Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
24 verses
1د کاهنانو د ټاکنې د مراسمو څخه وروسته حضرت موسیٰ په اتمه ورځ حضرت هارون او د هغه زامن او د اسراییلو مشران راوغوښتل.
2هغه حضرت هارون ته وفرمایل:
3بیا د اسراییلو خلکو ته ووایه: یو وز د ګناه د نذرانې دپاره واخلئ. یو خوسی چې یو کلن وي او یو وری چې یو کلن وي او هیڅ عیب په کې نه وي، د سوزېدونکې نذرانې دپاره واخلئ
4او یو غویی او یو پسه د سلامتۍ د نذرانې دپاره. هغوی دې دا د څښتن په حضور کې د غلې دانې د نذرانې سره چې تېل ورسره ګډ وي قرباني کړي. هغوی باید دا کار وکړي ځکه چې څښتن به نن هغوی ته ورښکاره شي.>
5نو هغوی ټول شیان د حضرت موسیٰ د حکم سره سم د مقدسې خېمې مخې ته راوړل او ټول قوم د څښتن د عبادت دپاره هلته راغونډ شو.
6حضرت موسیٰ وفرمایل:
7بیا حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل:
8نو حضرت هارون د قربانۍ ځای ته لاړ او د ځان دپاره یې د ګناه د نذرانې په توګه خوسی حلال کړ.
9د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه خپله ګوته په وینه کې غوټه کړه او له هغې څخه یې لږه د قربانۍ د ځای په برجونو باندې وسولوله. پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه.
10لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه په قربانګاه باندې د ګناه د نذرانې څخه وازګه، پختورګي او د اینې ډېره ښه برخه وسوزوله.
11مګر غوښه او پوستکی یې د کمپ څخه دباندې وسوزول.
12حضرت هارون هغه حیوان حلال کړ چې د هغه د خپلې سوزېدونکې نذرانې دپاره ؤ. هغه ته خپلو زامنو وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
13هغوی حضرت هارون ته سر او د حیوان نورې ټوټې ورکړې او هغه یې په قربانګاه باندې وسوزول.
14هغه د نس دنننۍ برخې او شاتنۍ پښې ومینځلې او په قربانګاه باندې یې د سوزېدونکې نذرانې دپاسه وسوزولې.
15بیا حضرت هارون هغه نذرانه راوړله چې د قوم دپاره وه. ده هغه وز چې د قوم د ګناه دپاره ؤ حلال کړ او هغه یې د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړ، لکه څنګه چې هغه د خپلې ګناه دپاره وړاندې کړی ؤ.
16همدارنګه هغه سوزېدونکې نذرانه راوړله او هغه یې د مقرراتو په مطابق وړاندې کړه.
17بیا یې د غلې دانې نذرانه وړاندې کړه، له هغې څخه یې یو موټی واخیست او هغه یې په قربانګاه باندې برسېره پر هغې سوزېدونکې نذرانې چې هر سهار تیاریږي وسوزاوه.
18حضرت هارون غویی او پسه د قوم دپاره د سلامتۍ د نذرانې په توګه حلال کړل. د هغه زامنو هغه ته وینه راوړله او هغه دا وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
19هغوی د غویي او د پسه وازګینې برخې، لم، د وازګې پرده، پختورګي او د اینې ډېره ښه برخه واخیستل
20او هغه یې د حیواناتو په سینو باندې کېښودل او بیا حضرت هارون وازګه په قربانګاه باندې وسوزوله.
21څنګه چې حضرت موسیٰ امر کړی ؤ، حضرت هارون د هغو حیوانات�� سینې او شاتنۍ ښي پښې څښتن ته پورته ونیولې ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوې دي.
22کله چې حضرت هارون د قربانیو مراسم سرته ورسول، نو خپل لاسونه یې د قوم خواته پورته ونیول او برکت یې ورته ورکړ او د قربانۍ د ځای څخه راکوز شو.
23حضرت موسیٰ او حضرت هارون مقدسې خېمې ته ورننوتل. کله چې هغوی راووتل، قوم ته یې برکت ورکړ او د څښتن جلال ټول قوم ته ښکاره شو.
24د څښتن له حضور څخه اور نازل شو او سوزېدونکې نذرانه او وازګینې برخې یې په قربانګاه باندې وسوزولې. کله چې ټول قوم هغه ولیدل نو د خوشالۍ چیغې یې ووهلې او په سجده شول.