Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
26 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3یا کوم ورک شوی شی پیدا کړي او دروغ ووایي او یا قسم وخوري چې هغه یې نه دی موندلی،
4-
5نو په دې ډول که چېرې یو نفر ګناه کوي، نو کوم شی چې هغه په غلا ترلاسه کړی وي هغه دې بېرته ورکړي. په هغه ورځ چې دا ثابته شي چې هغه ګناهکار دی، نو د هغه خاوند ته دې پوره تاوان ورکړي او شل فیصده دې زیات هم ورکړي.
6نو هغه دې یو داسې پسه چې کوم عیب په کې نه وي او د تاوان د نذرانې په توګه څښتن ته وړاندې کیږي کاهن ته راولي. هغه دې مناسبه بیه ولري.
7په دې ډول به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.>
8څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
10بیا به کاهن خپل د کتان نیکرونه د کتان د چپنې سره واغوندي او د سوزېدونکې نذرانې ایرې به چې د قربانۍ په ځای باندې پاتې شوې دي لېرې کړي او د قربانۍ د ځای په څنګ کې به یې واچوي.
11بیا دې هغه دا کالي وباسي او نور دې واغوندي او ایرې دې له کمپ څخه دباندې یو پاک ځای ته یوسي.
12په قربانګاه باندې باید اور روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي. کاهن دې هر سهار د اور لرګي ورزیاتوي او په اور باندې دې سوزېدونکې نذرانه په ترتیب سره ږدي او په هغه باندې دې د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوي.
13په قربانګاه باندې باید اور په دوامداره توګه روښانه وساتل شي او باید مړ نه شي.
14د غلې دانې د نذرانې دپاره دغه مقررات دي: د هارون زامن چې کاهنان دي دا نذرانه دې د قربانۍ د ځای مخې ته څښتن ته وړاندې کړي.
15کاهن دې له ښو اوړو او تېلو څخه چې خوشبویي ورباندې شیندل شوې ده او ټوله څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه واخلي او په قربانګاه باندې دې وسوزوي. د دې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
16-
17د هغې پاتې برخه به کاهنان وخوري. د هغې څخه دې فطیره ډوډۍ پخه شي او په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې دې وخوړل شي. څښتن هغه کاهنانو ته د هغو نذرانو څخه چې په اور باندې ورته تیاریږي د هغوی د برخې په توګه ورکړې ده. دا د ګناه او تاوان د نذرانو په شان ډېره مقدسه ده.
18د هارون هره اولاده چې نارینه وي هغه خوړلی شي. دا د هغو دوامدارو نذرانو یوه برخه ده چې تل به څښتن ته په اور باندې تیاریږي. که بل څوک هغو نذرانو ته لاس وروړي، نو د هغو مقدس توب به ورته زیان ورسوي.>
19همدارنګه څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
21هغه دې د تېلو سره ګډ شي او په تبۍ باندې دې پاخه شي او بیا دې میده میده شي او د غلې دانې د نذرانې په توګه دې وړاندې شي. دا یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
22د هارون د اولادې څخه چې هرڅوک د مشر کاهن په توګه خدمت کوي، تل به دا نذرانه وړاندې کوي. هغه دې څښتن ته د قربانۍ په توګه ټول وسوزول شي.
23د کاهن د غلې دانې هره نذرانه باید ټوله وسوزول شي، هغه باید ونه خوړل شي.>
24څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
26کاهن چې دا حیوان قرباني کوي، هغه دې په یو مقدس ځای یعنې د مقدسې خېمې په حویلۍ کې وخوري.
27که یو څوک یا یو شی د دې حیوان د غوښې سره ولګیږي، د هغې مقدس توب به ورته زیان ورسوي. که چېرې د کالیو کوم ځای د دې حیوان په وینه ککړ شي، هغه باید په یو مقدس ځای کې ومینځل شي.
28د خاورو یو لوښی چې هغه غوښه په کې خوټول کیږي باید مات شي او که چېرې د برنجو د لوښي څخه کار اخیستل کیږي، باید وموښل شي او په اوبو کنګال شي.
29د کاهنانو د کورنیو هر نارینه کولی شي چې دا نذرانه وخوري، هغه ډېره مقدسه ده.
30مګر د ګناه کومه نذرانه چې وینه یې مقدسې خېمې ته راوړل کیږي چې په مقدس ځای کې یې کفاره ادا شي، هغه نذرانه باید ونه خوړل شي، باید وسوزول شي.