Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1څښتن حضرت موسیٰ او حضرت هارون ته وفرمایل:
3هر حیوان چې خلاص سوم ولري او شخوند وهونکی هم وي.
4خو داسې حیوانات شته چې یوازې شخوند وهونکي دي یا یوازې خلاص سوم لري، خو تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ. لکه اوښ، که څه هم هغه شخوند وهونکی دی، مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاک دی.
5غرنۍ سویه، که څه هم هغه شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري، دا ستاسو دپاره ناپاکه ده.
6سویه، که څه هم شخوند وهونکې ده مګر خلاص سوم نه لري. دا ستاسو دپاره ناپاکه ده.
7د خوګ غوښه مه خورئ. هغه باید ناپاک وګڼل شي. هغه خلاص سومان لري، مګر شخوند وهونکی نه دی.
8تاسو باید د دې حیواناتو غوښه ونه خورئ او مه د هغو مړو ته لاس وروړئ، دا ستاسو دپاره ناپاک دي.
9تاسو کولی شئ هر ډول ماهیان چې وزرونه او پتري ولري وخورئ،
10مګر هر حیوان چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري نه لري باید غوښه یې ونه خوړل شي.
11داسې حیوانات باید حرام وګڼل شي. تاسو باید د هغو غوښه ونه خورئ او حتیٰ مړو ته یې لاس هم مه وروړئ.
12هر شی چې په اوبو کې ژوند کوي او وزرونه او پتري ونلري باید ونه خورئ.
13-
19دا هغه مرغان دي چې تاسو یې باید حرام وګڼئ: عقاب او ډول ډول ټپوسان، هر ډول باښې، هر ډول کارغان، شترمرغ، ډول ډول ګونګیان، د دریاب مرغان، لګ لګ، هر ډول ماهي خوړونکي مرغان، ملاچرګک او شوپرک.
20ټول وزر لرونکي حشرات حرام دي،
21بغیر د هغو حشراتو څخه چې ټوپونه وهي.
22له هغو څخه کولی شئ چې ډول ډول چورچورکۍ او ملخان وخورئ.
23مګر نور ټول وزر لرونکي حشرات چې په پښو باندې هم ګرځي باید حرام وګڼل شي.
24-
28هرڅوک چې د دغو حیواناتو مړو ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي: ټول سوم لرونکي حیوانات، له هغو پرته چې سومان یې هم جدا وي او شخوند هم وهي او ټول حیوانات چې څلور پښې ولري او پنجې ولري. هرڅوک چې د هغو مړي یوسي باید هغه خپل کالي ومینځي، خو تر ماښامه پورې به ناپاک وي.
29د هغو حیواناتو څخه چې په ځمکه باندې ګرځي، دغه حیوانات ستاسو دپاره ناپاک دي: ړنده مږه، موږک، هر ډول سمساره،
30ډول ډول د کور او د شګې چرموښکۍ او کربوړی.
31هرڅوک چې د هغو مړو ته لاس وروړي، هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
32که چېرې د هغو مړي په یو شي باندې ولویږي، هغه شی به ناپاک شي. همداسې کار به د لرګي، ټوکر، څرمنې، یا بوجۍ په موادو باندې کیږي او مهمه نه ده چې هغه د څه شي دپاره استعمالیږي. هغه دې په اوبو کې غوټه کړای شي خو تر ماښامه پورې به ناپاک پاتې شي.
33که چېرې د هغو مړي د خټې په یو لوښي کې وغورزیږي، هرڅه چې په هغه کې دي ناپاک به شي او تاسو باید هغه لوښی مات کړئ.
34کوم خواړه چې په عادي توګه حلال وي، مګر که له داسې لوښي څخه په هغو خواړو باندې اوبه توی شي، هغه به ناپاک شي او د څښلو هرڅه چې په دې لوښي کې وي هغه ناپاک دي.
35په هر شي باندې چې د هغو مړي ولویږي هغه شی ناپاکه کیږي، که په هغو کې نغری یا د پخلي لوښی شامل وي هغه باید مات شي.
36مګر یوه چینه یا کوهی چې دغه مړه حیوانات په کې پراته وي، هغه پاک پاتې کیږي. لیکن هرڅوک چې د دغو مړو له جملې څخه کوم یو ته لاس وروړي، هغه به ناپاک شي.
37که چېرې یو داسې مړی په هغو تخمونو باندې وغورزیږي چې کرل کیږي، هغه تخمونه پاک پاتې کیږي.
38مګر که چېرې په تخمونو باندې اوبه توی شوې وي او په هغه باندې یو داسې مړی ولویږي، هغه ستاسو دپاره ناپاک دي.
39که چېرې یو حیوان چې ستاسو دپاره پاک وي مړ شي، هرڅوک چې د هغه مړي ته لاس وروړي هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
40هرڅوک چې د دې مړ حیوان د غوښې څخه لږه غوښه وخوري، باید خپل کالي ومینځي، خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي. هرڅوک چې د هغه مړی راپورته کړي، هغه باید خپل کالي ومینځي خو هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي.
41هره خزنده چې په ځمکه باندې ګرځي، باید ونه خوړل شي.
42ستاسو دپاره هره خزنده حرامه ده، که هغه په سینه باندې ښوئیږي یا په څلورو یا په ډېرو پښو ګرځي.
43د هغو څخه د کوم یو په خوړلو سره خپل ځانونه مه ناپاکه کوئ.
44زه ستاسو څښتن خدای یم، تاسو باید خپل ځانونه پاک کړئ او مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم. خپل ځانونه په هیڅ یوې خزندې باندې مه ناپاکه کوئ.
45زه څښتن یم چې تاسو مې له مصر څخه راوویستلئ ترڅو ستاسو خدای اوسم. له دې کبله تاسو باید مقدس اوسئ، ځکه چې زه مقدس یم.
46دا مقررات د حیواناتو، مرغانو او هرڅه چې په اوبو کې ژوند کوي او ټولو خزندو په باره کې دي.
47تاسو باید پام وکړئ چې د پاک او ناپاک او همدارنګه د حلالو او حرامو حیواناتو ترمنځ فرق وکړئ.>