Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3بیا ټول قوم د مقدسې خېمې د دروازې خوله ته راغونډ کړه.>
4حضرت موسیٰ د څښتن امر په ځای کړ او کله چې قوم راغونډ شو
5هغه ورته وفرمایل:
6بیا حضرت موسیٰ حضرت هارون او د هغه زامن راوستل او غسل یې ورباندې وکړ.
7هغه حضرت هارون ته کمیس او چپنه واغوستل، د هغه په ملا باندې یې یوه پټۍ وتړله او مقدس پېشبند یې ورباندې واچاوه او هغه یې په هغه ښه اوبدل شوي کمربند باندې وتاړه چې د هغه د ملا څخه تاو ؤ.
8د هغه په سینه باندې یې سینه پوښ وتاړه او په هغه کې یې اوریم او تمیم کېښودل.
9لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه حضرت هارون ته لونګۍ ور په سر کړه او د هغې په مخه کې یې د سرو زرو ګل یعنې د وقف کولو پاک نښان کېښود.
10بیا حضرت موسیٰ د مسح کولو تېل واخیستل او هغه یې په خېمه او ټول شیان چې په هغې کې وو په هغو باندې وشیندل او په دې ډول یې هغه ټول څښتن ته وقف کړل.
11هغه لږ تېل واخیستل او اووه ځلې یې په قربانګاه باندې وشیندل او قربانګاه یې د لوښو او تشت سره چې پایه یې درلودله مسح کړه چې څښتن ته یې وقف کړي.
12همدارنګه هغه د مسح کولو لږ تېل د حضرت هارون په سر باندې توی کړل او هغه یې د کاهنۍ د وظیفې دپاره مسح کړ.
13بیا لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د حضرت هارون زامن مخکې راوستل او هغوی ته یې کمیسونه واغوستل، په ملا ګانو باندې یې ورته پټۍ ګانې وتړلې او خولۍ ګانې یې ورته په سر کړې.
14بیا حضرت موسیٰ د ګناه د نذرانې دپاره غویی راوست او حضرت هارون او د هغه زامنو د هغه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
15حضرت موسیٰ غویی حلال کړ او لږه وینه یې راواخیستله او هغه یې په خپله ګوته باندې د قربانۍ د ځای په ټولو برجونو باندې وسولوله، د دې دپاره چې د قربانۍ ځای مقدس شي. بیا هغه پاتې وینه د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړه. په دې ډول د قربانۍ ځای پاک شو او هغه د ګناه په خاطر د قربانۍ د نذرانې دپاره یو مناسب ځای شو.
16همدارنګه حضرت موسیٰ ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وه، د اینې ډېره ښه برخه او پښتورګي چې وازګه ورباندې پرته وي واخیستل او ټول یې په قربانګاه باندې وسوزول.
17څنګه چې څښتن امر کړی ؤ هغه پاتې غویی د پوستکي، غوښې او خوشایو سره واخیست او هغه یې د کمپ څخه دباندې وسوزاوه.
18بیا حضرت موسیٰ د سوزېدونکې نذرانې دپاره پسه راوست او حضرت هارون او د هغه زامنو د پسه په سر باندې خپل لاسونه کېښودل.
19حضرت موسیٰ پسه حلال کړ او وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
20هغه پسه ټوټې ټوټې کړ او سر، ټوټې او وازګه یې وسوزول.
21څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، هغه د نس دنننۍ برخې او پښې ومینځلې او ټول پسه یې په قربانګاه باندې وسوزاوه. دا یوه سوزېدونکې نذرانه وه چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
22بیا حضرت موسیٰ بل پسه راوست. دا پسه د کاهنانو د ټاکنې دپاره ؤ. حضرت هارون او د هغه زامنو خپل لاسونه د هغه په سر باندې کېښودل.
23حضرت موسیٰ پسه حلال کړ او د هغه لږه وینه یې واخیستله او د حضرت هارون د ښي غوږ په نرمۍ، د ښي لاس په غټې ګوتې او د ښي پښې په غټې ګوتې یې وسولوله.
24بیا یې د حضرت هارون زامن مخکې راوستل او د هغوی د ښي غوږونو په نرمیو، د ښي لاسونو په غټو ګوتو او د ښي پښو په غټو ګوتو یې لږه وینه وسولوله او پاتې وینه یې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندله.
25هغه وازګه، لم، هغه ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، د اینې ډېره ښه برخه، پختورګي د وازګې سره چې ورباندې پرته وي او ښي ورون واخیستل.
26بیا هغه د فطیرې ډوډۍ له ټوکرۍ څخه چې څښتن ته وقف شوې وه یوه ساده ډوډۍ، یوه غوړه ډوډۍ او یوه نرۍ ډوډۍ راواخیستله او د وازګې او ښي ورون دپاسه یې کېښودله.
27حضرت موسیٰ هغه ټول د حضرت هارون او د هغه د زامنو په لاسونو کې کېښودل او دوی هغه پورته ونیول ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوي دي.
28بیا حضرت موسیٰ دا شیان له هغوی څخه بېرته واخیستل او هغه یې د ټاکنې د نذرانې په توګه د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزول. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
29بیا حضرت موسیٰ د پسه سینه راواخیستله او د څښتن په حضور کې یې پورته ونیوله ترڅو دا وښایي چې هغه څښتن ته وقف شوې ده. دا د ټاکنې په پسه کې د حضرت موسیٰ برخه وه. حضرت موسیٰ دا ټول کارونه د څښتن د حکم سره سم سرته ورسول.
30حضرت موسیٰ لږ د مسح کولو تېل او لږه وینه چې په قربانګاه باندې پرته وه واخیستل او په حضرت هارون، د هغه په زامنو او د هغو په کالیو باندې یې وشیندل. په دې ډول یې هغوی او د هغوی کالي څښتن ته وقف کړل.
31حضرت موسیٰ هارون او د هغه زامنو ته وفرمایل:
32کومه غوښه یا ډوډۍ چې پاتې شي هغه وسوزوئ.
33تاسو به اووه ورځې د خېمې د دروازې له خولې څخه نه ځئ ترڅو پورې چې ستاسو د ټاکنې مراسم پوره شوي نه وي.
34مونږ چې نن کوم کار وکړ څښتن د هغه د کولو حکم مونږ ته کړی ؤ، د دې په خاطر چې ستاسو د ګناه دپاره کفاره ادا کړو.
35تاسو باید د مقدسې خېمې د دروازې په خوله کې اووه شپې او اووه ورځې پاتې شئ او هغه کار به کوئ چې څښتن یې امر کړی دی. که چېرې داسې ونه کړئ نو مړه به شئ. ځکه چې څښتن په ما باندې داسې امر کړی دی.>
36نو حضرت هارون او د هغه زامنو ټول کارونه د څښتن د هغه حکم په مطابق وکړل چې د حضرت موسیٰ په وسیله یې کړی ؤ.