Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه. نو څښتن فلسطینیان پرېښودل چې څلوېښت کاله په هغوی باندې حکومت وکړي.
2په هغه وخت کې د زرعه په ښارګوټي کې یو سړی اوسېده چې نوم یې مانوح ؤ او د دان له قبیلې څخه ؤ. د هغه ښځه شنډه وه او اولاد یې نه درلود.
3یوه ورځ د څښتن فرښته هغې ښځې ته ښکاره شوه او ورته ویې ویل:
4پام کوه چې هیڅ شراب یا بیر ونه څښې او حرام شیان ونه خورې.
5کله چې ستا زوی وشو نو هیڅکله باید د هغه ویښتان ونه خرایې، ځکه چې هغه به د زېږېدو له ورځې څخه د نذر په توګه خدای ته وقف شي. هغه به اسراییل د فلسطینیانو څخه وژغوري.>
6بیا هغه ښځه خپل مېړه ته ورغله او ورته ویې ویل:
7خو هغه راته وویل: ته به امیدواره شې او یو زوی به وزېږوې. شراب یا بیر به نه څښې او حرام شیان به نه خورې، ځکه چې دا هلک به له زېږېدو څخه نیولې د مړینې تر ورځې پورې د نذر په توګه څښتن ته وقف وي.>
8بیا مانوح څښتن ته دعا وکړه او ویې ویل:
9خدای د مانوح غوښتنه قبوله کړه او په داسې حال کې چې هغه ښځه په پټي کې ناسته وه، فرښته بېرته هغې ته راغله. په هغه وخت کې د هغې مېړه مانوح له هغې سره نه ؤ.
10نو هغه په منډه خپل مېړه ته ورغله او ویې ویل:
11مانوح د خپلې ښځې سره روان شو او هغه سړي ته ورغی او پوښتنه یې ورڅخه وکړه: هغه په ځواب کې وویل:
12بیا مانوح وویل:
13د څښتن فرښتې په ځواب کې وویل:
14هر شی چې د انګورو څخه جوړیږي هغه باید ونه خوري. هغه دې نه شراب څښي، نه بیر او نه دې حرام شیان خوري. هرڅه چې مې ورته ویلي دي په هغو باندې دې عمل وکړي.>
15-
16مانوح په دې نه پوهېده چې هغه د څښتن فرښته وه. نو هغې ته یې وویل: مګر فرښتې په ځواب کې وویل:
17مانوح وویل:
18فرښتې پوښتنه وکړه:
19نو مانوح یو سېرلی او یو څه غلې دانې واخیستل او په یو ګټ باندې یې څښتن ته وړاندې کړل. څښتن د مانوح او د هغه د ښځې د سترګو په وړاندې داسې عجیبه کار وکړ:
20-
21څنګه چې د اور لمبه د قربانۍ د ځای څخه د اسمان په لوري پورته شوه، نو مانوح او د هغه ښځې ولیدل چې د څښتن فرښته هم په هغې لمبې کې اسمان ته پورته شوه. نو بیا مانوح پوه شو چې هغه سړی د څښتن فرښته وه او مانوح او د هغه ښځه په ځمکه باندې پړمخې پرېوتل. هغوی بیا هیڅکله هغه فرښت�� ونه لیدله.
22مانوح خپلې ښځې ته وویل:
23مګر د هغه ښځې په ځواب کې وویل:
24هغې ښځې یو هلک وزېږاوه او په هغه باندې یې شمشون نوم کېښود. هغه لوی شو او څښتن هغه ته برکت ورکړ.
25او هغه وخت چې شمشون د زرعه او اشتاول ترمنځ د دان په کمپ کې ؤ، د څښتن روح د هغه په قوي کولو شروع وکړه.