Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
38 verses
1بصلئیل، اهولیاب او نور کارګران چې څښتن ورته مهارت او پوهه ورکړې ده د څښتن د حکم سره سم به مقدسه خېمه جوړه او تیاره کړي.>
2بیا حضرت موسیٰ بصلئیل او اهولیاب او ټول ماهر خلک چې څښتن ورته توان ورکړی ؤ او غوښتل یې چې کار وکړي، راوغوښتل چې راشي او کار شروع کړي.
3هغوی د حضرت موسیٰ څخه هغه ټولې نذرانې چې د اسراییلو خلکو د مقدسې خېمې د جوړولو د کار دپاره راوړې وې واخیستلې. خو خلکو به حضرت موسیٰ ته هر سهار د رضاکارۍ نذرانې راوړلې.
4نو هغو ټولو ماهرو کسبګرو چې په مقدسې خېمې باندې یې کار کاوه، خپل کار پرېښود
5او حضرت موسیٰ ته یې وویل:
6بیا حضرت موسیٰ حکم وکړ او هغوی دا خبره ټول کمپ ته ورسوله: نو خلک نور د نذرانو د راوړلو څخه منع کړای شول،
7ځکه څه چې مخکې راوړل شوي وو، هغه د ټول کار د بشپړولو دپاره ډېر وو.
8د کارګرانو څخه ټولو ماهرو نفرو د ښه کتان او د آبي، بانجاني او سرو وړیو د لسو پردو څخه مقدسه خېمه جوړه کړه او په هغو کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي کړی ؤ.
9د ټولو پردو اندازه یوشان وه، دولس متره اوږدې او دوه متره پلنې وې.
10د دې پردو څخه پنځه پردې سره یوځای شوې او یوه جوړه ورڅخه جوړه شوه او دوهمه جوړه د نورو پنځو څخه جوړه شوه.
11هغوی په هره جوړه کې د بیرونۍ پردې په څنډه باندې د آبي رنګه ټوټې کړۍ ګانې جوړې کړې.
12همدارنګه هغوی پنځوس کړۍ ګانې په یوې پردې باندې او پنځوس د بلې جوړې په اخرنۍ پردې باندې په داسې ډول جوړې کړلې چې هغه کړۍ ګانې یو بل ته مخامخ وي.
13بیا هغوی پنځوس د سرو زرو چنګکونه جوړ کړل او د پردو د دوه جوړو په یوځای تړلو کې یې ورڅخه کار واخیست، ترڅو ټوله یوه خېمه ورڅخه جوړه شي.
14هغوی د مقدسې خېمې د پوښ دپاره د وزو د وړیو څخه پردې جوړې کړې چې ټولې یوولس دانې وې.
15یوولس واړه پردې په یوه اندازه وې، یعنې دیارلس متره اوږدې او دوه متره پلنې وې.
16هغوی پنځه پردې په یوه جوړه کې سره یوځای کړې او نورې شپږ یې په بله جوړه کې.
17بیا یې پنځوس کړۍ ګانې د یوې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې جوړې کړلې او د بلې جوړې د اخرنۍ پردې په څنډه کې یې همداسې جوړې کړلې.
18د برنجو پنځوس چنګکونه یې جوړ کړل او په کړۍ ګانو کې یې واچول چې خېمه یوځای سره وتړي.
19بیا یې د خېمې دپاره د پسه د داسې پوستکي څخه پوښ جوړ کړ چې سور رنګ ورکړل شوی ؤ او په هغه باندې یې د ښې څرمنې څخه یو پوښ جوړ کړ.
20هغوی د خېمې دپاره د غز د لرګي څخه ولاړ چوکاټونه جوړ کړل.
21هر چوکاټ څلورنیم متره اوږد او پنځه شپېته سانتي پلن ؤ،
22دوه یوشان نښلوونکې تختې یې درلودلې، ترڅو چوکاټونه سره یوځای شي. ټولو چوکاټونو دا تختې درلودلې.
23هغوی د خېمې د جنوب خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل،
24او څلوېښت د سپینو زرو پایې یې جوړې کړې چې ورلاندې شي، د هر چوکاټ لاندې دوه دوه پایې وې، د دې دپاره چې دوه تختې یې ونیسي.
25هغوی د بلې خوا یعنې د خېمې د شمال خوا دپاره شل چوکاټونه جوړ کړل،
26او څلوېښت د سپینو زرو پایې یې جوړې کړلې چې د هر چوکاټ لاندې دوه دوه وي.
27د خېمې د شا دپاره یې چې د لوېدیځ خواته وه، شپږ چوکاټونه جوړ کړل،
28او دوه چوکاټونه یې د خېمې د کنجونو دپاره جوړ کړل کوم چې شاته وو.
29په دغو دوو کنجونو کې هغه چوکاټونه د بېخ څخه نیولې تر سره پورې سره یوځای وو او په یوې کړۍ کې لګول شوي وو، دا دواړه یوشان وو.
30نو اته چوکاټونه او شپاړس د سپینو زرو پایې وې، د هر چوکاټ لاندې دوه دوه پایې وې.
31هغوی د غز د لرګي څخه پنځلس اړمونه جوړ کړل، پنځه یې د هغو چوکاټونو دپاره جوړ کړل چې د خېمې په یوې خوا باندې وو،
32پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې په بلې خوا باندې وو او پنځه د هغو چوکاټونو دپاره چې شاته د لوېدیځ خواته په آخر سر کې وو.
33منځنی اړم چې د چوکاټونو تر نیمایي پورې ایښودل شوی ؤ، هغه د خېمې د یو سر څخه تر بل سره پورې غزېدلی ؤ.
34چوکاټونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د سرو زرو کړیو سره یې ولګول چې اړمونه ونیسي. همدارنګه هغوی اړمونو ته هم د سرو زرو پوښ ورکړ.
35هغوی د ښه کتان او آبي، بانجاني او سرو وړیو څخه یوه پرده جوړه کړه او په هغې کې یې د کروبیانو نقش ګلدوزي کړی ؤ.
36د هغې دپاره یې د غز د لرګي څخه څلور ستنې جوړې کړې او د سرو زرو پوښ یې ورته ورکړ او د هغو دپاره یې د سرو زرو چنګکونه جوړ کړل او څلور پایې یې ورته جوړې کړې.
37هغوی د خېمې د دروازې دپاره د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان څخه یوه پرده جوړه کړه چې ګلدوزي په کې شوې وه.
38د دې پردې دپاره هغوی پنځه ستنې جوړې کړې چې د چنګکونو سره لګېدلې وې، د هغو سرونو او سیخونو ته یې د سرو زرو پوښ ورکړ او د ستنو دپاره یې پنځه برنجي پایې جوړې کړلې.