Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1په هغې زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود. د دان قبیلې یو ځای لټاوه چې په کې واوسیږي، ځکه چې هغوی لا تر هغه وخته پورې د اسراییلو د قبیلو په منځ کې خپله ځمکه ترلاسه کړې نه وه.
2نو د دان د قبیلې خلکو د خپلو طایفو څخه پنځه تنه جنګي نفر له زرعه او اشتاول څخه ولېږل چې د هغې خاورې وضع وڅېړي چې هغوی غوښتل په کې واوسیږي. کله چې هغه نفر د افرایم غرنۍ سیمې ته ورسېدل نو د میکا کور ته راغلل او هلته یې شپه تېره کړه.
3هغوی په هغه ځای کې د ځوان لاوي لهجه وپېژندله، نو هغوی ورغلل او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
4هغه ځواب ورکړ:
5بیا هغوی ورته وویل:
6کاهن هغوی ته په ځواب کې وویل:
7نو هغه پنځه نفره روان شول او د لایش ښار ته لاړل. هغوی ولیدل چې د هغه ځای خلک د صیدونیانو په شان په سوله او امن کې ژوند کوي. هغوی ارام خلک وو او په خاطر جمعۍ سره یې ژوند تېراوه. د هغوی سره د هیڅ شي کمی نه ؤ. هغوی له صیدونیانو څخه لېرې اوسېدل او د بل چا سره یې معامله نه درلودله.
8کله چې هغه نفر بېرته زرعه او اشتاول ته راستانه شول، نو خلکو ورڅخه پوښتنه وکړه چې
9هغوی په ځواب کې وویل:
10کله چې هلته ورسېدلئ، تاسو به ووینئ چې هغه بې غمه خلک دي. هغه یو لوی وطن دی هرڅه چې وغواړئ هلته شته او خدای هغه تاسو ته درکړی دی.>
11نو د دان د قبیلې څخه شپږ سوه تنه د جګړې دپاره تیار شول او د زرعه او اشتاول څخه روان شول.
12هغوی لاړل او د یهودا د قریت یعاریم د ښار په لوېدیځ کې یې خېمې ودرولې. په دې خاطر هغه ځای تر نن ورځې پورې د دان د کمپ په نوم یادیږي.
13بیا هغوی له هغه ځای څخه لاړل او د میکا کور ته چې د افرایم په غرنۍ سیمه کې ؤ ورغلل.
14هغو پنځو نفرو چې د لایش خاوره یې کتلې وه خپلو ملګرو ته وویل:
15نو هغوی د میکا کور ته چې هغه ځوان لاوي په کې اوسېده ننوتل او د هغه لاوي څخه یې د هغه د احوال پوښتنه وکړه.
16په دې وخت کې د دان شپږ سوه عسکر چې په وسلو باندې سمبال وو، د دروازې په خوله کې ولاړ وو.
17په داسې حال کې چې کاهن د شپږ سوه وسله والو نفرو سره د دروازې په خوله کې ولاړ ؤ، هغه پنځه جاسوسان دننه ننوتل او په سپینو زرو باندې پوښل شوی بت، نور بتان او سپېڅلی پېشبند یې راواخیستل.
18کله چې کاهن ولیدل چې دا نفر سپېڅلي شیان وړي، نو د هغوی څخه یې پوښتنه وکړه:
19هغوی وویل:
20په دې خبره کاهن ډېر خوشاله شو. نو هغه سپېڅلي شیان واخیستل او د هغوی سره لاړ.
21هغوی خپل ماشومان، حیوانات او خپله شتمني مخکې کړل او په خپله لاره روان شول.
22کله چې هغوی د میکا له کور څخه یو څه لېرې لاړل، نو میکا خپل ګاونډیان د جګړې دپاره راوغوښتل او هغوی د دان د نفرو پسې روان شول.
23څنګه چې هغوی ته ورورسېدل نو غږ یې ورباندې وکړ چې ودریږي. د دان نفر راوګرځېدل او له میکا څخه یې پوښتنه وکړه:
24میکا په ځواب کې وویل:
25د دان سړیو په ځواب کې وویل:
26نو بیا د دان سړي په خپله لاره روان شول. میکا ولیدل چې هغوی ورباندې ډېر قوي دي، نو هغه بېرته خپل کور ته ستون شو.
27-
28کله چې د دان سړیو کاهن او هغه شیان چې میکا جوړ کړي وو یوړل، نو هغوی د لایش په ښارګوټي باندې چې ارام او بې غمه خلک په کې اوسېدل حمله وکړه. هغه ښارګوټی بیت رحوب ته نژدې په یوه دره کې ؤ. هغوی خلک ووژل او ښارګوټی یې وسوزاوه. هیڅوک نه ؤ چې هغوی وژغوري، ځکه چې هغوی د صیدون څخه لېرې اوسېدل او د نورو خلکو سره یې سروکار نه درلود. د دان سړیو هغه ښارګوټی بېرته ودان کړ او په کې واوسېدل.
29د هغه ښارګوټي نوم یې د لایش څخه په دان باندې بدل کړ، یعنې د یعقوب د زامنو څخه د یو زوی په نوم چې د هغوی د قبیلې نیکه ؤ.
30د دان سړیو د خپلو ځانونو دپاره د میکا بت ودراوه او یوناتان د جرشوم زوی او د موسیٰ لمسي د دان د قبیلې دپاره د کاهن په توګه خدمت کاوه. د هغه اولادې تر هغې پورې د کاهنانو په توګه خدمت کاوه ترڅو چې هغه خلک جلاوطنه شول.
31سره له دې چې د خدای کور په شیلوه کې ؤ، خو د دان خلکو هغه بت ته عبادت کاوه چې میکا جوړ کړی ؤ.