Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
55 verses
1تیوه ورځ د جدعون زوی ابیملک خپلو ماما ګانو ته چې په شکیم کې وو ورغی، هغوی او د خپلې مور ټولې طایفې ته یې وویل:
3کله چې د هغه ماماګانو دا ټولې خبرې د شکیم خلکو ته وکړې، نو هغوی پرېکړه وکړه چې د ابیملک څخه پیروي وکړي، ځکه چې هغه یې خپلوان ؤ.
4هغوی هغه ته د بعل بریت له بتخانې څخه اویا مثقاله سپین زر ورکړل او په هغو باندې یې لنډغران اجیر ونیول چې د هغه سره یوځای شي.
5هغه د خپل پلار کور ته چې په عفره کې ؤ لاړ او د یوې تیږې په سر باندې یې خپل اویا ناسکه ورونه ووژل. خو یوتام چې د جدعون کشر زوی ؤ ځان ورڅخه پټ کړ او ژوندی پاتې شو.
6بیا د شکیم او بیت ملو ټول سړي سره راغونډ شول او د څېړۍ مقدسې ونې ته چې په شکیم کې وه ورغلل او د ابیملک په سر یې د پادشاهۍ تاج کېښود.
7کله چې یوتام له دې څخه خبر شو، هغه د جرزیم د غره سرته وخوت او هغوی ته یې چیغې کړې:
8یو وخت ونې سره راټولې شولې چې د ځانونو دپاره یو پادشاه وټاکي. هغوی د زیتون ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه.
9خو د زیتون ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو تېلو د تولیدولو څخه چې د خدایانو او انسانانو د احترام دپاره استعمالیږي، لاس واخلم؟
10بیا ونو د اینځر ونې ته وویل: ته زمونږ پادشاه شه.
11مګر د اینځر ونې په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلې ښې او خوږې مېوې له تولیدولو څخه لاس واخلم؟
12بیا ونو د انګورو تاک ته وویل: راځه زمونږ پادشاه شه.
13خو تاک هم په ځواب کې وویل: آیا زه په تاسو باندې د پادشاهۍ کولو په خاطر د خپلو شرابو د تولیدولو څخه چې خدایان او انسانان خوشالوي، لاس واخلم؟
14په پای کې ټولو ونو د اغزیو بوټي ته وویل: راځه ته زمونږ پادشاه شه.
15د اغزیو بوټي په ځواب کې وویل: که چېرې تاسو په رښتیا غواړئ چې زه ستاسو پادشاه شم، بیا راشئ او زما د سیوري لاندې پناه واخلئ. که نه، نو زما د اغزینو څانګو څخه به د اور لمبه پورته شي او حتیٰ د لبنان د صبر ونې به هم وسوزوي.
16-
18زما پلار جدعون ستاسو په خاطر خپل ژوند په خطر کې واچاوه، ستاسو دپاره یې جنګ وکړ او تاسو یې د مدیانیانو څخه وژغورلئ. آیا تاسو هغه ته په بدل کې د هغه د کورنۍ سره مهرباني وښودله؟ نه، تاسو داسې ونه کړل. تاسو د هغه د کورنۍ په مقابل کې راپورته شوئ او په هغې تیږې باندې مو د هغه اویا زامن ټول ووژل.آیا دا صحیح کار ؤ چې تاسو ابیملک خپل پادشاه کړ؟ هغه فقط زما د پلار د وینځې زوی دی. خو یوازې په دې خاطر چې هغه ستاسو خپلوان دی، هغه مو د شکیم پادشاه کړ.
19نو که چېرې هغه کار چې تاسو نن د جدعون او د هغه د کورنۍ سره وکړ، د اخلاص او صداقت له مخې وي، نو بیا تاسو دې د ابیملک څخه خوشاله اوسئ او هغه دې ستاسو څخه خوشاله اوسي.
20که نه، نو له ابیملک څخه دې د اور لمبه راووزي او د شکیم او بیت ملو سړي دې وسوزوي. او د شکیم او بیت ملو له سړیو څخه دې د اور لمبه راووزي او ابیملک دې وسوزوي.>
21بیا یوتام وتښتېده او لاړ چې په بئیر کې واوسیږي، ځکه چې هغه د خپل ورور ابیملک څخه وېرېده.
22ابیملک په اسراییلو باندې درې کاله حکومت وکړ.
23بیا خدای د ابیملک او د شکیم د خلکو ترمنځ دښمني پیدا کړه او هغوی د ابیملک په مقابل کې خیانت وکړ.
24دا کار د دې دپاره وشو ترڅو ابیملک او د شکیم خلک چې د هغه سره یې د جدعون د اویا زامنو په قتلولو کې مرسته کړې وه، د خپلو عملونو سزا وویني.
25د ابیملک په خلاف د شکیم خلکو په غونډیو باندې نفر په کمین کې کېنول او هرڅوک چې به له هغه ځایه تېرېده هغه به یې لوټاوه او ابیملک له دې کار څخه خبر شو.
26په دې وخت کې جعل د عابد زوی د خپلو ورونو سره شکیم ته کډه وکړه او د هغه ځای اوسېدونکو په هغه باندې اعتبار وکړ.
27د انګورو د حاصلاتو وخت راورسېده او د شکیم خلک خپلو باغونو ته ورننوتل او انګور یې راټول کړل. د هغو څخه یې شراب جوړ کړل او جشن یې ونیوه. بیا هغوی د خپل خدای عبادتخانې ته لاړل، هلته یې خوراک وکړ او شراب یې وڅښل او په ابیملک باندې یې ملنډې ووهلې.
28جعل وویل:
29کاشکې زه ستاسو مشر وای، نو تاسو به مې د ابیملک له شر څخه خلاص کړي وای. ما به هغه ته ویلي وای چې خپل ټول لښکر دې راوغواړه او جنګ ته راووزه!>
30کله چې د ښار والي زبول د جعل دا خبره واورېده، هغه ډېر په قهر شو.
31هغه په پټه ابیملک ته استازي ولېږل او استازو ورته وویل:
32ته باید د خپلو نفرو سره د شپې راشې او په پټیو کې پټ شې.
33سبا سهار د لمر خاته په وخت کې پاڅه او په ښار باندې یوه ناڅاپه حمله وکړه. کله چې جعل د خپلو نفرو سره ستا په مقابل کې جګړې ته راووزي، نو ته د هغوی سره په خپل ټول قوت مقابله وکړه.>
34نو د شپې له خوا ابیملک او د هغه لښکرې روانې شوې، هغوی په څلورو ډلو کې سره تقسیم شول او د شکیم څخه دباندې پټ شول.
35کله چې ابیملک او د هغه نفرو ولیدل چې جعل راوتلی او د ښار د دروازې په خولې کې ولاړ دی، نو هغوی د خپلو پټو ځایونو څخه راووتل.
36جعل هغوی ولیدل او زبول ته یې وویل: زبول په ځواب کې وویل:
37جعل بیا وویل:
38بیا زبول هغه ته وویل:
39جعل د شکیم نفر راوویستل او له ابیملک سره یې جګړه وکړه.
40جعل وتښتېد او ابیملک ورپسې شو. د ښار د دروازې تر خولې پورې ډېر نفر ټپیان پراته وو.
41ابیملک په ارومه کې سکونت اختیار کړ. زبول، جعل او د هغه ورونه له شکیم څخه وویستل، نو هغوی ونه شو کولی چې نور هلته واوسیږي.
42بله ورځ ابیملک خبر شو چې د شکیم خلک غواړي چې پټیو ته ووزي.
43نو هغه خپل نفر په دریو ډلو ووېشل او هغوی په پټیو کې پټ شول او انتظار یې کاوه. کله چې هغه ولیدل چې خلک له ښار څخه راوزي، نو هغوی د پټېدلو د ځای څخه راووتل او د شکیم په خلکو باندې یې حمله وکړه.
44ابیملک د خپلو نفرو سره په بیړه مخکې لاړ چې د ښار دروازه ونیسي، په دې وخت کې نورو دوو ډلو په هغو خلکو باندې چې په پټیو کې وو حمله وکړه او ټول یې ووژل.
45جنګ ټوله ورځ دوام وموند. هغوی ښار ونیوه او د هغه ځای خلک یې ووژل. ښار یې وران کړ او په ځمکه باندې یې مالګه وشیندله.
46د دې خبرې په اورېدلو سره کوم ښاریان چې د شکیم په برج کې وو د بعل بریت د بتخانې کلا ته ننوتل.
47کله چې ابیملک خبر شو چې هغوی هلته راټول شوي دي،
48نو د خپلو ټولو نفرو سره د صلمون غره ته وخوت. هغه تبر واخیست او یو څو څانګې یې پرې کړې او په خپلو اوږو یې کېښودلې. هغه په خپلو نفرو باندې حکم وکړ:
49نو هر سړي له ونې څخه یوه یوه څانګه پرې کړه، بیا هغوی ابیملک پسې روان شول او هغه لرګي یې د کلا په دېوالونو باندې کېښودل او هغه کلا یې وسوزوله. نو د شکیم د کلا ټول خلک چې تقریباً زر تنه نارینه او ښځې وې، مړه شول.
50بیا ابیملک د تاباز په ښار باندې حمله وکړه. ښار یې محاصره کړ او هغه یې ونیوه.
51دننه په ښار کې یو قوي برج ؤ چې د ښار ټول سړي او ښځې د مشرانو سره هغه ته وروتښتېدل. د خپلو ځانونو پسې یې دروازې وتړلې او بام ته وختل.
52کله چې ابیملک راغی چې په برج باندې حمله وکړي، نو دروازو ته ورغی چې برج ته اور واچوي.
53مګر یوې ښځې د بام له سر څخه د هغه په سر باندې د مېچنې پل راوغورزاوه او د هغه کوپړۍ یې ماته کړه.
54ابیملک په چالاکۍ سره خپل عسکر ته چې وسلې یې ورسره انتقالولې غږ وکړ: نو هغه ځوان د هغه په ګېډه کې توره ورومنډله او هغه مړ شو.
55کله چې اسراییلیانو ولیدل چې ابیملک مړ دی، نو ټول خپلو کورونو ته لاړل.
56په دې ډول خدای د ابیملک څخه د هغه جرم بدله واخیسته کوم چې هغه د خپل پلار په مقابل کې کړی ؤ او خپل اویا ورونه یې وژلي وو.
57همدارنګه خدای د شکیم د خلکو څخه د هغوی د ټولو بدو کارونو بدله واخیسته او د جدعون د زوی یوتام لعنت په هغوی باندې راغی.