Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
31 verses
1صلئیل د غز د لرګي څخه یو د قربانۍ ځای جوړ کړ چې یو متر او دېرش سانتي لوړ ؤ. هغه څلور کنجه ؤ، دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دوه متره او شل سانتي پلن ؤ.
2هغه د څلورو کنجونو دپاسه برجونه جوړ کړل چې هغه د قربانګاه سره ټول د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول او ټولو ته یې د برنجو پوښ ورکړ.
3د هغه ټول سامان یې د برنجو څخه جوړ کړ، یعنې د ایرو د لېرې کولو لوښي او د هغه بېلچې، د وینې د شیندلو کاسې، د غوښې قاشق پنجې او د اور لوښي.
4هغه یوه د برنجو جالۍ جوړه کړه او د قربانۍ د ځای د څنډې لاندې یې کېښودله، ترڅو د قربانګاه تر نیمایي پورې ورسیږي.
5د دې دپاره یې د برنجو کړۍ ګانې جوړې کړې چې د جالۍ د څلورو کنجونو میلې ونیسي.
6د غز د لرګي څخه یې د وړلو میلې جوړې کړې او د برنجو پوښ یې ورته ورکړ
7او د قربانۍ د ځای د دواړو اړخونو په کړیو کې یې ولګولې. د قربانۍ ځای د تختو څخه جوړ شوی ؤ او تش ؤ.
8بصلئیل برنجي تشت او د هغه برنجي پایه د هغو ښځو د برنجي آیئنو څخه جوړ کړل چې د مقدسې خېمې په دروازه کې یې خدمت کاوه.
9بصلئیل د مقدسې خېمې دپاره یوه حویلۍ جوړه کړه. جنوب خوا یې پنځه څلوېښت متره اوږده وه او د ښه کتان پردې یې درلودلې،
10چې د برنجو په شلو پایو کې د شلو برنجي ستنو په وسیله ټینګې شوې وې، چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه په کې وو.
11حویلۍ د شمال خواته هم همداسې وه.
12د حویلۍ په لوېدیځه خوا کې پردې وې چې دوه ویشت متره اوږدې وې او لس ستنې او پایې یې درلودلې چې د سپینو زرو څخه جوړ شوي چنګکونه او سیخونه ورسره وو.
13ختیځې خواته یعنې هغه ځای کې چې د ننوتلو دروازه وه، هم حویلۍ دوه ویشت متره پلنه وه.
14-
15د دروازې دواړو خواو ته د درې ستنو او پایو سره اووه متره پردې وې.
16د حویلۍ ګردچاپېره ټولې پردې د ښه کتان څخه جوړې شوې وې.
17د ستنو دپاره چې کومې پایې وې، هغه د برنجو څخه جوړې شوې وې او چنګکونه، سیخونه او د ستنو د سرونو پوښونه د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو. د حویلۍ ګردچاپېره ټولې ستنې د سپینو زرو د سیخونو سره نښلول شوې وې.
18د حویلۍ د دروازې پرده د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه جوړه شوې وه او ګلدوزي په کې شوې وه. هغه نهه متره اوږده او د حویلۍ د پردو په شان دوه متره او شل سانتي لوړه وه.
19هغه په څلورو داسې ستنو باندې ټینګه شوې وه چې په څلورو برنجي پایو کې وې. چنګکونه، د سرونو پوښونه او سیخونه یې د سپینو زرو څخه جوړ شوي وو.
20د خېمې او د هغې د ګردچاپېره حویلۍ ټول مېخونه برنجي وو.
21دا هغه لست دی چې د فلزاتو هغه اندازه په کې ده چې په مقدسه خېمه کې په هغه ځای کې ورڅخه کار واخیستل شو چې د تیږو دوه لوحې چې لس حکمونه ورباندې لیکل شوي وو ساتل شوې وې. د لست فرمایش حضرت موسیٰ ورکړی ؤ او هغو لاویانو جوړ کړ چې د حضرت هارون کاهن د زوی ایتامار تر لارښودنې لاندې یې کار کاوه.
22د یهودا د قبیلې بصلئیل د اوري زوی او د حور لمسي هغه ټول شیان جوړ کړل چې د هغو د جوړولو امر څښتن په حضرت موسیٰ باندې کړی ؤ.
23د هغه سره د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب ؤ، هغه یو کسبګر او طرح کوونکی ؤ او د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان ګلدوز ؤ.
24د هغو ټولو سرو زرو وزن چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو او د مقدس ځای په کار کې ورڅخه کار واخیستل شو زر کیلوګرامه ؤ. دا د هغه وزن په مطابق وو چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده.
25د هغو سپینو زرو اندازه چې د اسراییلو د قوم د هغو خلکو څخه ترلاسه شول چې په سرشمېرنه کې شمېرل شوي وو، ۳۴۲۵ کیلوګرامه وه، د هغه وزن په مطابق چې په مقدس ځای کې ورڅخه کار اخیستل کېده.
26د نفر په سر یو مثقال راتله، (دا مثقال د مقدس ځای د مثقال په مطابق ؤ)، ټول خلک چې شمېرل شوي وو او عمر یې د شلو کالو څخه زیات ؤ، ټول ۶۰۳۵۵۰ نفره وو.
27د سپینو زرو څخه ۳۴۰۰ کیلوګرامه د دې دپاره استعمال شول چې د مقدس ځای او پردې دپاره سل پایې جوړې شي او د هرې پایې دپاره څلوردېرش کیلوګرامه وو.
28د پاتې پنځه ویشتو کیلوګرامو سپینو زرو څخه بصلئیل سیخونه، د ستنو دپاره چنګکونه او د هغو د سرونو دپاره پوښونه جوړ کړل.
29د هغو برنجو اندازه چې خلکو څښتن ته وقف کړي وو، ۲۴۰۰ کیلوګرامه وه.
30هغه له دې برنجو څخه د لاندینیو شیانو په جوړولو کې کار واخیست: د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پایې، برنجي قربانګاه او د هغې جالۍ او ټول لوښي،
31د ګردچاپېره حویلۍ او د هغې د دروازې دپاره پایې او د خېمې او ګردچاپېره حویلۍ دپاره ټول مېخونه.