Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
34 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3که چېرې مشر کاهن ګناه وکړي او په دې ډول قوم ګناهکار کړي، هغه به یو داسې ځوان غویی وړاندې کوي چې کوم عیب په کې نه وي او د خپلې ګناه دپاره به یې څښتن ته قرباني کوي.
4هغه دې غویی د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راولي، خپل لاس دې د هغه په سر باندې کېږدي او د څښتن په حضور کې دې هلته حلال کړي.
5بیا به مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته به یې یوسي.
6هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او لږه وینه دې واخلي او اووه ځلې دې د څښتن په حضور کې د مقدس ځای د پردې مخې ته وشیندي.
7بیا به کاهن لږه وینه په خېمه کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د خېمې د دروازې په خوله کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
8هغه به له دې غویي څخه ټوله وازګه واخلي، یعنې هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
9پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه،
10لکه څنګه چې وازګه له غویي څخه چې د سلامتۍ د نذرانې په توګه قرباني کیږي لېرې کیږي. بیا به کاهن هغه د سوزېدونکې نذرانې په قربانګاه باندې وسوزوي.
11مګر هغه به د هغه پوستکی، ټوله غوښه، سر، پښې او د هغه د نس دنننۍ برخې د خوشایو سره واخلي،
12هغه به ټول د کمپ څخه دباندې پاک ځای ته چېرته چې ایرې غورزول کیږي یوسي او هلته به یې د لرګیو په اور باندې وسوزوي.
13که چېرې د اسراییلو ټول قوم په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغوی به ګناهکار وګڼل شي.
14کله چې هغوی په خپله ګناه پوه شي، باید د ګناه د نذرانې په توګه یو ځوان غویی راولي او د مقدسې خېمې په مخ کې دې هغه وړاندې کړي.
15د قوم مشران دې خپل لاسونه د غویي په سر باندې کېږدي او غویی دې د څښتن په حضور کې حلال شي.
16بیا دې مشر کاهن د غویي له وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته دې یوسي.
17هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او هغه دې د څښتن په حضور کې اووه ځلې د پردې مخې ته وشیندي.
18بیا دې هغه لږه وینه په مقدسه خېمه کې د څښتن په حضور کې د خوشبویۍ د قربانګاه په برجونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې د سوزېدونکې نذرانې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
19بیا به هغه د غویي ټوله وازګه لېرې کړي او په قربانګاه باندې به یې وسوزوي.
20هغه به د دې غویي سره هماغسې کار وکړي لکه څنګه چې د ګناه د نذرانې د غویي سره یې کړی ؤ. په دې ډول به کاهن د قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي.
21بیا به هغه غویی له کمپ څخه دباندې یوسي او وبه یې سوزوي، لکه څنګه چې هغه غویی یې سوزولی ؤ چې د هغه د ګناه دپاره وړاندې شوی ؤ. دا هغه نذرانه ده چې د ټول قوم د ګناه د لېرې کولو دپاره ده.
22کله چې یو مشر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.
23کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، هغه باید د خپلې نذرانې په توګه یو داسې وز راولي چې کوم عیب په کې نه وي.
24هغه دې خپل لاس د وز په سر باندې کېږدي او په هغه ځای کې دې حلال کړي چېرته چې د څښتن په حضور کې د سوزېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي. دا د ګناه نذرانه ده.
25بیا دې کاهن د هغه وز د وینې څخه په خپله ګوته باندې لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي. پاتې وینه به د قربانۍ د ځای په بېخ کې توی کړي.
26بیا دې هغه دا ټوله وازګه په قربانګاه باندې وسوزوي لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوزوله. په دې ډول به کاهن د هغه مشر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
27که چېرې کوم عام نفر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي نو هغه به ګناهکار وګڼل شي.
28کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، باید د خپلې نذرانې په توګه یوه داسې وزه راولي چې کوم عیب په کې نه وي.
29هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي.
30بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
31هغه به د وزې ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ له نذرانې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې وسوزوي چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.
32که چېرې هغه د خپلې ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه راولي، هغه باید داسې مېږه وي چې کوم عیب په کې نه وي.
33هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوزېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي.
34بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانګاه په برجونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانګاه په بېخ کې توی کړي.
35بیا به د هغې څخه ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې له پسه یا مېږې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه په قربانګاه باندې د هغو نذرانو سره یوځای وسوزوي چې څښتن ته تیاریږي. په دې ډول به کاهن د هغه نفر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.