Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
48 verses
1بیا ټول اسراییلیان په شمال کې د دان څخه په جنوب کې تر بئرشبع پورې او همدارنګه د جلعاد د خاورې څخه په یوه لویه غونډه کې په مصفه کې د څښتن په حضور کې سره راټول شول.
2د هغوی شمېر د پیاده عسکرو او مشرانو سره څلور لکه تنه وو چې په هغه ځای کې د څښتن په حضور کې د هغه د قوم په غونډه کې حاضر وو.
3بنیامینیان خبر شول چې ټول اسراییلیان په مصفې کې سره راغونډ شوي دي. اسراییلیانو د وژل شوې ښځې د مېړه څخه پوښتنه وکړه:
4هغه لاوي چې ښځه یې وژل شوې وه په ځواب کې وویل:
5د شپې د جبعې سړي زما پسې راغلل او کور یې محاصره کړ. هغوی زما د وژلو نیت درلود، خو د دې په ځای هغوی زما وینځه بې عزته کړه او هغه مړه شوه.
6ما د هغې مړی راواخیست او هغه مې ټوټې ټوټې کړ او بیا مې د هغې هره ټوټه د اسراییلو د دولسو قبیلو څخه هرې قبیلې ته ولېږله، ځکه چې د جبعه سړیو په اسراییلو کې داسې سپک او شرمناکه کار کړی دی.
7اوس تاسو د اسراییلو ټول قوم باید په خپله فیصله وکړئ چې په دې باره کې څه وکړو!>
8ټول خلک یوځای پاڅېدل او ویې ویل:
9مونږ به داسې کار وکړو چې پچه به واچوو او په جبعې باندې د حملې دپاره به یو څو نفره وټاکو.
10د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه به د هرو سلو نفرو څخه لس نفره لښکر ته ډوډۍ رسوي او نور دې لاړ شي او د جبعې خلکو ته دې د هغه ناوړه کار په خاطر سزا ورکړي کوم چې هغوی په اسراییلو کې کړی دی.>
11نو د اسراییلو ټول سړي د یو مقصد دپاره سره راغونډ شول چې په ښارګوټي باندې حمله وکړي.
12اسراییلیانو د بنیامین د قبیلې ټولې سیمې ته استازي ولېږل چې ورته ووایي:
13اوس د جبعې هغه بدکاره سړي مونږ ته تسلیم کړئ ترڅو هغوی ووژنو او د اسراییلو څخه دا بدي لېرې کړو.> مګر بنیامینیانو د خپلو نورو اسراییلي ورونو خبرو ته غوږ ونه نیوه.
14هغوی د بنیامین د ټولو ښارګوټو څخه راغلل او په جبعې کې سره راغونډ شول چې د اسراییلیانو په مقابل کې جګړه وکړي.
15-
16په هغه ورځ هغوی د خپلو ښارګوټو څخه شپږویشت زره عسکر راوغوښتل. برسېره پردې، د جبعې اوسېدونکو اووه سوه خاص نفر چې چپ لاسي وو وټاکل. د هغوی څخه هر یو د مچنوغزې په تیږه باندې د ویښته یو تار هم ویشتلی شو او هیڅ شی ورڅخه نه خطا کېده.
17اسراییلیانو څلور لکه روزل شوي عسکر سره راغونډ کړل چې په هغو کې بنیامینیان شامل نه وو.
18اسراییلیان په بیت ئیل کې د عبادت ځای ته لاړل او هلته یې له خدای څخه پوښتنه وکړه: څښتن په ځواب کې وویل:
19سبا سهار وختي اسراییلیان روان شول او د جبعې ښارګوټي ته نژدې یې خېمې ودرولې.
20هغوی لاړل چې د بنیامین په لښکرو باندې حمله وکړي او جبعې ته مخامخ یې د جګړې دپاره سنګرونه ونیول.
21د بنیامین لښکر له ښارګوټي څخه راووت او په هغه ورځ یې د جګړې په ډګر کې دوه ویشت زره اسراییلیان ووژل.
22-
23نو اسراییلیان د عبادت ځای ته لاړل او تر ماښامه پورې یې د څښتن په حضور کې وژړل. د هغه څخه یې پوښتنه وکړه: څښتن په ځواب کې وویل: نو د اسراییلو لښکرو جرأت پیدا کړ او بیا یې خپل عسکر په هماغه ځای کې چې یوه ورځ مخکې په کې وو ځای په ځای کړل.
24نو اسراییلیان د دوهم ځل دپاره ووتل چې د بنیامینیانو د عسکرو په مقابل کې وجنګیږي.
25په هماغه ورځ بنیامینیان د جبعې څخه راووتل او دا ځل یې اتلس زره روزل شوي اسراییلي عسکر ووژل.
26بیا د اسراییلو ټول خلک بیت ئیل ته لاړل او هلته یې وژړل. هغوی د څښتن په حضور کې کښېناستل، تر ماښامه پورې یې روژه ونیوله او څښتن ته یې سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې وړاندې کړې.
27-
28په هغو ورځو کې د لوظ صندوق په بیت ئیل کې ؤ او فینحاس چې د العازار زوی او د هارون لمسی ؤ، په هغه ځای کې کاهن ؤ. اسراییلیانو له څښتن څخه پوښتنه وکړه: څښتن په ځواب کې وویل:
29نو اسراییلیانو د جبعې په شاوخوا کې کمین ونیوه.
30په درېمه ورځ هغوی د بنیامینیانو په مقابل کې ووتل او د مخکې ځل په شان یې خپل عسکر جبعې ته مخامخ ځای په ځای کړل.
31بنیامینیان د هغوی سره د مقابلې دپاره راووتل. اسراییلیان په شا لاړل او بنیامینیان د هغوی پسې شول او د ښار څخه لېرې شول. هغوی د مخکې ځل په شان د اسراییلیانو په وژلو پیل وکړ. په بانډو او په هغو لارو باندې چې بیت ئیل او جبعې ته تللې وې، دېرش تنه اسراییلیان ووژل شول.
32بنیامینیانو وویل: مګر اسراییلیانو داسې پلان جوړ کړی ؤ چې په شا لاړ شي او هغوی د ښارګوټي څخه لارو ته وباسي.
33نو کله چې د اسراییلو اصلي لښکر په شا شو او په بعل تامار کې بیا سره راغونډ شول، نو هغه اسراییلیان چې د جبعې په لوېدیځ کې په کمین کې پټ وو د خپلو ځایونو څخه په منډه راووتل.
34لس زرو خاصو نفرو چې د ټولو اسراییلو څخه غوره شوي وو په جبعې باندې حمله وکړه او جګړه ډېره سخته وه. بنیامینیان نه پوهېدل چې د هغوی بربادي نژدې ده.
35نو څښتن د اسراییلو سره مرسته وکړله چې بنیامینیانو ته ماتې ورکړي. په هغه ورځ اسراییلیانو پنځه ویشت زره او سل تنه ووژل.
36نو بنیامینیان پوه شول چې هغوی ماتې خوړلې ده.د اسراییلیانو د لښکرو اصلي ډله د بنیامینیانو څخه بېرته په شا لاړله، ځکه چې هغوی په خپلو نفرو باندې چې د جبعې په شاوخوا کې یې کمین نیولی ؤ تکیه درلودله.
37بیا هغو نفرو چې په کمین کې وو له هرې خوا څخه په جبعې باندې حمله وکړه او د هغه ښارګوټي ټول اوسېدونکي یې ووژل او ښار ته یې اور واچاوه.
38د اسراییلو اصلي لښکر او هغه پټ شویو نفرو په خپل منځ کې یوه نښه ټاکلې وه. کله چې هغوی زیات لوګي ولیدل چې د ښارګوټي څخه پورته کیږي،
39نو کوم اسراییلیان چې د ښارګوټي څخه دباندې وو هغه به راګرځي او په بنیامینیانو باندې به حمله کوي. تر دغه وخته پورې بنیامینیانو دېرش تنه اسراییلیان وژلي وو. هغوی له خپلو ځانونو سره ویل:
40خو کله چې بنیامینیانو شاته وکتل او ویې لیدل چې د ښارګوټي له هر طرف څخه اسمان ته لوګی پورته کیږي،
41نو بیا اسراییلیان راوګرځېدل او په هغوی باندې یې حمله وکړه. بنیامینیان پوه شول چې یوه بلا ورباندې راتلونکې ده نو هغوی وارخطا شول.
42هغوی د اسراییلیانو څخه په شا لاړل او د دښتې خواته په منډو شول، مګر ویې نه شو کولی چې وتښتي. هغوی د اصلي لښکر او هغو نفرو ترمنځ راګېر شول چې د ښارګوټي څخه راوتل، نو هغوی له منځه لاړل.
43اسراییلیانو بنیامینیان محاصره کړل او په دوامداره توګه یې د جبعې تر ختیځه پورې تعقیب کړل او په لاره کې یې ووژل.
44د بنیامینیانو اتلس زره زړور عسکر ووژل شول.
45هغه نفر چې ژوندي پاتې وو هغوی په دښته کې د رمون د ګټ په لوري وتښتېدل، خو اسراییلیانو په لاره باندې د هغوی پنځه زره تنه ووژل. هغوی تر جدعوم پورې د بنیامینیانو پسې شول او دوه زره تنه یې نور هم ووژل.
46په هغه ورځ د بنیامینیانو پنځه ویشت زره نفر ووژل شول. هغوی ټول زړور عسکر وو.
47خو یوازې شپږ سوه تنو وکولی شول چې په دښته کې د رمون ګټ ته وتښتي او څلور میاشتې هغوی هلته پاتې شول.
48اسراییلیان د پاتې بنیامینیانو پسې راوګرځېدل او هغوی ټول یې د سړیو، ښځو، ماشومانو او حیواناتو سره ووژل او په هغه سیمه کې یې ټول ښارګوټي وسوزول.