Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
15 verses
1تد افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل:
2مګر یفتاح هغوی ته وویل:
3کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره له سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟>
4خو د افرایم خلکو وویل: نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه.
5جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې که چېرې هغه به وویل چې ،
6نو هغوی به ویل چې مګر هغه به ویل ځکه چې هغه به یې صحیح نه شو تلفظ کولی، نو هغه نفر به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.
7یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.
8له یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه.
9هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش انجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه.
10بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.
11له ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ لس کاله د اسراییلو مشري وکړه.
12بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.
13له ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ د اسراییلو مشر شو.
14هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه.
15بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ ښخ کړای شو.