Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1د حضرت هارون زامنو ناداب او ابیهو هر یو خپل د اور لوښی راواخیست او په هغې کې یې بل شوي سکاره واچول، خوشبویي یې ورزیاته کړه او هغه یې څښتن ته وړاندې کړل. مګر دا اور مقدس نه ؤ، ځکه چې څښتن په هغوی باندې د هغه د وړاندې کولو امر نه ؤ کړی.
2نو څښتن یوناڅاپه اور نازل کړ او هغوی یې په خپل حضور کې وسوزول او مړه شول.
3بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل: مګر حضرت هارون غلی پاتې شو.
4حضرت موسیٰ میشائیل او الصافان چې د حضرت هارون او حضرت موسیٰ د تره عزیئیل زامن وو، راوغوښتل او ورته ویې فرمایل:
5نو هغوی راغلل او څنګه چې حضرت موسیٰ حکم کړی ؤ، د هغوی مړي یې له کالیو څخه ونیول او د کمپ څخه یې دباندې یوړل.
6بیا حضرت موسیٰ هارون او د هغه زامنو العازار او ایتامار ته وفرمایل:
7د خېمې د دروازې له خولې څخه مه ځئ که نه، نو تاسو به مړه شئ، ځکه چې تاسو د څښتن د مسح کولو په تېلو باندې پاک شوي یئ.> نو څنګه چې حضرت موسیٰ فرمایلي وو هغوی هماغسې وکړل.
8څښتن حضرت هارون ته وفرمایل:
10تاسو باید د هغه شیانو ترمنځ فرق وکړئ چې کوم د خدای دي او کوم د عمومي استعمال دپاره دي او کوم پاک دي او کوم ناپاک.
11باید د اسراییلو قوم ته هغه ټول قوانین ورزده کړئ چې ما تاسو ته د موسیٰ په وسیله درکړي دي.>
12بیا حضرت موسیٰ هارون او د هغه پاتې زامنو العازار او ایتامار ته وفرمایل:
13هغه په یو مقدس ځای کې وخورئ، ځکه چې دا ستا او ستا د زامنو د هغو نذرانو برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. دا هغه څه دي چې څښتن یې په ما باندې امر کړی دی.
14مګر سینه او شاتنۍ پښه چې پورته نیول کیږي هغه دې په داسې ځای کې چې په مذهبي لحاظ پاک وي وخوړل شي. دا برخه تاسو، ستاسو زامنو او لورګانو ته ستاسو د برخې په توګه د سلامتۍ د هغو نذرانو څخه چې د اسراییلو د خلکو له خوا وړاندې کیږي درکول کیږي.
15شاتنۍ پښه او سینه باید د هغو نذرانو د وازګې سره چې په اور باندې تیاریږي څښتن ته پورته ونیول شي. بیا لکه څنګه چې څښتن امر کړی دی، هغه به د همېش دپاره ستاسو او ستاسو د اولادې برخه وي.>
16حضرت موسیٰ د هغه وز په باره کې پوښتنه وکړه چې د ګناه د نذرانې دپاره ؤ او خبر شو چې هغه سوزول شوی دی. په دې خبره هغه په العازار او ایتامار باندې په قهر شو او پوښتنه یې وکړه:
18په دې خاطر چې د هغه وینه مقدسې خېمې ته نه وه وړل شوې، نو تاسو باید د وز غوښه هلته خوړلې وای، لکه څنګه چې ما درته امر کړی ؤ.>
19حضرت هارون په ځواب کې وفرمایل:
20کله چې حضرت موسیٰ دا خبرې واورېدلې، هغه قانع شو.