Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1یوه ورځ سهار وختي جدعون د خپلو ټولو نفرو سره پاڅېده، هغوی لاړل او د حرود د چینې په خوا کې یې خېمې ودرولې. د مدیانیانو کمپ د هغوی شمال خواته د موره غره ته نژدې په یوه دره کې ؤ.
2څښتن جدعون ته وویل:
3نو خلکو ته اعلان وکړه او ووایه چې هرڅوک چې ډارن وي او له جنګ څخه وېریږي هغه دې بېرته کور ته لاړ شي او مونږ به دلته د جلعاد په غره کې پاتې شو.> نو دوه ویشت زره نفره بېرته لاړل او یوازې لس زره نفر پاتې شول.
4څښتن جدعون ته وویل:
5کله چې جدعون خپل سړي لاندې اوبو ته بوتلل، څښتن هغه ته وویل:
6یوازې د سړیو درې سوو یې په لاسونو اوبه وڅښلې. نورو ټولو خپل زنګنونه لاندې ولګول او اوبه یې د ویالې نه په خلو وڅښلې.
7څښتن جدعون ته وویل:
8نو جدعون یوازې درې سوه نفر د ځان سره وساتل او د پاتې نفرو څخه یې خواړه او سرني راټول کړل او هغوی یې خپلو کورونو ته رخصت کړل. د مدیانیانو کمپ د هغوی څخه لاندې په دره کې ؤ.
9هغه شپه څښتن په جدعون باندې امر وکړ:
10خو که چېرې ته د حملې کولو څخه وېرېږې، نو د خپل نوکر فوره سره کمپ ته کوز شه.
11نو ته به د مدیانیانو خبرې واورې چې څه وایي. وروسته به جرأت پیدا کړې چې په کمپ باندې حمله وکړې.> نو هغه د خپل نوکر سره د کمپ پوستې ته کوز شو.
12مدیانیان، عمالیقیان او د دښتې د قبیلو خلک لکه د ملخانو په شان په دره کې خپاره شوي وو او هغوی د دریاب د شګو په شان بې شمېره اوښان درلودل.
13کله چې جدعون هلته ورسېده، هغه واورېدل چې یو نفر خپل ملګري ته خپل خوب بیانوي. هغه ویل:
14د هغه ملګري په ځواب کې وویل:
15کله چې جدعون دا خوب او د هغه تعبیر واورېده، هغه په سجده پرېوت او د څښتن عبادت یې وکړ. بیا هغه بېرته د اسراییلو کمپ ته ستون شو او غږ یې وکړ:
16هغه دا درې سوه نفره په دریو ډلو ووېشل او هر یو ته یې یو سرنی او یو خالي منګی چې څراغ په کې ؤ ورکړ.
17او هغوی ته یې وویل:
18کله چې ما او زما ډلې سرني ووهل، تاسو هم د کمپ په شاوخوا کې سرني ووهئ او چیغې ووهئ: مونږ د څښتن او جدعون دپاره جنګېږو.>
19جدعون د خپلو سلو نفرو سره د ��یمې شپې څخه مخکې د مدیانیانو د کمپ څنډې ته ورسېد، په هماغه وخت کې پهره بدله شوې وه. دوی سرني ووهل او هغه منګي چې په لاسونو کې یې وو هغه یې مات کړل
20او نورو دوو ډلو هم همداسې وکړل. هغوی ټولو په خپلو چپو لاسونو کې څراغونه نیولي وو او په ښي لاسونو کې یې سرني نیولي وو او چیغې یې وهلې:
21هر نفر په خپل ځای د کمپ شاوخوا کې ولاړ ؤ او د دښمن ټولو لښکرو چیغې وهلې او وتښتېدل.
22په داسې حال کې چې د جدعون نفرو سرني وهل، څښتن د دښمنانو لښکرې په خپل منځ کې سره په جنګ اخته کړلې او هغوی په یو بل باندې د تورو په واسطه حمله وکړه. هغوی د بیت شطه څخه د صریرت خواته د آبل محولا پورې چې طبات ته نژدې ؤ وتښتېدل.
23بیا جدعون د نفتالي او اشیر قبیلو او له ټول منسي څخه نفر راوغوښتل او هغوی راغلل او په مدیانیانو پسې شول.
24جدعون د افرایم ټولې غرنۍ سیمې ته استازي ولېږل چې هغوی ته ووایي: نو د افرایم ټول نفر راغونډ شول او تر بیت باره پورې یې د اردن سیند او ویالې ونیولې.
25هغوی د مدیانیانو دوه مشران چې غراب او زیب نومېدل ونیول. غراب یې د غراب په ګټ وواژه او زیب یې د شرابو جوړولو په ځای کې چې د زیب په نوم یادېده وواژه. دوی د مدیانیانو تعقیبولو ته دوام ورکړ او د غراب او زیب سرونه یې د اردن د سیند په ختیځ کې جدعون ته راوړل.