Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
29 verses
1بصلئیل د غز د لرګي څخه د لوظ صندوق جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ، پنځه شپېته سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ.
2د هغه منځنۍ او بیرونۍ برخې ته یې د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.
3د هغه دپاره یې څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او د هغه په څلورو پایو باندې یې وتړلې، چې دوه کړۍ ګانې یې په یو خوا او دوه په بلې خوا وې.
4بیا هغه د غز د لرګي څخه میلې جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ.
5میلې یې هغو کړیو ته د وړلو دپاره ورننویستلې چې د صندوق په څنګونو کې وې.
6د سوچه سرو زرو څخه یې د صندوق سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي جوړ کړ چې یو متر او لس سانتي اوږد ؤ او پنځه شپېته سانتي پلن ؤ.
7بیا هغه د سرپوښ په سرونو کې د ټکول شویو سرو زرو څخه دوه کروبیان جوړ کړل.
8یو کروب یې په یو سر او دوهم کروب یې په بل سر کې جوړ کړ، په دوو سرونو کې یې د سرپوښ سره کروبیان د سرو زرو د یوې ټوټې څخه جوړ کړل.
9د کروبیانو وزرونه د دې دپاره پورته خپاره وو چې په سرپوښ باندې سیوری وکړي. کروبیان یو بل ته مخامخ وو او د سرپوښ خواته یې کتل.
10بصلئیل د غز د لرګي څخه یو داسې مېز جوړ کړ چې نوي سانتي اوږد ؤ، پنځه څلوېښت سانتي پلن ؤ او پنځه شپېته سانتي لوړ ؤ.
11بیا یې هغه ته د سوچه سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.
12همدارنګه د هغه ګردچاپېره یې یو چوکاټ جوړ کړ چې پراخوالی یې پنځه اویا ملي متره ؤ او په چوکاټ باندې یې د سرو زرو څنډه جوړه کړه.
13هغه د مېز دپاره څلور د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې او په هغو څلورو کنجونو کې یې وتړلې چېرته چې څلور پایې وې.
14کړۍ ګانې چوکاټ ته نژدې وې، د دې دپاره چې هغه میلې ونیسي چې د مېز په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کېده.
15د مېز د وړلو میلې د غز د لرګي څخه جوړې شوې وې او د سرو زرو پوښ ورته ورکړل شوی ؤ.
16هغه ټول شیان چې په مېز باندې ایښودل کېدل یعنې کاسې، قابونه او د څښلو د نذرانو دپاره منګي او جامونه د سوچه سرو زرو څخه جوړ شول.
17بصلئیل د سوچه سرو زرو څخه یو څراغدان جوړ کړ او د هغه پایه او میله، د هغه د پیالو په شان ګلان، غوټۍ ګانې او ګلپاڼې یې د ټکول شویو سرو زرو څخه جوړ کړل. هغه ټول شیان د یوې ټوټې سرو زرو څخه جوړ شوي وو.
18شپږ څانګې د څراغدان د څنګونو څخه غزېدلې وې، یعنې درې د یو څنګ څخه او درې د بل څخه.
19درې پیالې چې شکل یې د بادام د ګل په شان ؤ، د غوټیو او ګلپاڼو سره په یوې څانګې باندې وې، درې په بلې څانګې باندې او په همدې ډول د شپږو واړو څانګو دپاره وې چې د څراغدان څخه غزېدلې وې.
20په خپله په څراغدان باندې څلور د بادام د ګل په شان پیالې وې، د غوټۍ ګانو او ګلپاڼو سره.
21یوه غوټۍ د څانګو د اولې جوړې لاندې وه چې د څراغدان څخه غزېدلې وه، دوهمه غوټۍ د دوهمې جوړې لاندې وه او دریمه غوټۍ د دریمې جوړې ل��ندې وه یعنې ټولې شپږ څانګې وې.
22غوټۍ ګانې، څانګې او څراغدان د ټکول شویو سوچه سرو زرو د یوې ټوټې څخه وو.
23د څراغدان دپاره یې اووه څراغونه جوړ کړل او پلته پاکوونکي او پتنوسونه یې د سوچه سرو زرو څخه جوړ کړل.
24هغه د څراغدان او د هغه د ټول سامان په جوړولو کې د څلوردېرشو کیلوګرامه سوچه سرو زرو څخه کار واخیست.
25بصلئیل د غز د لرګي څخه د خوشبویۍ د سوزولو دپاره یوه قربانګاه جوړه کړه. هغه څلور کنجه وه، پنځه څلوېښت سانتي اوږده وه او پنځه څلوېښت سانتي پلنه وه او نوي سانتي لوړه وه. د هغې برجونه چې په څلورو کنجونو کې وو، هغه د قربانګاه سره د یوې ټوټې لرګي څخه جوړ شول.
26د هغې پاسنۍ برخې، څلور واړو خواو او برجونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د هغه ګردچاپېره څنډه یې د سرو زرو څخه جوړه کړه.
27د څنډې لاندې د قربانګاه دپاره یې دوه د سرو زرو کړۍ ګانې جوړې کړې، یعنې په دواړو خواو باندې یې یوه یوه جوړه کړه چې هغه میلې ونیسي چې د هغې په وړلو کې ورڅخه کار اخیستل کیږي.
28هغه میلې د غز د لرګي څخه جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ.
29همدارنګه بصلئیل د مسح کولو دپاره مقدس تېل او د خوشبویۍ دپاره سوچه مسالې جوړې کړې لکه څنګه چې یو عطر جوړوونکی یې جوړوي.