Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1څه موده وروسته د غنمو د لو په وخت کې شمشون د خپلې ښځې د لیدلو دپاره ورغی او هغې ته یې د سوغات په توګه یو سېرلی یووړ. شمشون د هغې پلار ته وویل: مګر هغه ورته اجازه ورنه کړه چې دننه لاړ شي.
2هغه شمشون ته وویل:
3شمشون وویل:
4نو هغه لاړ او درې سوه ګیدړان یې ونیول او یوه یوه جوړه یې لکۍ په لکۍ سره وتړل. بیا هغه د لکیو په هرې جوړې پورې یو یو څراغ وتاړه.
5بیا یې څراغونو ته اور واچاوه او ګیدړان یې د فلسطینیانو په ولاړو فصلونو کې خوشې کړل. هغه د ګېډیو انبارونه او ولاړ فصلونه د انګورو او زیتونو د باغونو سره وسوزول.
6کله چې فلسطینیانو پوښتنه وکړه چې ، کوم چا هغوی خبر کړل چې نو فلسطینیان لاړل او هغه ښځه او د هغې پلار یې ژوندي وسوزول.
7شمشون هغوی ته وویل:
8شمشون په هغوی باندې ډېره سخته حمله وکړه او ډېر نفر یې ورڅخه ووژل. بیا هغه لاړ او د عیطام د ګټ په سمڅه کې اوسېده.فلسطینیانو ته د شمشون له خوا ماتې
9فلسطینیان لاړل او د یهودا په سیمه کې یې خېمې ودرولې او د لحي په ښارګوټي باندې یې حمله وکړه.
10د یهودا خلکو پوښتنه وکړه: هغوی په ځواب کې وویل:
11نو د یهودا درې زره نفره د عیطام د ګټ سمڅې ته لاړل او شمشون ته یې وویل: هغه په ځواب کې وویل:
12هغوی ورته وویل: شمشون وویل:
13هغوی وویل: نو هغوی په دوو نویو رسۍ ګانو باندې د هغه لاسونه وتړل او د ګټ څخه یې بېرته راوست.
14کله چې شمشون لحي ته ورسېد، فلسطینیان په منډه د هغه خواته ورغلل او چیغې یې وهلې. یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه رسۍ ګانې یې چې د هغه لاسونه ورباندې تړل شوي وو لکه د سوزېدلي کتان په شان وشلولې او هغه ولوېدلې.
15بیا شمشون د یوه داسې خره د ژامې هډوکی پیدا کړ چې په هماغو نژدې وختونو کې مردار شوی ؤ. هغه خپل لاس وراوږد کړ، هغه یې راواخیست او زر تنه یې ورباندې ووژل.
16نو شمشون وویل:ما زر نفره ووژلد خره د ژامې په هډوکي باندېما د مړو څخه جوړې ډېرۍ ګانې کړلېد خره د ژامې په هډوکي باندې
17کله چې هغه خپلې خبرې خلاصې کړې، نو د ژامې هډوکی یې په ځمکه وغورزاوه او هغه ځای یې د ژامې د هډوکي د غونډۍ په نوم یاد کړ.
18بیا شمشون ډېر تږی شو، نو هغه څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل:
19بیا خدای هلته په لحي کې په ځمکه کې د یو تش ځای څخه اوبه جاري کړلې. شمشون هغه وڅښلې او بیا یې قوت وموند او تازه شو. نو هغه چینه یې د فریاد کوونکي د چینې په نوم یاده کړه او هغه تر اوسه پورې په لحي کې ده.
20شمشون د فلسطینیانو د واکمنۍ په دوران کې شل کاله د اسراییلو یو مشر ؤ.