Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1په هغه ورځ دبورې او د ابینوعم زوی باراق دا سندره وویله:
3تاسې واورئ پادشاهانو وکړئ پام ای حاکمانوغږومه به زه ساز وایم به سندرهاسراییلو څښتن خدای ته
4کله لاړې د سعیره نه چې څښتنهچې راووتې د سیمې له ادومهځمکه په لړزه شوه له اسمانه باران راغیهو اوبه شولې راتوی د ورېځو ځنی
5غرونه په لړزه شول د سینا د څښتن مخ کېد څښتن د اسراییلو خدای په مخ کې
6د عنات د زوی شمجر په زمانه کېد یاعیل په زمانه کېسرکونه خطرناک وو کاروانو تهمسافر په کږو لارو باندې تلل
7ای دبورې، د اسراییلو کلي وران پاتې شولستا تر راتګه پورې تش پاتې شولد یوې مور په شان ته راغلې اسراییلو لره
8کړل اسراییلو کله غوره چې خدایان نويبیا په دې خاوره باندې جنګ راغید څلوېښت زرو اسراییلو منځ کېیوه نېزه او یا یو سپر هم نه ؤ
9زه د اسراییل د قوماندې د مشرانو طرفدار یمهد هغو خلکو په خوا چې حاضر شوي دي په خپله خوښهد څښتن ستاینه وکړئ!
10واورئ ای کسانو چې سپرېږئ په ښو خرو باندېاو کښېنئ په کتو باندېاو هم هغو کسانو چې پیاده ګرځئ
11د سندرغاړو اوازونه ګودرو کې واورئبیانوي چې د څښتن فتحېفتحې د قوم د اسراییلو فتحېبیا د څښتن قوم ښکته روان شوپه طرف د دروازو یې د ښارګوټي
12شه راویښه، شه راویښه، دبورې!شه راویښه په سندره کړه لاس پورېای باراقه، ای ته زوی د ابینوعمهپاڅه بوځه اسیران درسره خپل دې
13بیا چې کوم خلک پاتې شوي ووشو دوی راکوز خپلو مشرانو تهد څښتن قوم ماته راغی چې جګړې ته اماده ؤ
14راغلل هغوی لاندې درې ته له افرایمه څخهد بنیامین او د هغوی د خلکو پسېله ماخیر څخه راکوز قوماندانان شولمنصبداران له زبولونه راغلل
15د دبورې سره مشران د یساکار راغللهو، یساکار او هم باراق راغیدوی شول په منډه په دره کې د باراق پسېخو د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاقپرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه
16خپلو پسونو سره ولې تاسو پاتې شولئچې غوږ ونیسئ شپنو ته چې رمو ته اوازونه کاندي؟هو، د روبین په قبیله کې شو پیدا نفاقپرېکړه یې ونه شوه کولی چې دوی راشي که نه
17قبیله د جاد شوه پاتې د اردن د سیند ختیځ کېاو قبیله د دان شوه پاتې د کشتیو سرهقبیله د اشیر پاتې شوه په غاړه د دریاب کېبندرونو ته نژدې هغوی ساکن شول
18خو د زبولون او نفتالي خلکود جنګ میدان کې خپل ژوندون خطر کې واچاوه
19پادشاهان راغلل، په تعنک کې د مجدو د ویالې څنګ کېهغوی وکړله جګړهد کنعان شاهانو وکړله جګړهخو هغوی سپین زر یونوړل
20ستورو کوله چې جګړه د اسمانونو څخهچې په اسمان کې ګرځېدل به هغوی یو خوا بل خواد سیسرا په ضد هغوی جګړه کوله
21دښمنان له منځه یوړل د قیشون سیلابد قیشون څپې وهونکي سیندای زما ځانه، روانېږه او قوي اوسه
22د سیسرا اسونه تلل ښه په ترپکو باندېځمکه یې چیته کړله خپلو سومانو باندې
23د څښتن فرښته وایي: په میروز لعنت ووایئد هغه ځای په اوسېدونکو سخت لعنت ووایئځکه چې دوی د څښتن مرستې ته راغلي نه ديچې د غښتلیو جنګیالیو مقابله کې د څښتن سره کومک وکړي
24ډېره بختوره ده یاعیلڅوک چې ده ښځه د حابر قینيزیات برکت دې هغه ومومي تر ټولو ښځوچې په خېمو کې اوسي
25سیسرا وغوښتې اوبه خو هغې ورکړې شیدېپه شاهانه جام کې یې و��کړې شړومبې
26هغې واخیست په یو لاس کې د خېمې مېخاو په بل لاس کې یې څټک د مزدورهغې وواهه سیسرا او کړه ورماته یې کوپړۍاو شقیقه یې کړه سورۍ د هغه
27سیسرا ولوېدلو پښو ته د هغېهغه وغورزېد او هلته پروت ؤهغه وغورزېده پښو ته د هغې او ولوېدهغه په ځمکه باندې مړ پرېوت
28د سیسرا مور د کړکۍ نه وکتلپه ځیر ځیر یې د جالۍ له شا کتلهغې وکړله پوښتنه: په راتلو کې د هغه جنګي ګاډۍ ولې ځنډ وکړ؟ولې نه اورو اواز د ګاډۍ د عرابو؟
29پوهې ملګرې د هغې ورته ځواب ورکويتکراروي هغه له ځانه سره دا خبرې:
30هغوی نیولی غنیمت او هغه وېشي سرهیوه نجلۍ یا دوه انجونې هر عسکر دپارهرنګین لباس سیسرا دپارهګلدوزي شوې ټوټې زما غاړې ته
31ای څښتنه! دښمنان دې ستا هلاک شي د سیسرا په ډول ټولخو دوستان دې ستا ځلیږي د روښانه لمر په شان>له هغې وروسته په هغه خاوره کې څلوېښت کاله ارامي وه.