Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
18 verses
1په دې لاندینیو حالتونو کې د ګناه نذرانې ضروري دي:که چېرې څوک د شاهدۍ ورکولو دپاره محکمې ته وغوښتل شي او د هغو شیانو په باره کې چې هغه لیدلي یا اورېدلي دي معلومات ورنه کړي، نو هغه ته دې د خپلو بدو سزا ورکړل شي.
2که چېرې د چا لاس په سهوې سره د یو شي سره چې په مذهبي لحاظ ناپاک وي لکه مړ شوي حیوان سره ولګیږي، نو کله چې پوه شي چې هغه څه کړي دي، نو هغه نفر ناپاکه او ګناهکار دی.
3که چېرې څوک په سهوې سره د انساني ناپاکۍ سره که هغه هرڅه وي ولګیږي، نو څنګه چې پوه شي چې څه یې کړي دي، هغه به ګناهکار وګڼل شي.
4که چېرې د یو چا فکر نه وي او قسم وخوري، مهمه نه ده چې د څه شي په هکله وي، څنګه چې ورڅخه خبر شي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.
5کله چې څوک له دغو ګناهونو څخه یوه ګناه وکړي، هغه باید د هغې ګناه اقرار وکړي
6او د خپلې ګناه د جریمې په توګه باید څښتن ته د ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه یا وزه راولي او کاهن به د هغه د ګناه دپاره کفاره ادا کړي.
7که چېرې هغه نفر مېږه یا وزه نه شي اخیستلی، نو څښتن ته دې د خپلې ګناه د جریمې په توګه دوه کوترې یا دوه قمري ګانې راوړي یعنې یوه د ګناه د نذرانې او بله د سوزېدونکې نذرانې دپاره.
8هغه دې کاهن ته راوړي او کاهن به اول یوه د ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي. هغه دې په داسې طریقې سره د هغې اورمېږ تاو کړي چې سر ورڅخه جلا نه شي.
9هغه دې د ګناه د نذرانې څخه لږه وینه د قربانګاه په اړخ کې وشیندي، پاتې وینه باید د قربانګاه په بېخ کې وڅڅول شي. دا د ګناه نذرانه ده.
10بیا به د مقرراتو په مطابق هغه دوهمه مرغۍ د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کړي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
11که چېرې هغه نفر دوه کوترې یا دوه قمري ګانې هم نه شي اخیستلی، نو د خپلې ګناه د نذرانې دپاره دې یو کیلوګرام ښه اوړه راوړي. په هغو باندې دې د زیتونو تېل یا خوشبویي نه اچوي، ځکه چې دا د ګناه نذرانه ده.
12هغه باید کاهن ته راوړي، کاهن به له هغو اوړو څخه چې ټول څښتن ته وړاندې کیږي یو موټی د نمونې په توګه راواخلي او د نورو نذرانو سره به یې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا د ګناه د لېرې کولو نذرانه ده.
13په دې ډول به کاهن د هغه د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي. پاتې نذرانه به د غلې دانې د نذرانې په شان د کاهن وي.>
14څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
16برسېره پردې، نوموړی باید هغه پیسې ورکړي چې د هغو په ورکولو نه دی بریالی شوی او شل فیصده دې زیاتې هم ورکړي. هغه به دا ټولې پیسې کاهن ته ورکوي. کاهن به د هغه دپاره په پسه باندې د تاوان د نذرانې په توګه کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
17که چېرې څوک په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه ګناهکار دی او د هغې جرمانه به ورکوي.
18هغه دې د تاوان د نذرانې په توګه کاهن ته یو داسې پسه راولي چې کوم عیب په کې نه وي او مناسبه بیه ولري. په دې ډول به کاهن د هغه د ګناه دپاره چې په سهوې سره یې کړې ده کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
19دا د هغې ګناه دپاره د تاوان یوه نذرانه ده چې د څښتن په مقابل کې یې کړې ده.>