Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1نو څښتن په کنعان کې ځینې قومونه پرېښودل چې د هغوی په وسیله هغه اسراییلیان وازمایي چې د کنعان په جګړو کې یې برخه نه وه اخیستې.
2هغه د دې دپاره دا کار وکړ چې د اسراییلو هر نوی نسل باید دا زده کړي چې څنګه جګړه وکړي، په خاصه توګه هغه خلک چې مخکې د جګړې ډګر ته نه وو تللي.
3هغه قومونه چې په دې خاوره کې پاتې شوي وو دا وو: هغه فلسطینیان چې په پنځو ښارونو کې وو، ټول کنعانیان، صیدونیان او همدارنګه حویان چې د لبنان په غرونو کې د بعل حرمون څخه نیولې د حمات تر غاښي پورې اوسېدل.
4څښتن دا خلک د دې دپاره پریښي وو چې اسراییلیان ورباندې وازمایي او وګوري چې آیا هغوی د څښتن هغو امرونو ته چې د موسیٰ په وسیله د هغوی نیکونو ته ورکړل شوي وو غاړه ږدي او که نه.
5نو اسراییلیان د کنعانیانو، حیتیانو، اموریانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو په منځ کې اوسېدل.
6دوی د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کولې او خپلې لورګانې یې د هغوی زامنو ته په نکاح ورکولې او د هغوی د خدایانو عبادت به یې کاوه.
7د اسراییلو قوم خپل څښتن خدای هېر کړ. دوی د هغه په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او اشیره د بتانو عبادت یې کاوه.
8نو څښتن په اسراییلو باندې ډېر په قهر شو او هغوی یې د بین النهرین پادشاه کوشان رشعتایم ته په لاس ورکړل او هغه اته کاله په هغوی باندې حکومت وکړ.
9بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ، هغه ورته د کالیب د کشر ورور قناز زوی عتنیئیل راولېږه چې هغوی وژغوري.
10د څښتن روح په هغه باندې نازل شو او هغه د اسراییلو مشر شو. عتنیئیل جګړې ته لاړ او څښتن هغه د بین النهرین په پادشاه کوشان رشعتایم باندې بریالی کړ.
11د اسراییلو په خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه او وروسته بیا عتنیئیل مړ شو.
12د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو. د هغوی د بدیو له کبله څښتن عجلون د موآب پادشاه د اسراییلو په مقابل کې قوي کړ.
13عجلون د عمونیانو او عمالیقیانو سره یو ځای شو. عجلون راغی او په اسراییلو باندې یې حمله وکړه او هغوی اریحا یعنې د خرما د ونو ښار ونیو.
14د موآب پادشاه عجلون په اسراییلیانو باندې اتلس کاله حکومت وکړ.
15بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ. هغه دوی ته یو نفر ورولېږه چې دوی وژغوري. د هغه نوم ایهود ؤ چې چپ لاسی ؤ او د جیرا زوی ؤ چې د بنیامین د قبیلې څخه ؤ. اسراییلیانو د هغه په لاس د موآب پادشاه عجلون ته باج ولېږه.
16ایهود یوه دوه مخې توره جوړه کړې وه چې نیم متر اوږده وه. هغه دا توره د خپلو کالیو لاندې په خپل ښي ورون باندې وتړله.
17هغه د موآب پادشاه عجلون ته چې ډېر چاغ سړی ؤ باج وړاندې کړ.
18کله چې ایهود هغه ته باج وړاندې کړ، هغه دا نفر چې باج یې انتقال کړی ؤ بېرته خپلو کورونو ته ولېږل.
19خو ایهود په خپله د هغو مجسمو سره چې جلجال ته نژدې وې راوګرځېده، بېرته پادشاه ته ورغی او ورته ویې ویل: پادشاه خپلو خدمتګارانو ته وویل: او هغوی ټول ووتل.
20په داسې حال کې چې پادشاه په خپلې هواداره بالاخانه کې یوازې ناست ؤ، ایهود هغه ته ورغی او ورته ویې ویل: پادشاه پاڅېده.
21ایهود په خپل چپ لاس باندې د خپل ښي اړخ څخه توره راوویستله او د پادشاه په ګېډه کې یې ورومنډله.
22توره د لاستي سره د هغه په ګېډه کې ننوته او د پښو له منځ څخه یې راووتله. ایهود د هغه د ګېډې څخه توره ونه ویستله او د هغه په وازګه کې پټه شوه.
23بیا ایهود برنډې ته ووت. هغه پادشاه پسې د کوټې دروازې بندې او قلف کړې.
24د ایهود د تګ څخه وروسته د پادشاه خدمتګاران راغلل او ویې لیدل چې د کوټې دروازې قلف دي. هغوی فکر کاوه چې پادشاه به دننه خپل حاجت پوره کوي.
25هغوی زیات انتظار وویست، تر هغې پورې چې وارخطا شول. خو کله چې هغه د کوټې دروازې خلاصې نه کړې، هغوی کلي واخیسته او دروازې یې خلاصې کړې. هغوی ولیدل چې بادار یې په غولي باندې مړ پروت دی.
26په هغه وخت کې چې هغوی انتظار کاوه، ایهود وتښتېده. هغه د مجسمو څخه تېر شو او سعیرت ته ورسېده.
27کله چې ایهود د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېده، نو سرنی یې وواهه او اسراییلیان د هغه سره د غونډیو څخه راکوز شول او هغه یې مشري کوله.
28هغوی ته یې وویل: نو دوی د هغه پسې روان شول او د اردن ګودرونه یې چې موآب ته د تېرېدلو لاره وه ونیول او څوک یې نه پرېښودل چې له هغو څخه تېر شي.
29په هغه ورځ هغوی د موآبیانو نژدې لس زره تکړه عسکر ووژل، هیچا ونه شو کولی چې وتښتي.
30نو اسراییلیانو موآبیانو ته ماتې ورکړه او د اسراییلو په خاوره کې اتیا کاله ارامي وه.
31د ایهود څخه وروسته شمجر د عنات زوی مشر شو. هغه په چوکه باندې شپږسوه فلسطینیان ووژل او اسراییلیان یې ورڅخه وژغورل.