Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
17 verses
1کله چې څوک د خپلې پادې یو حیوان د سلامتۍ د نذرانې په توګه د څښتن په حضور کې وړاندې کوي، هغه دې یو داسې غویی یا غوا وي چې کوم عیب په کې نه وي.
2هغه به خپل لاس د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه به د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې حلال کړي. بیا به د هارون زامن چې کاهنان دي، هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
3هغه نفر دې د حیوان دغه برخې څښتن ته د داسې قربانۍ په توګه چې په اور باندې تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
4پښتورګي د وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
5بیا دې کاهنان هغه ټوله د سوزېدونکې نذرانې سره په قربانګاه باندې وسوزوي. د داسې نذرانې بوی په څښتن باندې ښه لګیږي.
6که چېرې هغه نفر د خپلې رمې څخه یو حیوان څښتن ته د سلامتۍ د نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه دې یو داسې ښځینه یا نر حیوان وي چې کوم عیب په کې نه وي.
7که چېرې هغه پسه وړاندې کوي،
8نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او هغه دې د خېمې په مخ کې حلال کړي. کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
9هغه دې د سلامتۍ د نذرانې څخه یوه داسې قرباني راوړي چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي: لکه د هغې وازګه، ټول لم چې له شمزۍ څخه پرې کړل شوی وي او ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
10پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
11کاهن دې هغه د خواړو د نذرانې په توګه څښتن ته په قربانګاه باندې وسوزوي.
12که چېرې د هغه نفر نذرانه یوه وزه یا وز وي،
13نو خپل لاس دې د حیوان په سر باندې کېږدي او د مقدسې خېمې په مخکې دې حلال کړي. بیا به کاهنان د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
14هغه دې د خپلې نذرانې یوه برخه چې په اور باندې څښتن ته تیاریږي وړاندې کړي: ټوله وازګه چې په کولمو باندې پرته وي،
15پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه.
16کاهن به دا ټول د خواړو د نذرانې په توګه چې څښتن ورباندې خوشالیږي په قربانګاه باندې وسوزوي. ټوله وازګه د څښتن ده.
17هیڅ اسراییلی نه شي کولی چې کومه وازګه یا وینه وخوري. دا یو دایمي حکم دی چې ټول اسراییلیان چې هرچېرته اوسیږي باید د هغه څخه پیروي وکړي.>