Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1اکله چې ستاسو څخه څوک څښتن ته د غلې دانې نذرانه وړاندې کوي، هغه نذرانه دې د ښو اوړو څخه وي. په هغې باندې دې د زیتونو تېل توی کړي، خوشبویي دې ورباندې واچوي
2او د هارون زامنو یعنې کاهنانو ته دې وروړي. کاهن به د ټولې خوشبویۍ سره د ښو اوړو څخه چې تېل ورسره ګډ دي یو موټی راواخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
3د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده، دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
4که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تنور کې پخه شوې وي، باید فطیره وي. هغه باید د داسې ښو اوړو څخه جوړه شوې وي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي یا نرۍ ډوډۍ چې د زیتونو تېل ورباندې سولول شوي وي.
5که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په تبۍ باندې پخه شوې وي، هغه دې له داسې ښو اوړو څخه جوړه شي چې د زیتونو تېل ورسره ګډ وي، مګر فطیره دې وي.
6هغه ټوټې ټوټې کړئ او نور تېل ورباندې واچوئ، دا د غلې دانې یوه نذرانه ده.
7که چېرې نذرانه داسې ډوډۍ وي چې په ارکاره باندې پخه شوې وي، هغه دې د ښو اوړو او د زیتونو د تېلو څخه جوړه شي.
8له دې شیانو څخه چې کومه د غلې دانې نذرانه جوړه شوې وي، هغه څښتن ته راوړئ او کاهن ته یې وړاندې کړئ، هغه به یې د قربانۍ ځای ته یوسي.
9کاهن به له هغې څخه یوه برخه واخلي او هغه به د یوې نمونې په توګه چې ټوله څښتن ته وړاندې کیږي، په قربانګاه باندې وسوزوي. دا یوه داسې نذرانه ده چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي.
10د غلې دانې پاتې نذرانه د کاهنانو ده. دا ډېره مقدسه ده. دا د هغو نذرانو یوه ډېره مقدسه برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي.
11هغه د غلې دانې نذرانې چې څښتن ته یې وړاندې کوئ، په هیڅ یوه کې دې خمیره نه وي. تاسو باید په هغو نذرانو کې چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي هیڅ خمیره یا شات استعمال نه کړئ.
12باید د اولینو غلو دانو څخه چې هر کال یې رېبئ څښتن ته یوه نذرانه راوړئ، خو هغه باید په قربانګاه باندې ونه سوزول شي.
13د غلې دانې په هرې نذرانې باندې مالګه واچوئ، ځکه چې مالګه د خدای او ستاسو په منځ کې د لوظ استازیتوب کوي. (تاسو باید په خپلو ټولو نذرانو باندې مالګه واچوئ.)
14کله چې تاسو څښتن ته د اولنیو رېبل شویو غلو دانو نذرانه راوړئ، نو نینې شوې دانې یا میده اوړه ورته وړاندې کړئ.
15په هغې باندې د زیتونو تېل ورزیات کړئ او خوشبویي ورباندې واچوئ. دا د غلې دانې یوه نذرانه ده.
16کاهن به د میده اوړو او تېلو یوه برخه د نمونې په توګه د ټولې خوشبویۍ سره یوځای د یوې نذرانې په توګه وسوزوي.