Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
30 verses
1په هغې زمانه کې چې اسراییلو پادشاه نه درلود، د لاوي د قبیلې یو نفر چې د افرایم د غرنۍ سیمې په یو لېرې ځای کې اوسېده، د بیت لحم څخه چې د یهودا په سیمه کې ؤ یوه وینځه وکړه.
2مګر هغه وینځه یعنې د لاوي ښځه له لاوي څخه خفه شوه او بېرته د خپل پلار کور ته چې په بیت لحم کې ؤ لاړه او څلور میاشتې هلته پاتې شوه.
3بیا د هغې مېړه پرېکړه وکړه چې د هغې پسې لاړ شي او هغه تشویق کړي چې بېرته راشي. نو خپل نوکر او دوه خره یې له ځان سره واخیستل. کله چې د خپل خسر کور ته ورسېده، ښځې یې هغه دننه راوست. کله چې د هغې پلار هغه ولید، نو د هغه په لیدلو خوشاله شو او هرکلی یې ورته ووایه.
4د هغه خسر ټینګار وکړ چې هغه پاتې شي، نو هغه هلته درې ورځې پاتې شو. هغوی هلته خپله ډوډۍ خوړله او شپې یې تېرولې.
5د څلورمې ورځې په سهار هغوی وختي پاڅېدل او تګ ته تیار شول. مګر خسر خپل زوم ته وویل:
6نو هغوی دواړه سره کښېناستل او ویې خوړل او ویې څښل. بیا خسر یې ورته وویل:
7لاوي کوښښ کاوه چې لاړ شي، مګر خسر یې ورڅخه په کلکه وغوښتل چې پاتې شي، نو هغه بله شپه هم هلته پاتې شو.
8د پنځمې ورځې په سهار هغه وختي پاڅېده چې لاړ شي، مګر د ښځې پلار وویل: نو هغو دواړو یوځای ډوډۍ وخوړه.
9کله چې هغه سړی او د هغه وینځه او نوکر پاڅېدل چې لاړ شي، د هغه خسر وویل:
10-
11مګر هغه سړي نه غوښتل چې بله شپه هلته تېره کړي. نو هغه په خپلو دواړو خرو باندې کتې واچولې او د خپلې وینځې او نوکر سره روان شو. کله چې هغوی د ورځې ناوخته یبوس (اورشلیم) ته نژدې شول، نو نوکر خپل بادار ته وویل:
12مګر بادار یې وویل:
13راځئ کوښښ وکړو چې جبعې یا رامه ته ځانونه ورسوو او له دې دواړو ځایونو څخه په یو ځای کې شپه تېره کړو.>
14نو هغوی روان شول او د لمر پرېواته په وخت جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې وه ورسېدل.
15هغوی د لارې څخه راوګرځېدل چې په هغه ځای کې شپه تېره کړي. مګر هیچا نه غوښتل چې هغوی له ځانه سره د شپې تېرولو دپاره بوځي. نو هغوی لاړل او د ښار په چوک کې کښېناستل.
16په همدې وخت کې یو زوړ سړی چې ټوله ورځ یې په پټي کې کار کړی ؤ او کور ته روان ؤ راغی. په جبعه کې چې کوم خلک اوسېدل، هغه زیاتره د بنیامین د قبیلې څخه وو، خو دا سړی په اصل کې د افرایم د غرنۍ سیمې ؤ، خو په جبعه کې اوسېده.
17هغه سړي هغه مسافر د ښارګوټي په چوک کې ولیده او پوښتنه یې ورڅخه وکړه:
18لاوي په ځواب کې وویل:
19مونږ د خپلو خرو دپاره بوس او پروړه او د خپل ځان او خپلې ښځې او خپل نوکر دپاره ډوډۍ او شراب راوړي دي. مونږ بل هیڅ شي ته ضرورت نه لرو بغیر له یو ځای څخه چې په کې ویده شو.>
20هغه زاړه سړي وویل:
21نو هغه زاړه سړي هغوی خپل کور ته بوتلل او د هغوی خره یې ماړه کړل. بیا هغوی خپلې پښې ومینځلې او ډوډۍ یې وخوړله.
22په داسې حال کې چې هغوی خپل زړونه خوشالول، د ښارګوټي ځینې بدکاره خلک د کور څخه راچاپېر شول. هغوی دروازه په زور ووهله او د کور خاوند یعنې زاړه سړي ته یې غږ کړ:
23مګر د کور خاوند بیرون ووت او هغوی ته یې وویل:
24ګورئ، زه به تاسو ته خپله پېغله لور او زما د مېلمه وینځه راولم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، مګر د دې سړي سره داسې شرمناکه کار مه کوئ.>
25خو هغو خلکو د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه. نو هغه لاوي خپله وینځه ونیوله او هغوی ته یې بیرون ورولېږله. هغوی هغه بې عزته کړه او ټوله شپه یې ورباندې تېری وکړ او سهار یې پرېښودله چې لاړه شي.
26د سباوون په وخت هغه ښځه بېرته راغله او د هغه کور په دروازه کې چې د هغې مېړه په کې مېلمه ؤ ولوېدله او د سهار تر رڼا کېدو پورې هلته پرته وه.
27سهار د هغې مېړه پاڅېده او کله چې هغه دروازه خلاصه کړه چې په خپله لاره لاړ شي، نو ویې لیدل چې وینځه یې د دروازې په خوله کې پرته وه او لاسونه یې د دروازې په درشل باندې ایښي وو.
28هغه خپلې وینځې ته وویل: مګر هیڅ ځواب یې وانه اورېده. بیا سړي د هغې مړی په خپل خره باندې کېښود او کور ته روان شو.
29کله چې کور ته ورسېده نو یو چاقو یې راواخیست او د خپلې وینځې مړی یې دولس ټوټې کړ او د اسراییلو دولسو قبیلو ته یې یوه یوه ټوټه ورولېږله.
30هرچا چې هغه لیدله نو ویل یې: