Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1یوه ورځ شمشون د فلسطینیانو ښار غزې ته لاړ او هلته هغه یوه فاحشه ولیدله او د هغې کور ته ورغی چې شپه ورسره تېره کړي.
2د غزې خلک خبر شول چې شمشون هلته دی. نو هغوی هغه ځای محاصره کړ او هغه ته یې ټوله شپه د ښار په دروازه کې انتظار وکړ. هغوی ټوله شپه غلي وو او د ځانونو سره یې ویل:
3مګر شمشون تر نیمې شپې پورې هلته په بستره کې پروت ؤ. بیا هغه پاڅېده او د ښار دروازه یې د هغې د چوکاټ سره راونیوله او د اړم او ټولو شیانو سره یې وویستله. هغه یې په خپلو اوږو باندې کېښوده او د هغې غونډۍ سرته یې چې حبرون ته مخامخ وه یوړله.
4څه موده پس، شمشون په یوې نجلۍ باندې چې دلیله نومېدله مین شو، څوک چې د سورق په دره کې اوسېدله.
5د فلسطینیانو مشران هغې ته ورغلل او ورته ویې ویل:
6نو دلیلې شمشون ته وویل:
7شمشون په ځواب کې وویل:
8نو فلسطیني مشرانو دلیلې ته د کمان اووه نوي مزي چې وچ شوي نه وو راوړل او هغې شمشون وتاړه.
9دلیلې یو څو نفره د خپل کور په بله کوټه کې پټ کړي وو، نو هغې شمشون ته غږ وکړ: مګر شمشون هغه مزي لکه د اومړي په شان چې په اور کې سوزېدلی وي وشکول. نو هغوی د شمشون د زور په راز پوه نه شول.
10بیا دلیلې شمشون ته وویل:
11هغه وویل:
12نو دلیلې نوې رسۍ راواخیستې او شمشون یې ورباندې وتاړه. د مخکې ځل په شان نفر په بله کوټه کې پټ وو. هغې شمشون ته غږ وکړ: مګر هغه د خپلو لاسونو څخه رسۍ لکه د تارونو په شان وشکولې.
13بیا دلیلې شمشون ته وویل: هغه په ځواب کې وویل: نو په هغه وخت کې چې هغه ویده ؤ، دلیلې د هغه د سر اووه کوڅۍ له تار سره واوبدلې
14او په مېخ باندې یې کلکې کړې.هغې بیا شمشون ته غږ وکړ: هغه د خوب څخه راویښ شو او کارګاه یې د مېخ او تارونو سره راوویستله.
15نو دلیلې هغه ته وویل:
16دلیلې په دې خبرو باندې چې هره ورځ به یې شمشون ته کولې، هغه ډېر تنګ کړ.
17نو شمشون آخر هغې ته خپل راز ووایه. هغه وویل:
18کله چې دلیله پوه شوه چې شمشون ورته حقیقت بیان کړ، نو هغې د فلسطینیانو مشرانو ته دا خبر ورولېږه: نو هغوی راغلل او هغه پیسې چې د هغې سره یې وعده کړې وه له ځانه سره راوړې.
19دلیلې شمشون په خپل زنګون باندې ویده کړ، بیا هغې یو سړی راوغوښت او د شمشون د ویښتو اووه کوڅۍ یې وخریلې. نو دلیلې هغه کمزوری کړ او هغه خپل قوت له لاسه ورکړ.
20بیا هغې شمشون ته غږ کړ: هغه له خوبه راویښ شو او فکر یې وکړ چې زه به د مخکې په شان په یو ټکان سره خپل ځان ازاد کړم. مګر شمشون نه پوهېده چې څښتن هغه پرېښی ؤ.
21فلسطینیانو هغه ونیوه، سترګې یې ورڅخه وویستلې او غزې ته یې یووړ. هلته هغوی شمشون په برنجي زولنو وتاړه، په زندان کې یې واچاوه او مجبور یې کړ چې غلې دانې مېچن کړي.
22مګر له خریلو څخه وروسته د هغه ویښتانو بیا په راشنه کېدلو شروع وکړه.
23د فلسطینیانو مشران سره راغونډ شول چې جشن ونیسي او خپل خدای داجون ته یوه لویه قرباني وړاندې کړي. هغوی وویل:
24-
25هغوی خوشالي کوله او ویې ویل: کله چې هغوی شمشون له زندان څخه راوویست، هغه یې مجبور کړ چې د دوی دپاره ساعت تېري جوړه کړي، نو هغه یې د ستنو ترمنځ ودراوه. کله چې خلکو هغه ولید، نو د خپل خدای ستاینه یې وکړه او ویې ویل:
26شمشون هغه هلک ته چې دی یې له لاسه نیولی ؤ وویل:
27هغه عبادتخانه له سړیو او ښځو څخه ډکه وه. د فلسطینیانو ټول مشران هلته موجود وو او په بام باندې نژدې درې زره سړي او ښځې وې چې شمشون ته یې کتل چې د هغوی دپاره یې ساعت تېري کوله.
28بیا شمشون څښتن ته دعا وکړه:
29نو شمشون هغه دوه منځنۍ ستنې چې ودانۍ ورباندې ولاړه وه ونیولې، یو لاس یې په یوې او بل لاس یې په بلې ستنې باندې کېښود. ستنې یې ټېل وهلې
30او چیغې یې کړې: هغه په خپل ټول قوت سره ستنې ټېل وهلې او هغه ودانۍ په ټولو مشرانو او نورو خلکو باندې چې په هغه ځای کې وو راولوېده. نو په دې ډول د هغو خلکو شمېر چې شمشون د خپل مرګ په وخت کې ووژل د هغو خلکو څخه زیات ؤ کوم چې هغه په خپل ټول ژوندانه کې وژلي وو.
31د هغه ورونه او پاتې کورنۍ راغله چې د هغه مړی یوسي. هغوی د شمشون مړی بېرته یووړ او د خپل پلار مانوح په هدیره کې یې چې د زرعه او اشتاول ترمنځ پرته وه، ښخ کړ. شمشون شل کاله د اسراییلو مشر ؤ.