالیقیانو سره اوسېدل.
17د یهودا خلک د شمعون د خلکو سره لاړل او په ګډه یې په کنعانیانو باندې چې په صفت کې اوسېدل حمله وکړه. ښار یې په بشپړه توګه وران کړ، نو له دې کبله یې د هغه نوم حرما کېښود.
18-
19څښتن د یهودا د خلکو سره مرسته وکړه او هغوی غزه، اشقلون او عقرون د هغو د شاوخوا سیمو سره ونیول. همدارنګه هغوی د څښتن په مرسته غرنۍ سیمه ونیوله. خو هغو خلکو چې په دره کې اوسېدل د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې، نو د یهودا خلکو ونه شو کولی چې هغوی وشړي.
20لکه څنګه چې موسیٰ وعده کړې وه، د حبرون ښار کالیب ته ورکړل شو او کالیب هغه درې طایفې چې د عناق د اولادې څخه وې وشړلې.
21خو د بنیامین د قبیلې خلکو یبوسیان چې په اورشلیم کې اوسېدل ونه شړل او له هغه وخت څخه تر اوسه پورې یبوسیان د بنیامین د خلکو سره هلته اوسیږي.
22-
23د افرایم او منسي قبیلې لاړلې چې د بیت ئیل په ښار باندې حمله وکړي. (په پخوا زمانه کې دا ښار د لوز په نوم یادېده.) څښتن د هغوی سره مل ؤ. هغوی ښار ته جاسوسان ولېږل
24او هغوی یو سړی ولیده چې د ښار څخه راروان ؤ او دوی ورته وویل:
25نو هغه سړي ورته لار وروښوده او د افرایم او منسي خلک لاړل او د ښار ټول خلک یې ووژل، خو هغه سړی او د هغه ټوله کورنۍ یې پرېښودله چې لاړ شي.
26بیا هغه سړی د حیتیانو خاورې ته لاړ، هلته یې یو ښار ودان کړ او په هغه باندې یې د لوز نوم کېښود چې تر اوسه پورې په همدې نوم یادیږي.
27د منسي قبیلې د بیت شان، تعنک، دور، یبلعام، مجدو او د هغو د شاوخوا کلیو خلک ونه شړل. نو کنعانیانو هلته اوسېدلو ته دوام ورکړ.
28کله چې اسراییلیان قوي شول، نو کنعانیان یې په سختو کارونو باندې مجبورول، خو بیاهم هغوی یې بېخي ونه شړل.
29د افرایم قبیلې هم هغه کنعانیان ونه شړل کوم چې د جازر اوسېدونکي وو، نو هغوی د افرایم د قبیلې په منځ کې هلته په جازر کې پاتې شول.
30د زبولون قبیلې هم د قطرون او نهلول اوسېدونکي ونه شړل، نو کنعانیان د هغوی په منځ کې هلته اوسېدل او مجبور وو چې د هغوی دپاره سخت کار وکړي.
31همدارنګه د اشیر قبیلې د عکو، صیدون، احلب، اکزیب، حلبه، عفیق او رحوب اوسېدونکي ونه شړل.
32اشیریان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل، ځکه چې هغوی یې ونه شړل.
33د نفتالي قبیلې هم د بیت شمس او بیت عنات اوسېدونکي ونه شړل. نفتالیان د ځایي کنعانیانو په منځ کې اوسېدل. خو هغوی د دې دوو ځایونو اوسېدونکي په سخت کار کولو مجبورول.
34اموریانو د دان د قبیلې خلک مجبور کړل چې غرنۍ سیمې ته لاړ شي او هغوی یې نه پرېښودل چې درې ته راښکته شي.
35اموریانو په ایالون، شعلبیم او د حارس په غره کې اوسېدلو ته دوام ورکړ، خو د افرایم او منسي قبیلو هغوی تر خپلې واکمنۍ لاندې ساتل او په سخت کار کولو یې مجبورول.
36د اموریانو سرحد د عقربیم د غاښي څخه نیولې تر سالع او غرنۍ سیمې پورې رسېدلی دی.