Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
36 verses
1د تاوان د نذرانې دپاره چې ډېره مقدسه ده دغه مقررات دي:
2د تاوان د نذرانې دپاره دې حیوان په هغه ځای کې حلال شي چېرته چې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي او د هغه وینه دې د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندل شي.
3د هغه ټوله وازګه دې وړاندې شي: لکه لم او هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته ده،
4پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
5کاهن به هغه ټول په قربانګاه باندې د داسې نذرانې په توګه وسوزوي چې څښتن ته تیاریږي. دا د تاوان نذرانه ده.
6د کاهن د کورنۍ هر نارینه کولی شي چې هغه وخوري، مګر هغه باید په یو مقدس ځای کې وخوړل شي، ځکه چې ډېره مقدسه ده.
7د ګناه د نذرانې او د تاوان د نذرانې دواړو دپاره یوشان قانون عملي کیږي: غوښه د کاهن ده یعنې د هغه چا دپاره ده چې د دې نذرانو په وسیله کفاره ادا کوي.
8د سوزېدونکې نذرانې د حیوان پوستکی د هغه کاهن دی چې قرباني وړاندې کوي.
9د غلې دانې هره نذرانه چې په تنور کې یا په ارکاره یا په تبۍ باندې پخیږي، هغه د کاهن یعنې د هغه چا ده چې هغه نذرانه خدای ته وړاندې کوي.
10مګر د خامې غلې دانې ټولې نذرانې که د تېلو سره ګډې وي یا وچې وي، هغه د هارون د زامنو یعنې د ټولو کاهنانو دي او باید د هغوی ترمنځ په مساوي ډول ووېشل شي.
11د سلامتۍ د هغو نذرانو دپاره چې یو نفر یې څښتن ته وړاندې کوي، دغه مقررات دي:
12که چېرې هغه نفر دا نذرانه خدای ته د شکرانې د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه به د هغه حیوان سره چې قرباني کیږي، د یوې فطیرې ډوډۍ نذرانه وړاندې کوي: هغه دې د ښو اوړو څخه درې قسمه ډوډۍ پخې کړي چې دوه یې د زیتونو په تېلو کې پخې شوې وي او یوه دې نرۍ ډوډۍ وي چې تېل ورباندې موښل شوي وي.
13هغه نفر دې څو خمیره ډوډۍ هم وړاندې کړي.
14د هر ډول ډوډۍ څخه دې یوه یوه ډوډۍ د یوې خاصې اعانې په توګه څښتن ته وړاندې کړي. دا د هغه کاهن دپاره دي چې د حیوان وینه اخلي او په قربانګاه باندې یې شیندي.
15د دغې سلامتۍ د نذرانې د حیوان غوښه باید په هماغه ورځ چې هغه قرباني کیږي وخوړل شي. له هغې څخه دې تر بل سهاره پورې هیڅ شی پاتې نه شي.
16نو که چېرې یو نفر خپله رضاکارانه نذرانه یا د نذر ورکولو په توګه د سلامتۍ نذرانه راوړي، نو قرباني دې په هماغه ورځ چې وړاندې کیږي وخوړل شي. خو څه چې پاتې شي هغه دې په راتلونکې ورځ وخوړل شي.
17کومه غوښه چې له قربانۍ څخه د دریمې ورځې پورې پاتې کیږي، باید وسوزول شي.
18که چېرې د سلامتۍ د نذرانې کومه غوښه په دریمه ورځ وخوړل شي، خدای به د هغه نفر نذرانه قبوله نه کړي. دا به د هغه په نذرانه کې حساب نه شي او هغه به ناپاکه وګڼل شي. که څوک له هغې څخه لږه وخوري، نو د خپلو بدو سزا به وویني.
19که چېرې دا غوښه په یو ناپاکه شي باندې ولګیږي هغه باید ونه خوړل شي، بلکه باید وسوزول شي.که څوک پاک وي، هغه کولی شي چې دا غوښه وخوري
20مګر که چېرې څوک ناپاک وي او د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه چې څښتن ته وړاندې کیږي وخوري، نو هغه نفر باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.
21که چېرې یو نفر یو ناپاکه شي ته لاس وروړي، که هغه انساني ناپاکي وي یا یو ناپاکه حیوان وي او بیا د سلامتۍ د نذرانې هغه غوښه وخوري، نو هغه نفر باید د خدای ل�� قوم څخه وشړل شي.>
22څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
24د یو حیوان وازګه چې په خپل مرګ مړ شوی وي یا یو وحشي حیوان وژلی وي باید په هیڅ صورت ونه خوړل شي، مګر هغه د کوم بل مقصد دپاره استعمالېدی شي.
25هرڅوک چې د یو داسې حیوان وازګه وخوري چې کېدای شي د یوې نذرانې په توګه څښتن ته په اور باندې تیاره شي، هغه باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.
26هرچېرې چې اوسېږئ باید د مارغه یا د حیوان وینه ونه خورئ.
27هرڅوک چې دا قانون مات کړي باید د خدای له قوم څخه وشړل شي.>
28څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
30هغه دې په خپل لاس هغه نذرانه راوړي چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. هغه دې د حیوان سینه د وازګې سره پورته ونیسي ترڅو دا وښایي چې هغه ماته وقف شوي دي.
31کاهن به وازګه په قربانګاه باندې وسوزوي، مګر سینه به د کاهنانو شي.
32همدارنګه تاسو باید د خپلې سلامتۍ د نذرانې د حیوان شاتنۍ ښي پښه کاهن ته د خاصې اعانې په توګه ورکړئ.
33کاهن چې د سلامتۍ د نذرانې وینه او وازګه وړاندې کوي، هغه به شاتنۍ ښي پښه د خپلې برخې په توګه واخلي.
34د حیوان سینه یو خاص سوغات دی او شاتنۍ ښي پښه یوه خاصه اعانه ده چې څښتن د اسراییلو د خلکو څخه اخیستې او کاهنانو ته یې ورکړې ده. په دې خاطر د اسراییلو خلک باید هغه د تل دپاره کاهنانو ته ورکړي.>
35دا د هغې نذرانې برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي چې حضرت هارون او د هغه زامنو ته په هغه ورځ ورکړل شوه په کومه ورځ چې هغوی د کاهنانو په توګه د څښتن د خدمت دپاره وټاکل شول.
36په هغه ورځ څښتن د اسراییلو په قوم باندې امر وکړ چې هغوی ته د نذرانې دا برخه ورکړي. دا یو داسې قانون دی چې د اسراییلو قوم باید د تل دپاره ورته غاړه کېږدي.
37دا مقررات د دغو نذرانو دپاره دي لکه سوزېدونکې نذرانې، د غلې دانې نذرانې، د ګناه نذرانې، د تاوان نذرانې، د ټاکنې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې.
38په دښته کې د سینا په غره باندې څښتن حضرت موسیٰ ته دا حکمونه ورکړل او په هماغه ورځ حضرت موسیٰ د اسراییلو قوم ته وفرمایل چې خپلې نذرانې راوړي.