Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1د ایهود له مړینې څخه وروسته د اسراییلو خلکو بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو.
2نو څښتن هغوی یابین ته چې د کنعان یو پادشاه ؤ او په حاصور کې یې پادشاهي کوله په لاس ورکړل. د هغه د لښکر قوماندان سیسرا ؤ چې په حروشت حاجوئیم کې اوسېده.
3یابین نهه سوه د اوسپنې جنګي ګاډۍ درلودلې او شل کاله یې په اسراییلو باندې سخت ظلم وکړ، نو اسراییلیانو د مرستې دپاره خدای ته فریاد وکړ.
4په هغه وخت کې دبوره د لفیدوت ښځه پیغمبره وه او د قاضي په توګه یې د اسراییلو خدمت کاوه.
5هغه به د خرما د یوې ونې لاندې چې د دبورې په نوم یادېدله او د رامه او بیت ئیل ترمنځ د افرایم په غرنۍ سیمه کې وه کښېناستله. اسراییلیان به د خپلو دعوو د فیصله کولو په خاطر هغې ته راتلل.
6یوه ورځ هغې باراق د ابینوعم زوی چې د نفتالي په قادش کې اوسېده راوغوښت او ورته ویې ویل:
7زه به د یابین د لښکر قوماندان سیسرا راولم چې د قیشون د سیند په غاړه ستاسو سره جګړه وکړي. د هغه سره به خپلې جنګي ګاډۍ او عسکر وي، خو زه به هغه تاته تسلیم کړم.>
8بیا باراق هغې ته وویل:
9دبورې وویل: نو دبوره له باراق سره قادش ته لاړه.
10باراق د زبولون او نفتالي د قبیلو خلک قادش ته راوغوښتل. لس زره نفره په هغه ځای کې سره راغونډ شول او باراق پسې روان شول. دبوره هم ورسره لاړه.
11په هغه وخت کې حابر چې د قینیانو له طایفې څخه ؤ، ځان یې د نورو قینیانو څخه چې هغوی هم د حوڅپرکی له اولادې څخه وو، بېل کړی ؤ او خپله خېمه یې قادش ته نژدې په صعنایم کې د څېړۍ د ونې په څنګ کې ودرولې وه. (حوڅپرکی د موسیٰ د ښځې ورور ؤ.)
12کله چې سیسرا خبر شو چې باراق د تابور غره ته تللی دی،
13هغه خپلې ټولې نهه سوه جنګي ګاډۍ او خپل ټول نفر راوغوښتل او هغوی له حروشت حاجوئیم څخه د قیشون د سیند خواته روان شول.
14بیا دبورې باراق ته وویل: نو باراق د خپلو لسو زرو نفرو سره د تابور له غره څخه راکوز شو.
15کله چې باراق د خپل لښکر سره حمله وکړه، څښتن سیسرا د خپلو ټولو جنګي ګاډیو او نفرو سره وارخطا کړ. سیسرا له خپلې ګاډۍ څخه کوز شو او وتښتېده.
16باراق تر حروشت حاجوئیم پورې د جنګي ګاډیو او لښکرو پسې شو او د سیسرا ټول لښکر ووژل شو. یو نفر هم ژوندی پاتې نه شو.
17سیسرا د یاعیل یعنې د قیني حابر د ښځې خېمې ته وروتښتېده، ځکه چې د حاصور د پادشاه یابین او د قیني د طایفې ترمنځ دوستانه اړیکې موجودې وې.
18یاعیل د سیسرا هرکلي ته ورغله او ورته ویې ویل: نو سیسرا د هغې خېمې ته ورننوت او یاعیل هغه په بړستن کې پټ کړ.
19سیسرا هغې ته وویل: هغې د شیدو ژی خلاص کړ او لږې شیدې یې ورته ورکړې او هغه یې بېرته پټ کړ.
20سیسرا هغې ته وویل:
21سیسرا ډېر ستړی شوی ؤ او په درانده خوب ویده شو. بیا یاعیل د حابر ښځې د خېمې یو مېخ او څټک راواخیستل او غلې غلې سیسرا ته ورغله. هغې دا مېخ د هغه په شقیقه باندې داسې ټک واهه چې سر یې په ځمکه کې ننوت او سیسرا مړ شو.
22کله چې باراق د سیسرا د لټولو دپاره راغی، نو یاعیل د هغه مخې ته ورغله او ویې ویل: نو باراق د هغې سره خېمې ته ننوت او هلته سیسرا په داسې حال کې چې مېخ یې په سر کې ننوتی ؤ، مړ پروت ؤ.
23نو په هغه ورځ خدای اسراییلیانو ته د کنعان په پادشاه یابین باندې بری ورکړ.
24له هغې ورځې څخه وروسته اسراییلیان د یابین په مقابل کې قوي کېدل، ترڅو چې هغه یې له منځه یووړ.