Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
43 verses
1د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه هغوی په مقدس ځای کې د خدمت کولو دپاره ښکلي کالي جوړ کړل. هغوی د حضرت هارون دپاره هم د څښتن د حکم په مطابق چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ، خاص لباس جوړ کړ.
2هغوی د سرو زرو او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه مقدس پېشبند جوړ کړ.
3هغوی سره زر وټکول او نرۍ پاڼې یې ورڅخه جوړې کړې او تارونه یې ورڅخه پرې کړل چې په آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان کې ورڅخه کار واخیستل شي، دا د یو ماهر کسبګر کار ؤ.
4هغوی د مقدس پېشبند دپاره د اوږې دوه تسمې جوړې کړې او د هغه په دواړو خواو باندې یې ونښلولې چې پېشبند ورسره وتړل شي.
5ښه اوبدل شوی کمربند چې د همدغه شان موادو څخه جوړ شوی ؤ، هغه د مقدس پېشبند سره ونښلول شو چې د یوې ټوټې په شان ښکاره شي. هغوی دا کار د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ وکړ.
6هغوی سلیماني تیږې په هغو ځایونو کې ولګولې چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي او په هغو باندې یې د مهر په شان د حضرت یعقوب د زامنو د نومونو نقش وویست.
7لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه تیږې د مقدس پېشبند د اوږې په تسمو باندې ولګولې چې د اسراییلو د دولسو قبیلو استازیتوب وکړي.
8هغوی سینه پوښ د هماغو موادو څخه جوړ کړ چې مقدس پېشبند ورڅخه جوړ شوی ؤ او هماغسې ګلدوزي په کې وشوه.
9هغه څلور کنجه ؤ، دوه ویشت سانتي اوږد ؤ او دوه ویشت سانتي پلن ؤ او دوه قاته ؤ.
10بیا هغوی په هغه باندې څلور قطاره قیمتي تیږې ولګولې. په اول قطار کې یې یو یاقوت، یو ژیړ یاقوت او یو لعل ولګاوه،
11په دوهم قطار کې یې یو زمروت، یو شین یاقوت او یو الماس ولګاوه،
12په دریم قطار کې یې یوه فیروزه، یو عقیق او یو ارغواني یاقوت ولګاوه،
13په څلورم قطار کې یې یو شینکی یاقوت، یوه سلیماني تیږه او یو یشم ولګاوه. هغه په داسې ځایونو کې ولګول شول چې د سرو زرو د قابونو په شان جوړ شوي دي.
14دولس تیږې وې، د حضرت یعقوب د زامنو د هر نوم دپاره یوه یوه تیږه، په هرې یوې کې د یو مهر په شان نقش ایستل شوی ؤ او د دولسو قبیلو څخه د یوې قبیلې نوم په کې ؤ.
15هغوی د سینه پوښ دپاره د سوچه سرو زرو څخه داسې ځنځیرونه جوړ کړل چې د یوې رسۍ په شان تاو شوي وو.
16دوه د سرو زرو د قابونو په شان ځایونه او دوه د سرو زرو کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د سینه پوښ په پورتنیو کنجونو پورې یې ونښلولې.
17په دغو دوو کړیو باندې یې دوه د سرو زرو ځنځیرونه وتړل،
18او د ځنځیرونو دوه نور سرونه یې په هغو ځایونو باندې چې د سرو زرو د قابونو په شان وو وتړل او په دې ډول یې د مقدس پېشبند د اوږې د تسمو په مخکینۍ برخې باندې ونښلول.
19هغوی د سرو زرو دوه کړۍ ګانې جوړې کړې او د سینه پوښ په لاندینیو کنجونو پورې یې په دنننۍ څنډې باندې د مقدس پېشبند په څنګ کې ونښلولې.
20دوه نورې کړۍ ګانې یې جوړې کړې او د اوږې د تسمو په لاندینۍ برخه کې یې ونښلولې چې د مقدس پېشبند په مخکینۍ برخې باندې بخۍ ته نژدې او د مقدس پېشبند د کمربند دپاسه وې.
21لکه څنګه چې څښتن حضرت موسیٰ ته امر کړی ؤ، هغوی د سینه پوښ کړۍ ګانې د مقدس پېشبند د کړۍ ګانو سره په آبي مزي باندې وتړلې چې د کمربند سره وصل شي، ترڅو سینه پوښ د مقدس پېشبند څخه لېرې نه شي.
22هغه چپنه چې د مقدس پېشبند لاندې اغوستل کېدله ټوله د آبي ټوکر څخه جوړه شوه.
23د هغې په منځ کې یې د سر دپاره یو سوری پرېښود او د سوري ګردچاپېره یې یوه غاړه وګنډله ترڅو چپنه ونه شلیږي.
24هغوی د چپنې د لمنې په څنډه باندې د آبي، بانجاني او سرو وړیو او ښه کتان څخه انار جوړ کړل.
25د سوچه سرو زرو څخه یې زنګونه جوړ کړل او هغه یې د لمنې په څنډه باندې د انارو ترمنځ ونښلول.
26لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ زنګونه او انار د هغې چپنې د لمنې په څنډه باندې چې د خدمت کولو دپاره به اغوستل کېدله، د یو او بل ترمنځ راغلل.
27هغوی د حضرت هارون او د هغه د زامنو دپاره د ښه کتان څخه کمیسونه جوړ کړل
28او لونګۍ، خولۍ ګانې او نیکرونه یې ورته د ښه کتان څخه جوړ کړل.
29پټۍ د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه جوړه شوې وه او هغه ګلدوزي شوې وه، لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ
30هغوی د سوچه سرو زرو څخه یو ګل جوړ کړ او په هغه باندې یې د دې لغتونو یعنې څښتن ته وقف شوی یو نقش وویست لکه څنګه چې په یو مهر باندې ایستل کیږي.
31لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ هغوی هغه ګل په یو آبي مزي باندې د لونګۍ په مخکینۍ برخې پورې وتاړه.
32په دې ډول هغه ټول کار چې په مقدسې خېمې باندې روان ؤ هغه ختم شو. اسراییلیانو ټول شیان د څښتن د امر سره سم چې حضرت موسیٰ ته یې کړی ؤ جوړ کړل.
33بیا هغوی دا شیان حضرت موسیٰ ته راوړل: خېمه او د هغې ټول سامان، د هغې چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې،
34د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ، د ښې څرمنې پوښ او دنننۍ پرده،
35د لوظ صندوق چې د تیږو لوحې په کې دي، د هغه د میلو سره او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي،
36مېز د هغه د ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ،
37د سوچه سرو زرو څراغدان، د هغه څراغونه، د هغه ټول سامان او د څراغونو دپاره تېل،
38د سرو زرو قربانګاه، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده،
39برنجي قربانګاه د هغې د برنجي جالۍ سره، د هغې ستنې او ټول لوښي، تشت د پایې سره،
40د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده، د حویلۍ دپاره رسۍ ګانې او مېخونه، د مقدسې خېمې دپاره ټول سامان
41او ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د حضرت هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس کله چې هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي.
42لکه څنګه چې څښتن په حضرت موسیٰ باندې امر کړی ؤ، اسراییلیانو ټول کارونه سرته رسولي وو.
43حضرت موسیٰ ټول کار وکاته او ویې لیدل چې هغوی د څښتن د امر سره سم کار کړی ؤ. نو هغوی ته یې برکت ورکړ.