Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
37 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3په هغې کې د لوظ صندوق چې لس حکمونه په کې دي کېږده او هغه په پردې باندې پټ کړه.
4مېز دننه راوړه او سامان ورباندې کېږده. همدارنګه څراغدان هم دننه راوړه او څراغونه ورباندې کېږده.
5د سرو زرو د خوشبویۍ قربانګاه د لوظ د صندوق په مخ کې کېږده او د خېمې په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.
6د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د مقدسې خېمې د دروازې په مخ کې کېږده.
7د خېمې او قربانګاه ترمنځ تشت کېږده او اوبه په کې واچوه.
8د هغې ګردچاپېره یوه حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازه باندې پرده ځوړنده کړه.
9د مسح کولو تېل واخله او خېمه او هرڅه چې په کې دي هغه ورباندې مسح کړه. خېمه او د هغې ټول سامان وقف کړه او هغه به مقدس شي.
10بیا د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي مسح کړه. د قربانۍ ځای وقف کړه او هغه به په بشپړه توګه مقدس شي.
11تشت او د هغه پایه مسح کړه او وقف یې کړه.
12هارون او د هغه زامن د مقدسې خېمې د دروازې خولې ته راوله او غسل ورته ورکړه.
13بیا هارون ته خاص لباس ورواغونده او مسح او وقف یې کړه ترڅو هغه د کاهن په توګه زما خدمت وکړي.
14د هغه زامن راوله او کمیسونه ورته ورواغونده.
15هغوی کټ مټ داسې مسح کړه لکه څنګه چې تا د هغوی پلار مسح کړ، ترڅو هغوی د کاهنانو په توګه زما خدمت وکړي. د هغوی مسح کېدل به د یو داسې کاهنتوب دپاره وي چې تل ترتله به دوام ومومي.>
16حضرت موسیٰ هرڅه کټ مټ د څښتن د امر په مطابق وکړل.
17نو په دوهم کال وروسته له دې چې هغوی له مصر څخه لاړل، د اولې میاشتې په اوله ورځ خېمه ودروله شوه.
18کله چې حضرت موسیٰ خېمه ودروله نو د هغې پایې یې په خپل ځای کې کېښودلې. چوکاټونه یې ودرول، اړمونه یې ورننه ایستل او ستنې یې ودرولې.
19لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه په خېمه باندې پوښ وغوړاوه او په هغه باندې یې بیرونی پوښ واچاوه.
20هغه د تیږو دوه لوحې واخیستلې او د لوظ په صندوق کې یې کېښودلې. میلې یې د صندوق په کړۍ ګانو کې واچولې او هغه سرپوښ یې ورباندې واچاوه چې کفاره ورباندې ادا کیږي.
21لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، حضرت موسیٰ د لوظ صندوق خېمې ته دننه راوړ او پرده یې ځوړنده کړه. په دې ډول یې صندوق پټ کړ.
22حضرت موسیٰ مېز په خېمه کې شمال خواته د پردې څخه بیرون کېښود
23او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغه باندې یې هغه مقدسه ډوډۍ کېښودله چې څښتن ته وړاندې کیږي.
24څراغدان یې په خېمه کې مېز ته مخامخ جنوب خواته کېښود
25او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، د څښتن په حضور کې یې څراغونه کېښودل.
26حضرت موسیٰ د سرو زرو قربانګاه په خېمه کې د پردې په مخ کې کېښودله
27او لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، په هغې باندې یې خوشبویي وسوزوله.
28بیا یې پرده د خېمې په دروازه کې ځوړنده کړه.
29لکه څنګه چې څښتن امر کړی ؤ، هغه د سوزېدونکې نذرانې قربانګاه د خېمې دروازې ته نژدې ودروله او په هغې باندې یې سوزېدونکې او د غلې دانې نذرانې وړاندې کړې.
30تشت یې د خېمې او د قربانۍ د ځای ترمنځ کېښود او د مینځلو دپاره یې اوبه په کې واچولې
31او حضرت موسیٰ، حضرت هارون او د هغه زامنو به د هغه څخه د خپلو لاسونو او پښو د مینځلو دپاره کار اخیست.
32هرکله به چې هغوی خېمې ته ورننوتل یا به د قربانۍ ځای ته ورتلل، نو خپل لاسونه او پښې به یې مینځلې، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ.
33بیا حضرت موسیٰ د خېمې او د قربانۍ د ځای ګردچاپېره حویلۍ جوړه کړه او د حویلۍ په دروازې باندې یې پرده ځوړنده کړه. نو حضرت موسیٰ کار پای ته ورساوه.
34بیا ورېځ خېمه پټه کړه او د څښتن د جلال څخه ډکه شوه.
35نو له دې کبله حضرت موسیٰ نه شو کولی چې خېمې ته ورننوزي.
36اسراییلیانو به یوازې هغه وخت خپل کمپ بل ځای ته انتقالاوه چې کله به ورېځ د خېمې څخه پورته کېدله.
37ترڅو پورې چې ورېځ به هلته ولاړه وه نو هغوی به خپل کمپ نه انتقالاوه.
38د ټولو سفرونو په دوران کې ټولو اسراییلیانو د ورځې له خوا د څښتن د حضور ورېځ د خېمې دپاسه لیدلی شوه او د شپې له خوا به یې لیدل چې په ورېځ کې اور بلیږي.