Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د ابیملک له مړینې څخه وروسته د فواه زوی او د دودو لمسی تولع د اسراییلو د ژغورلو دپاره راغی. هغه د یساکار له قبیلې څخه ؤ او د افرایم په غرنۍ سیمه کې د شامیر په ښارګوټي کې اوسېده.
2هغه درویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ. بیا هغه مړ شو او په شامیر کې ښخ کړای شو.
3له تولع څخه وروسته جلعادي یائیر راغی. هغه دوه ویشت کاله د اسراییلو مشر ؤ.
4هغه دېرش زامن درلودل چې هر یو خپل خر درلود. هغوی په جلعاد کې دېرش ښارګوټي درلودل چې تر نن ورځې پورې د یائیر د ښارګوټو په نوم یادیږي.
5کله چې یائیر مړ شو هغه په قامون کې ښخ کړای شو.
6اسراییلیانو یو ځل بیا د څښتن په مقابل کې ګناه وکړه او د بعل او عشتاروت بتانو او د سوریې، صیدون، موآب، عمون او فلسطین خدایانو ته یې په عبادت لاس پورې کړ. هغوی څښتن پرېښود او د هغه عبادت کول یې بس کړل.
7نو څښتن په هغوی باندې په قهر شو او هغوی یې فلسطینیانو او عمونیانو ته په لاس ورکړل،
8اتلس کاله هغوی ظلم وکړ او ټول اسراییلیان یې چې په جلعاد کې د اردن د سیند ختیځ خواته د اموریانو په هېواد کې اوسېدل وځورول.
9عمونیان د یهودا، بنیامین او افرایم د قبیلو سره د جګړې دپاره حتیٰ د اردن له سیند څخه تېر شول. اسراییلیان په ډېر لوی مصیبت اخته شول.
10بیا اسراییلیانو څښتن ته فریاد وکړ او ویې ویل:
11څښتن هغوی ته دا ځواب ورکړ:
12صیدونیانو، عمالیقیانو او معونیانو په تاسو باندې ظلم کاوه او تاسو ماته فریاد وکړ، آیا له هغوی څخه مې ونه ژغورلئ؟
13خو تاسو زه پرېښودم او د نورو خدایانو عبادت مو وکړ، نو زه به نور تاسو ونه ژغورم.
14لاړ شئ هغو خدایانو ته فریاد وکړئ چې تاسو خپلو ځانونو دپاره غوره کړي دي. کله چې د تکلیف سره مخامخ کېږئ نو پرېږدئ چې هغوی مو وژغوري.>
15خو د اسراییلو خلکو څښتن ته وویل:
16نو هغوی له پردیو خدایانو څخه لاس واخیست او د څښتن عبادت یې شروع کړ. نو څښتن نور د هغوی تکلیفونه نه شول لیدلی.
17بیا د عمونیانو لښکرې د جنګ دپاره تیارې شوې او په جلعاد کې یې خېمې ودرولې. اسراییلیان سره راغونډ شول او د جلعاد په مصفه کې یې خېمې ودرولې.
18د جلعاد مشرانو یو او بل ته وویل: