Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1څښتن حضرت موسیٰ له مقدسې خېمې څخه راوغوښت او ورته ویې فرمایل:
3که چېرې هغه د خپلې پادې څخه یو حیوان د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یو داسې غویی راولي چې څه عیب په کې نه وي. هغه باید د مقدسې خېمې د دروازې په خولې کې وړاندې کړي، ترڅو څښتن هغه قبول کړي.
4هغه به د حیوان په سر باندې خپل لاس کېږدي او دا به د هغه د ګناهونو د لېرې کولو دپاره د کفارې په توګه قبول شي.
5هغه باید د څښتن په حضور کې غویی حلال کړي او د هارون زامن به چې د کاهنانو په توګه خدمت کوي، د هغه وینه راوړي او د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې چې د مقدسې خېمې د دروازې په مخکې ده وشیندي.
6بیا به د هغه حیوان پوستکی وباسي او ټوټې ټوټې به یې کړي،
7او کاهنان دې د قربانۍ په ځای باندې لرګي په ترتیب سره کېږدي او اور دې ولګوي.
8هغوی دې د حیوان ټوټې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي.
9هغه نفر باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی دی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
10که چېرې هغه نفر له خپلې رمې څخه یو حیوان وړاندې کوي، هغه باید نر وي او څه عیب په کې نه وي.
11هغه باید د څښتن په حضور کې د قربانۍ د ځای شمال خواته حلال کړي او کاهنان به د هغه وینه د قربانۍ د ځای په څلورو خواو باندې وشیندي.
12وروسته له دې چې حیوان ټوټې ټوټې شي، کاهن به دا ټولې برخې د سر او وازګې سره په اور باندې کېږدي.
13هغه باید کولمې او پښې ومینځي او کاهن دې دا قرباني وړاندې کړي او هغه ټول دې په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.
14که چېرې هغه یو مارغه د سوزېدونکې نذرانې په توګه وړاندې کوي، هغه باید یوه کوتره یا قمري وي.
15کاهن به هغه په قربانګاه باندې وړاندې کړي، د هغې اورمېږ به تاو کړي او سر به یې د قربانۍ په ځای باندې وسوزوي. د هغې وینه به د قربانۍ د ځای په اړخ کې وڅڅیږي.
16د هغې ججوره به د هرڅه سره لېرې کړي او د قربانۍ د ځای لمرخاته خواته به یې وغورزوي چېرته چې ایرې اچول کیږي.
17د هغې وزرونه به ونیسي او بدن به یې په منځ کې داسې څیري کړي چې وزرونه یې ورڅخه بېل نه شي او بیا به هغه ټول په قربانګاه باندې وسوزوي. دا سوزېدونکې نذرانه ده، یو داسې بوی چې په څښتن باندې ښه لګیږي.