Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
25 verses
1اوپه هغه وخت کې چې اسراییلیان په مصفه کې سره راغونډ شوي وو هغوی داسې قسم خوړلی ؤ:
2نو د اسراییلو قوم بیت ئیل ته لاړ او هلته تر ماښامه پورې د خدای په حضور کې کښېناستل. هغوی په لوړ اواز سره سخت وژړل
3او ویې ویل:
4بله ورځ سهار وختي خلکو د قربانۍ ځای جوړ کړ او سوزېدونکې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې.
5بیا هغوی د یو او بل څخه پوښتنه وکړه: (هغوی په کلکه دا قسم خوړلی ؤ چې هرڅوک چې په مصفه کې د څښتن په حضور کې حاضر نه شي، هغه دې ووژل شي.)
6نو د اسراییلو خلکو د خپلو بنیامیني ورونو دپاره افسوس کاوه او ویل به یې:
7اوس د هغو بنیامینیانو دپاره چې ژوندي پاتې شوي دي څه وکړو چې د هغوی دپاره ښځې پیدا کړو؟ ځکه چې مونږ د څښتن په نوم قسم خوړلی دی چې خپلې لورګانې به هغوی ته نه ورکوو.>
8کله چې هغوی پوښتنه وکړه: ، هغوی ته معلومه شوه چې د یابیش څخه چې په جلعاد کې دی هیڅوک نه ؤ راغلی.
9ځکه کله چې هغوی خلک وشمېرل، نو ورته معلومه شوه چې له یابیش جلعاد څخه هیڅوک هلته نه ؤ.
10نو غونډې خپل دولس زره زړور نفر ولېږل او هغوی ته یې دا حکم ورکړ:
11ټول نارینه او همدارنګه هغه ټولې ښځې چې پېغلې نه وي ووژنئ.>
12هغوی د جلعاد په یابیش باندې حمله وکړه او د څلور سوه پېغلو سره چې هلته یې پیدا کړې وې د شیلوه کمپ ته چې د کنعان په خاوره کې ؤ راستانه شول.
13بیا ټولې غونډې هغو پاتې بنیامینیانو ته چې د رمون د ګټ سره اوسېدل، یو پیغام ولېږه او هغوی ته یې د سولې وړاندیز وکړ.
14نو بنیامینیان بېرته راغلل او اسراییلیانو هغوی ته د یابیش هغه انجونې چې ژوندۍ پاتې شوې وې ورکړې. خو دا انجونې د هغوی ټولو دپاره بس نه وې.
15د اسراییلو خلک په بنیامینیانو باندې ډېر خفه وو ځکه چې څښتن د هغوی د قبیلو ترمنځ تشه پیدا کړې وه.
16نو د غونډې مشرانو وویل:
17پاتې ژوندي بنیامینیان باید وارثان ولري، ترڅو د اسراییلو یوه قبیله د تل دپاره له منځه لاړه نه شي.
18مونږ نه شو کولی چې خپلې لورګانې هغوی ته ورکړو، ځکه چې مونږ قسم خوړلی دی چې هرڅوک چې بنیامینیانو ته لور ورکړي په هغه باندې دې لعنت وي.>
19بیا هغوی دا فکر وکړ چې په شیلوه کې د څښتن دپاره کلنی جشن نیول کیږي. (شیلوه د بیت ئیل په شمال او د لبونه په جنوب کې او د هغې لارې په ختیځ کې ده چې د شکیم او بیت ئیل ترمنځ ده.)
20هغوی بنیامینیانو ته وویل:
21او هلته انتظار وباسئ. کله چې د شیلوه نجونې د جشن په دوران کې د نڅا دپاره بیرون راووزي، تاسو د انګورو له باغونو څخه راووزئ او د هغو څخه هر یو خپلو ځانونو ته یوه یوه نجلۍ په زور راونیسئ او له ځان سره یې د بنیامین خاورې ته بوځئ چې ستاسو ښځې شي.
22که چېرې د هغو�� پلرونه او ورونه تاسو ته راشي او اعتراض وکړي، نو تاسو کولی شئ چې هغوی ته داسې ووایئ: مهرباني وکړئ مونږ ته اجازه راکړئ چې هغوی وساتو، ځکه چې مونږ هغوی د جنګ په دوران کې له تاسو څخه نه دي نیولې چې زمونږ ښځې شي. څرنګه چې تاسو هغوی مونږ ته نه دي راکړې، نو تاسو د خپل قسم په ماتولو ګناهکار نه یاست.>
23بنیامینیانو همداسې وکړل. هغوی هر یو له هغو نجونو څخه چې په شیلوه کې یې نڅا کوله یوه یوه نجلۍ د خپل ځان دپاره راونیوله او هغوی یې خپلې سیمې ته یوړې. بیا هغوی خپل ښارګوټي بېرته آباد کړل او هلته اوسېدل.
24نو اسراییلیان هم هر یو بېرته خپلې قبیلې، خپلې کورنۍ او خپلې ځمکې ته لاړ.
25په هغه زمانه کې اسراییلو پادشاه نه درلود، نو هرچا به هغه کارونه کول چې زړه یې غوښتل.