Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم سره راغونډ کړ او ورته ویې فرمایل:
2تاسو باید په هفته کې شپږ ورځې کار وکړئ، مګر په اوومه ورځ چې د څښتن مقدسه ورځ ده ارام وکړئ. هرڅوک چې په هغې ورځ کار وکړي، هغه دې ووژل شي.
3حتیٰ د سبت په ورځ په خپلو کورونو کې اور هم مه بلوئ.>
4حضرت موسیٰ د اسراییلو ټول قوم ته وفرمایل:
5څه چې تاسو لرئ د هغو څخه د څښتن دپاره یوه نذرانه یوسئ. هرڅوک چې په خپله خوښه څښتن ته نذرانې راوړي نو دا نذرانې دې راوړي: سره زر، سپین زر او برنج،
6ښه کتان او آبي، بانجاني او سرې وړۍ، هغه ټوکر چې د وزو د وړیو څخه جوړ شوی وي،
7سره رنګ شوي د پسه پوستکي، ښه څرمن، د غز لرګی،
8د څراغونو دپاره تېل، د مسح کولو د تېلو او د خوشبویۍ دپاره مسالې،
9سلیماني تیږې او نورې قیمتي تیږې چې د مشر کاهن په مقدس پېشبند او د هغه په سینه پوښ باندې ولګول شي.
10په تاسو کې چې څومره ماهر خلک دي هغوی دې راشي او هغه ټول شیان دې جوړ کړي چې څښتن یې امر کړی دی:
11لکه مقدسه خېمه او د هغې پوښونه، چنګکونه، چوکاټونه، اړمونه، ستنې او پایې،
12د لوظ صندوق او د هغه میلې او د هغه سرپوښ چې کفاره ورباندې ادا کیږي او پرده چې هغه ورباندې پټیږي،
13مېز د پایو او ټول سامان سره او مقدسه ډوډۍ،
14د رڼا دپاره څراغدان د هغه د سامان سره، د رڼا دپاره څراغونه او تېل،
15د خوشبویۍ قربانګاه د هغې د میلو سره، د مسح کولو تېل او خوشبویي، د مقدسې خېمې د دروازې دپاره پرده،
16د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه برنجي جالۍ، میلې او ټول لوښي، برنجي تشت د پایې سره،
17د حویلۍ پردې د هغو د ستنو او پایو سره او د حویلۍ د دروازې دپاره پرده،
18د خېمې او حویلۍ دپاره مېخونه او رسۍ،
19ښکلي کالي چې په مقدس ځای کې د خدمت دپاره اغوستل کیږي، د هارون کاهن دپاره خاص لباس او د هغه د زامنو دپاره لباس چې د کاهنۍ د خدمت په وخت کې یې اغوندي.>
20وروسته بیا د اسراییلو ټول خلک د حضرت موسیٰ د حضور څخه لاړل.
21بیا هغو خلکو چې زړونو یې غوښتل چې څښتن ته نذرانې راوړي، نو هغه یې راوړلې چې په مقدسه خېمه، د عبادت په خدمتونو او د کاهنانو د کالیو په جوړولو کې ورڅخه کار واخیستل شي.
22نو ټول خلک یعنې نارینه او ښځې په خپله خوښه راغلل او هغوی د سینې ګلان، غوږوالۍ، ګوتې او غاړه کۍ او هر ډول د سرو زرو ګاڼې راوړلې او څښتن ته یې وقف کړل.
23د هرچا سره چې آبي، بانجاني یا سرې وړۍ، ښه کتان، د وزو د وړیو څخه جوړ شوی ټوکر، سره رنګ شوي د پسه پوستکي یا ښې څرمنې وې هغه یې راوړلې.
24د چا سره چې سپین زر یا برنج او یا د غز لرګي وو هغه یې راوړل او څښتن ته یې د سوغات په توګه وړاندې کړل.
25هغو ټولو ښځو چې د ګنډلو او اوبدلو په کار کې یې مهارت درلود آبي، بانجاني یا سرې وړۍ یا ښه کتان چې هغوی په خپله جوړ کړي وو راوړل.
26ټولو ښځو چې زړونو یې غوښتل او مهارت یې درلود، هغوی به د وزو د وړیو څخه تارونه جوړول او اوبدل به یې.
27مشرانو سلیماني تیږې او نور غمي راوړل چې په مقدس پېشبند او سینه پوښ باندې ولګول شي.
28همدارنګه هغوی د څراغونو دپاره تېل راوړل او خوشبویه مسالې یې راوړلې چې د خوشبویۍ او مسح کولو د تېلو سره ګډ شي.
29د اسراییلو ټولو نارینه او ښځو چې غوښتل یې د هغه کار دپاره خپلې نذرانې راوړلې چې څښتن د حضرت موسیٰ په وسیله هغوی ته حکم کړی ؤ چې هغه وکړي.
30بیا حضرت موسیٰ اسراییلیانو ته وفرمایل:
31څښتن هغه د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې یې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده.
32هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي،
33تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي.
34څښتن هغه او د دان د قبیلې د اخیسامک زوی اهولیاب دواړو ته دا توان ورکړی دی چې نورو ته خپل هنر ورزده کړي.
35هغه ورته په هر قسم کار کې مهارت ورکړی دی چې د زرګرانو، نقشه جوړوونکو، د آبي، بانجاني او سرو وړیو او د ښه کتان د ګلدوزانو او اوبدونکو په توګه کار وکړي. هغوی کولی شي چې هر قسم کارونه وکړي او هغوی تکړه نقشه جوړوونکي دي.