Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1د اسراییلو قوم یو ځل بیا داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې بد وو، نو څښتن د مدیانیانو قوم پرېښود چې په هغوی باندې اووه کاله حکومت وکړي.
2مدیانیان دومره ظالمان وو چې د اسراییلو خلک د هغوی څخه په سمڅو او د غونډیو په نورو خوندي ځایونو کې پټېدل.
3هرکله چې به اسراییلیانو خپل فصلونه کرل، نو مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک به راتلل او په هغوی باندې به یې حمله کوله.
4دوی په هغه ځمکه کې خېمې ودرولې او د ځمکې حاصلات به یې تر غزې پورې له منځه وړل. له هغوی څخه به یې ټول پسونه، غوایان او خره بیول او د اسراییلیانو دپاره یې هیڅ شی نه پرېښود چې ژوند ورباندې وکړي.
5هغوی به د خپلو څارویو او خېمو سره لکه د ملخانو په شان راتلل. هغوی او د هغوی د اوښانو شمېر دومره زیات ؤ چې حساب یې نه شو کېدلی. دوی به راتلل او ځمکه به یې ویجاړوله
6او اسراییلیان د هغوی په مقابل کې بې وسه شول.
7نو د اسراییلو قوم د مدیانیانو په ضد څښتن ته د مرستې دپاره فریاد وکړ
8او هغه ورته یو پیغمبر راولېږه چې هغوی ته یې د اسراییلو د څښتن خدای له خوا دا پیغام راوړ:
9تاسو مې د مصریانو او هغو ټولو خلکو څخه چې په دې خاوره کې یې په تاسو باندې ظلم کاوه وژغورلئ. هغوی مې ستاسو له مخې څخه لېرې کړل او د هغوی ځمکه مې تاسو ته درکړه.
10تاسو ته مې وویل چې زه ستاسو څښتن خدای یم او که څه هم تاسو د اموریانو په خاوره کې اوسېږئ، مګر د هغو د خدایانو عبادت مه کوئ. خو تاسو زما خبرو ته غوږ ونه نیوه.>
11یوه ورځ د څښتن فرښته د عفره کلي ته راغله او د څېړۍ د ونې لاندې چې د یوآش ابیعزري ونه وه کښېناستله. د یوآش زوی جدعون په پټه د شرابو په ګاڼۍ کې غنم ټکول چې مدیانیان یې ونه ویني.
12په هغه ځای کې د څښتن فرښته جدعون ته ښکاره شوه او ویې ویل:
13جدعون په ځواب کې وویل:
14بیا څښتن هغه ته مخ ورواړاوه او ویې ویل:
15جدعون په ځواب کې وویل:
16څښتن په ځواب کې وویل:
17جدعون وویل:
18مهرباني وکړه زما د راتګه پورې همدلته اوسه چې زه خپله نذرانه راوړم او ستا په حضور کې یې کېږدم.>څښتن وویل:
19جدعون کور ته ننوت او یو سېرلی یې حلال کړ. د هغه غوښه یې پخه کړه، لس کیلوګرامه اوړه یې راواخیستل او فطیره ډوډۍ یې ورڅخه پخه کړه. بیا هغه غوښه په یوه ټوکرۍ کې واچوله، د هغې ښوروا یې هم په یوه کاسه کې واچوله، د څښتن فرښتې ته ��ې چې د څېړۍ د ونې لاندې ناسته وه راوړه او د هغې په مخ کې یې کېښودله.
20فرښتې هغه ته وویل: او جدعون همداسې وکړل.
21د څښتن فرښتې د امسا په څوکې باندې چې په لاس کې یې وه غوښه او ډوډۍ لمس کړه. د ګټ څخه د اور لمبه پورته شوه او غوښه او ډوډۍ یې وسوزوله. وروسته بیا فرښته پناه شوه.
22کله چې جدعون پوه شو چې دا د څښتن فرښته وه، هغه له وېرې وویل:
23خو څښتن هغه ته وویل:
24جدعون د څښتن دپاره د قربانۍ ځای جوړ کړ او دا نوم یې ورباندې کېښود چې . او تر اوسه پورې هغه د ابیعزریانو د عفره په کلي کې پاتې دی.
25په هماغه شپه څښتن جدعون ته وویل:
26بیا خپل څښتن خدای ته ستاسو د کلي د غونډۍ په ډېر لوړ ځای باندې د قربانۍ یو مناسب ځای جوړ کړه. د اور دپاره د اشیره د بت د لرګیو څخه کار واخله او هغه غویی حلال کړه او د سوزېدونکې نذرانې په توګه یې وړاندې کړه.>
27نو جدعون د خپلو نوکرانو څخه لس نفره له ځان سره بوتلل او د څښتن په خبره باندې یې عمل وکړ. نو څرنګه چې هغه د خپلې کورنۍ او د کلي د نورو خلکو څخه وېرېده چې د ورځې له خوا دا کار وکړي نو هغه کار یې د شپې له خوا وکړ.
28کله چې سبا سهار وختي د کلي خلک پاڅېدل، هغوی ولیدل چې د بعل د قربانۍ ځای وران شوی ؤ او د اشیره بت چې د هغه په څنګ کې ؤ راغورزېدلی ؤ او غویی د قربانۍ په نوي ځای کې قرباني شوی ؤ.
29هغوی د یو بل څخه پوښتنه وکړه: کله چې هغوی د دې خبرې څېړنه وکړه، نو معلومه شوه چې جدعون د یوآش زوی دا کار کړی دی.
30نو د کلي خلکو یوآش ته وویل:
31مګر یوآش هغو ټولو خلکو ته چې د هغه مخالف وو وویل:
32له هغه وخت څخه راپدېخوا جدعون د یربعل په نوم مشهور شو، ځکه چې یوآش وویل:
33بیا ټول مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک سره راټول شول، هغوی د اردن د سیند څخه تېر شول او د یزرعیل په دره کې یې خېمې ودرولې.
34په جدعون باندې د څښتن روح نازل شو او هغه سرنی وواهه او د ابیعزر د طایفې خلک یې راوغوښتل او هغوی د جدعون پسې روان شول.
35جدعون د منسي ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې راشي او د هغه سره یوځای شي. همدارنګه هغه د اشیر، زبولون او نفتالي قبیلو ته هم استازي ولېږل او هغوی راغلل او د جدعون سره یوځای شول.
36بیا جدعون خدای ته وویل:
37ښه ده، زه به د پسه وړۍ په درمند باندې کېږدم. که چېرې سهار یوازې په وړیو باندې پرخه پرته وي او ځمکه وچه وي، بیا به زه پوه شم چې ته به اسراییلیان زما په لاس وژغورې.>
38او کټ مټ همداسې وشول. کله چې جدعون بله ورځ سهار وختي پاڅېده، هغه لاړ او د پسه وړۍ یې په کاسه کې وزبېښلې او کاسه د اوبو څخه ډکه شوه.
39بیا جدعون خدای ته وویل:
40په هغه شپه خدای همداسې وکړل. سهار یوازې وړۍ وچې وې، خو ځمکه په پرخې باندې لنده وه.