Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
20 verses
1یوه ورځ شمشون تمنې ته لاړ او هلته یې یوه فلسطینۍ نجلۍ ولیدله.
2کله چې هغه بېرته کور ته راستون شو نو خپل مور او پلار ته یې وویل:
3مګر مور او پلار یې ورڅخه پوښتنه وکړه: مګر شمشون خپل پلار ته وویل:
4د هغه مور او پلار نه پوهېدل چې دا کار د څښتن له طرفه ؤ، ځکه چې څښتن یوه موقع کتله چې د فلسطینیانو په مقابل کې کوم عمل وکړي. په هغه وخت کې فلسطینیانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه.
5نو شمشون د خپل مور او پلار سره تمنې ته روان شو. د تمنې د انګورو باغونو ته نژدې یو ځوان زمري په شمشون باندې حمله وکړه.
6یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه په تشو لاسونو زمری دوه ټوټې کړ لکه یو سېرلی چې دوه ټوټې شي. مګر هغه خپل مور او پلار ته په دې هکله څه ونه ویل.
7بیا هغه لاړ او د هغې نجلۍ سره یې خبرې وکړې او هغه یې خوښه شوه.
8څه موده وروسته کله چې شمشون د هغې سره د واده کولو دپاره بېرته روان شو، هغه د لارې څخه راوګرځېد چې د هغه زمري جسد وویني کوم یې چې وژلی ؤ. هغه زمري ته وکتل او حیران شو چې د هغه په بدن کې ډېرې د شاتو مچۍ او شات وو.
9هغه په خپلو لاسونو یو څه شات راوتوږل او په لاره کې یې وخوړل. بیا هغه خپل مور او پلار ته ورغی او هغوی ته یې هم لږ ورکړل او هغوی وخوړل. مګر شمشون هغوی ته ونه ویل چې دا شات یې د مړه زمري له بدن څخه راخیستي وو.
10د هغه پلار د واده دپاره تیاری نیوه چې شمشون هلته په تمنه کې یوه مېلمستیا چې په هغې زمانه کې د ځوانانو ترمنځ رواج ؤ جوړه کړه.
11کله چې فلسطینیانو ولیدل چې شمشون څه قسم سړی دی، نو هغوی خپلو دېرشو ځوانانو ته وویل چې د هغه سره په مېلمستیا کې پاتې شي.
12شمشون هغوی ته وویل:
13خو که چېرې تاسو ځواب رانکړ، تاسو باید ماته دېرش جوړه د کتان ساده کالي او دېرش جوړه ښکلي کالي راکړئ.>هغوی ورته وویل:
14هغه وویل:له خوړونکي څخه د خوړلو شی راووتله زورور څخه یو خوږ شی راووتله دریو ورځو وروسته بیاهم هغوی ونه شو کولی چې د معما ځواب پیدا کړي.
15په څلورمه ورځ هغوی د شمشون ښځې ته وویل:
16بیا د شمشون ښځه خپل مېړه ته په ژړا ورغله او ویې ویل: شمشون وویل:
17هغې د مېلمستیا په ټولو اوو ورځو کې وژړل. خو په اوومه ورځ هغه ورته د معما معنیٰ وویله، ځکه چې هغه یې ډېر تنګ کړ. بیا هغې د معما ځواب هغو ځوانانو ته ووایه.
18په اوومه ورځ د لمر پرېواته څخه مخکې د ښارګوټي خلک هغه ته راغلل او ویې ویل:د شاتو څخه به څه شی ډېر خوږ وي؟د زمري څخه به څه شی ډېر قوي وي؟شمشون ځواب ورکړ:زما په غوا باندې که تاسو قلبه کړې نه واینو دا معما به مو حل کړې نه وای
19یوناڅاپه د څښتن روح هغه قوي کړ او هغه د اشقلون ښار ته لاړ او د هغه ځای دېرش نفره یې ووژل. هغوی یې لوڅ کړل او د هغوی جامې یې هغو خلکو ته ورکړې چې معما یې حل کړې وه. بیا هغه ډېر په قهر سره بېرته د خپل پلار کور ته لاړ.
20او د شمشون ښځه د هغه ملګري ته چې په واده کې یې د هغه خدمت کاوه واده شوه.