Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
21 verses
1د هغه زمانې څخه مخکې چې پادشاهانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د خېلخانې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېده او دوه زامن یې محلون او کیلون وو. خو کله چې په ځمکه کې قحطي وه، دوی د موآب هېواد په لور کډه وکړه چې هلته واوسي. هغه مهال چې دوی هلته وو،
3الیملک مړ شو او نعومي د دوو زامنو سره یوازې پاتې شوه.
4وروسته د نعومي زامنو موآبي ښځې وکړې. د یوې نوم عرفه او د بلې نوم روت ؤ. وروسته له هغه چې هغوی هلته نژدې لس کاله واوسېدل،
5محلون او کیلون هم مړه شول. نو اوس نعومي مېړه او زامن دواړه نه درلودل.
6-
7کله چې نعومي واورېدل چې څښتن خپلو خلکو ته په ښو فصلونو سره برکت ورکړ، هغې د خپلو نږیاندو سره تیاري وکړه چې موآب پرېږدي او د یهودا خاورې ته لاړه شي. هغه وخت چې دوی په خپله لار روانې وې
8نعومي خپلو دواړو نږیاندو ته وویل:
9خدای دې تاسو هرې یوې ته بل مېړه او کور درکړي.>نعومي دوی ښکل کړې. هغوی په لوړ اواز سره وژړل
10او ویې ویل:
11مګر نعومي په ځواب کې وویل:
12بېرته کور ته لاړې شئ زما لورګانو، ځکه چې زه ډېره زړه یم او بیا د واده کولو وړ نه یم. حتیٰ که چېرې زه نن شپه هم واده شم او زامن وزېږوم،
13نو آیا تاسو به هغوی ته صبر وکړئ چې هغوی زلمي شي او تاسو سره واده وکړي؟ نه، زما لورګانو! ژوند ماته ستاسو په پرتله ډېر سخت دی، ځکه چې څښتن اوس په ما دا سخته راوستې ده.>
14دوی بیا وژړل او عرفې خپله خواښې د مخه ښې په وخت کې ښکل کړه، خو روت د هغې لمن پرېنښوده.
15نعومي بیا روت ته وویل:
16روت په ځواب کې وویل:
17زه به هلته مړه کېږم چېرته چې ته مړه کېږې او همالته به ښخېږم. څښتن دې ماته د ټولو نه درنده سزا راکړي که چېرې د مرګ نه پرته سره جلا شو.>
18کله چې نعومي ولیدل چې روت کلکه اراده کړې چې هغې سره لاړه شي، نو نعومي هغه نوره مجبوره نه کړه چې بېرته لاړه شي.
19هغوی دواړه بیت لحم ته ورسېدلې او د ټول ښار خلک خوشاله شول او ښځو د یو بلې څخه وپوښتل:
20بیا هغې دوی ته وویل:
21ما هرڅه درلودل کله چې زه لاړم، خو څښتن زه بېرته تش لاس راوستلې یم. څنګه تاسو کولی شئ بیاهم ما نعومي وبولئ؟ اوس مطلق قادر څښتن زما په ضد شوی دی او زما ژوند یې ډېر سخت کړی دی.>
22نو په دې ډول نعومي د خپلې موآبي نږور سره د موآب څخه بېرته راغله. دوی په داسې حال کې بیت لحم ته راورسېدلې چې د اوربشو لوونه په پیلېدو وو.