Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1د څښتن فرښته د جلجال څخه بوکیم ته لاړه او اسراییلیانو ته یې وویل:
2نو تاسو د دغې خاورې د خلکو سره کوم لوظ ونه کړئ او د هغوی د قربانۍ ځایونه راوغورزوئ. خو څه چې ما درته ویلي وو تاسو هغه ونه کړل. ولې مو داسې وکړل؟
3نو اوس تاسو ته وایم چې زه به دا خلک ستاسو له مخې څخه لېرې نه کړم. هغوی به ستاسو دښمنان وي او د هغوی د خدایانو په عبادت کولو سره به د هغوی په دام کې راګېر اوسئ.>
4کله چې د څښتن فرښتې دا خبرې وکړې، نو د اسراییلو ټول قوم په لوړ اواز سره وژړل،
5نو په دې خاطر دوی په هغه ځای باندې د بوکیم نوم کېښود او هلته یې څښتن ته قربانۍ وړاندې کړې.
6وروسته له هغې چې یوشع اسراییلیان رخصت کړل، دوی هر یو لاړ چې د خپلې برخې ځمکې ملکیت ترلاسه کړي.
7ترڅو پورې چې یوشع ژوندی ؤ، د اسراییلو خلک څښتن ته وفادار وو او حتیٰ د هغه د مړینې څخه وروسته هم ترڅو پورې چې د قوم هغه سپین ږیري ژوندي وو کومو چې د څښتن هغه لوی لوی کارونه په خپلو سترګو لیدلي وو چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو، هغوی څښتن ته وفادار پاتې شول.
8د څښتن خدمتګار یوشع د نون زوی د یو سلو لسو کالو په عمر مړ شو.
9هغه یې په خپله ځمکه کې په تمنه حارس کې چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې او د جاعش د غره په شمال کې وه، ښخ کړ.
10کله چې هغه ټول نسل مړ شو، نو راتلونکي نسل څښتن او د هغه کارونه چې د اسراییلو دپاره یې کړي وو هېر کړل.
11څه موده وروسته اسراییلیانو د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل د بتانو په عبادت یې پیل وکړ.
12هغوی د هغه څښتن عبادت کول پرېښودل چې د دوی د نیکونو خدای ؤ او دوی یې د مصر څخه راویستلي وو. دوی د خپل شاوخوا خلکو خدایانو ته عبادت کاوه. هغوی ته یې سجده کوله او څښتن یې په قهر کړ.
13هغوی څښتن پرېښود او د بعل او عشتاروت د بتانو عبادت یې غوره کړ.
14نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې یرغلګرو ته په لاس ورکړل او یرغلګرو هغوی لوټ کړل. څښتن دوی خپلو دښمنانو ته تسلیم کړل او اسراییلیانو نور نه شو کولی چې د هغوی په مقابل کې مقاومت وکړي.
15هر ځل چې اسراییلیان د جګړې دپاره وتل، څښتن د هغوی په ضد عمل کاوه چې ماتې وخوري ځکه چې هغه دوی ته قسم خوړلی ؤ چې دا کار به کوي. هغوی په لوی مصیبت اخته شوي وو.
16بیا څښتن اسراییلیانو ته خاص مشران چې د قاضیانو په نوم هم یادېدل ورکړل چې هغوی له یرغلګرو څخه وژغوري.
17خو اسراییلیانو خپلو مشرانو ته غوږ نه نیوه. اسراییلو د څښتن سره بې وفایي کوله او د نورو خدایانو عبادت به یې کاوه. د هغوی پلرونو به د څښتن امرونو ته غاړه ایښودله خو نوي نسل ژر دا کار پرېښود.
18هرکله چې څښتن اسراییلو ته یو مشر ورکاوه، څښتن به د هغه مشر سره مرسته کوله او ترڅو پورې به چې هغه مشر ژوندی ؤ خلک به یې د خپلو دښمنانو څخه ژغورل. څښتن په هغوی باندې رحم کاوه ځکه چې هغوی به د ظلم او کړېدلو له لاسه فریاد کاوه.
19خو کله به چې هغه مشر مړ شو، خلک به بېرته خپلو بدو لارو ته راګرځېدل او د خپلو نیکونو څخه به یې نور هم زیات فساد کاوه. د نورو خدایانو پیروي او عبادت به یې کاوه. دوی به خپل بد عملونه او سرزوري نه پرېښودله.
20نو بیا څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او ویې ویل:
21نو زه به نور هغه قومونه چې د یوشع د مړینې څخه وروسته پاتې شوي وو ونه شړم.
22زه به د هغوی څخه کار واخلم ترڅو دا معلومه شي چې دا اسراییلیان د خپلو پلرونو په شان زما په لاره باندې روان دي او که نه.>
23نو څښتن هغه قومونه پرېښودل چې په هغې خاوره کې پاتې شي. هغه یوشع ته په هغوی باندې بری ورنه کړ او نه یې د یوشع د مړینې څخه وروسته هغوی ژر وشړل.