Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
40 verses
1یفتاح یو زړور عسکر ؤ چې د جلعاد څخه ؤ. د هغه د پلار نوم جلعاد ؤ او مور یې فاحشه وه.
2جلعاد د خپلې نکاح کړې ښځې څخه نور زامن هم درلودل. کله چې هغوی لوی شول نو یفتاح یې له کوره وویست او ورته ویې ویل:
3نو یفتاح له خپلو ورونو څخه وتښتېد او د طوب په خاوره کې اوسېده او هلته د هغه په شاوخوا خوشې خلک راټول شول او د هغه پسې شول.
4څه موده وروسته عمونیانو د اسراییلو سره جنګ شروع کړ.
5نو د جلعاد مشران لاړل چې یفتاح د طوب د خاورې څخه راولي.
6هغوی هغه ته وویل:
7خو یفتاح په ځواب کې وویل:
8مشرانو وویل:
9یفتاح په ځواب کې وویل:
10د جلعاد مشرانو یفتاح ته په ځواب کې وویل:
11نو یفتاح د جلعاد د مشرانو سره لاړ او خلکو هغه خپل مشر او قوماندان وټاکه. کومې خبرې چې یفتاح مشرانو ته کړې وې، هغه یې په مصفه کې د څښتن په حضور کې تکرار کړلې.
12بیا یفتاح د عمون پادشاه ته استازي ورولېږل چې هغه ته ووایي:
13د عمون پادشاه د یفتاح استازو ته په ځواب کې وویل:
14یفتاح بېرته د عمون پادشاه ته استازي ورولېږل
15چې هغه ته ووایي:
16بلکه کله چې اسراییلیان له مصر څخه ووتل، هغوی د دښتې په لاره باندې سرې بحیرې ته او بیا قادش ته لاړل.
17بیا هغوی د ادوم پادشاه ته استازي ولېږل چې له هغه څخه د هغه د خاورې څخه د تېرېدلو دپاره اجازه واخلي، خو د ادوم پادشاه هغوی ته اجازه ورنه کړه. هغوی د موآب له پادشاه څخه هم دا غوښتنه وکړه، خو هغه هم اجازه ورنه کړه چې د هغوی د خاورې په لاره لاړ شي. نو اسراییلیان په قادش کې پاتې شول.
18بیا هغوی د دښتې په لاره لاړل او د ادوم او د موآب په هېوادونو باندې راتاو شول او د موآب ختیځ خواته راغلل. د ارنون د سیند په بله غاړه باندې یې خېمې ودرولې، مګر د ارنون د سیند څخه تېر نه شول ځکه چې هغه د موآب سرحد ؤ.
19بیا اسراییلیانو سیحون د اموریانو پادشاه ته چې پایتخت یې په حشبون کې ؤ، استازي ولېږل او له هغه څخه یې اجازه وغوښتله چې د هغوی د خاورې په لاره باندې خپل هېواد ته لاړ شي.
20مګر سیحون په اسراییلیانو باندې اعتبار ونه کړ چې د هغه د سیمې له لارې تېر شي. هغه خپل ټول نفر راغونډ کړل او په یاهص کې یې خېمې ودرولې او په اسراییلیانو باندې یې حمله وکړه.
21خو د اسراییلو څښتن خدای اسراییلیان په سیحون او د هغه په لښکر باندې بریالي کړل. نو اسرا��یلیانو د هغو اموریانو ټوله سیمه چې هغوی په کې اوسېدل ونیوله.
22هغوی د اموریانو ټوله سیمه د ارنون له سیند څخه د یبوق تر سیند پورې او د دښتې څخه د اردن تر سیند پورې ونیوله.
23نو دا د اسراییلو څښتن خدای ؤ چې د خپل قوم یعنې اسراییلو په خاطر یې اموریان وشړل. آیا تاسو د دې هڅه کوئ چې هغه بېرته واخلئ؟
24هرڅه چې تاسو ته خپل خدای کموش درکړي دي هغه تاسو خپلو ځانونو ته وساتئ، خو هرڅه چې زمونږ څښتن خدای مونږ ته راکړي دي هغه به مونږ خپلو ځانونو ته وساتو.
25آیا ته د صفور د زوی بالاق څخه چې د موآب پادشاه ؤ بهتر یې؟ آیا هغه کله د اسراییلو سره کومه دعوه کړې ده یا یې د هغوی سره جګړه کړې ده؟
26درې سوه کاله کیږي چې اسراییلیان په حشبون، عروعیر او د هغو شاوخوا کلیو او هغو ټولو ښارګوټو کې چې د ارنون د سیند په غاړه پراته دي اوسیږي. تاسو په هغه وخت کې ولې هغه بېرته ونه نیول؟
27ما ستا سره څه بدي نه ده کړې، بلکه ته زما سره بدي کوې او راغلی یې چې جګړه راسره وکړې. څښتن چې قاضي دی، پرېږده چې هغه نن د اسراییلیانو او عمونیانو ترمنځ پرېکړه وکړي چې زمونږ څخه کوم یو په حقه دی، اسراییل یا عمون.>
28خو د عمون پادشاه د یفتاح پیغام ته هیڅ توجه ونه کړه.
29بیا په یفتاح باندې د څښتن روح نازل شو. څنګه چې هغه د جلعاد او منسي څخه تېر شو، یو لښکر یې تیار کړ او د جلعاد مصفې ته راستون شو او له هغه ځای څخه عمون ته لاړ.
30یفتاح د څښتن سره قسم وخوړ او ویې ویل:
31نو کله چې زه په بریالیتوب سره راستون شم نو اولنی نفر چې زما د کور څخه به زما لیدلو ته راووزي، هغه به د څښتن وي او زه به هغه د سوزېدونکې نذارنې په توګه قرباني کړم.>
32نو یفتاح له سیند څخه تېر شو او د عمونیانو سره یې جګړه وکړه او څښتن هغه ته بری ورکړ.
33هغه د عروعیر څخه د منیت د شاوخوا سیمې پورې او د آبیل کرامیم پورې شل ښارګوټي له منځه یوړل. په هغه ځای کې زیاته وژنه وشوه او عمونیانو د اسراییلو له خوا ماتې وخوړله.
34کله چې یفتاح خپل کور ته چې په مصفه کې ؤ راستون شو، هغه نفر چې د هغه مخې ته ورغی د هغه لور وه، هغې نڅا کوله او چمبه یې وهله. دا د هغه یوازینی اولاد ؤ. له هغې پرته هغه نه زوی درلود او نه لور.
35کله چې هغه خپله لور ولیدله نو له غمه یې خپل کالي وشلول او چیغې یې کړې:
36هغې ورته وویل:
37مګر هغې د خپل پلار څخه دا غوښتنه وکړه:
38هغه وویل: او هغه یې پرېښودله چې د دوو میاشتو دپاره لاړه شي. هغه د نجونو سره غرونو ته لاړه او ویې ژړل ځکه چې هغه به ناواده شوې او بې اولاده مړه شي.
39وروسته له دوو میاشتو هغه بېرته خپل پلار ته راغله او د هغې پلار چې څښتن ته کوم نذر منلی ؤ هغه یې پوره کړ او هغه پېغله وه چې مړه شوه.له دې وروسته دا په اسراییلو کې یو رواج شو
40چې هر کال به د اسراییلو پېغلې د څلورو ورځو دپاره وتلې او د جلعادي یفتاح د لور دپاره به یې ویر کاوه.