Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2سبا سهار تیار اوسه او د سینا غره ته راوخېژه او د غره په سر باندې ماته ځان حاضر کړه.
3ستا سره دې هیڅوک نه راځي او په غره باندې دې په هیڅ ځای کې څوک ونه لیدل شي، حتیٰ رمې او پادې دې هم د غره په لمنه کې نه څري.>
4نو حضرت موسیٰ د څښتن د امر سره سم د اولنیو لوحو په شان دوه د تیږو لوحې تیارې کړې. هغه سهار وختي پاڅېده او لوحې یې د ځان سره واخیستلې او د سینا غره ته پورته شو.
5بیا څښتن په ورېځ کې راښکته شو او د هغه سره هلته ودرېد او خپل مقدس نوم یې څښتن اعلان کړ.
6بیا څښتن د حضرت موسیٰ په مخ کې تېر شو او دا غږ یې وکړ:
7د زرګونو خلکو سره دوامداره مینه کوم او زه بدي، سرغړونه او ګناه بخښم. خو ګناهکاران هیڅکله بې سزا نه پرېږدم او د پلرونو د ګناه سزا به د هغوی اولادونو او لمسیو ته تر دریم او څلورم نسله پورې ورکړم.>
8حضرت موسیٰ سمدستي په ځمکه پرېوت او په سجده شو.
9هغه وفرمایل:
10بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
11نن چې زه تاسو ته کوم حکمونه درکوم هغو ته غاړه کېږدئ. نو بیا به زه اموریان، کنعانیان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان ستاسو له مخې څخه لېرې کړم.
12کوم وطن ته چې تاسو روان یئ، پام کوئ چې د هغه وطن له اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ. که نه، نو د هغوی په دام کې به راګېر شئ.
13د هغوی د قربانۍ ځایونه وران کړئ، هغه لویې تیږې چې د عبادت دپاره استعمالیږي ماتې کړئ او د اشیره بتان یې راوغورزوئ.
14د بل خدای عبادت مه کوئ، ځکه څښتن چې نوم یې غیرتي دی، هغه غیرتي خدای دی.
15پام کوئ چې د هغه وطن د اوسېدونکو سره کوم تړون ونه کړئ، ځکه کله چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي او قرباني ورته وړاندې کوي، نو تاسو ته به هم بلنه درکړي او تاسو به بې لارې کړي ترڅو د هغوی قربانۍ وخورئ.
16که چېرې تاسو د هغوی لورګانې خپلو زامنو ته په نکاح کړئ نو څرنګه چې هغوی د خپلو خدایانو عبادت کوي، نو ستاسو زامن به هم خپلې لارې ته راواړوي.
17خپلو ځانونو ته د فلز څخه بتان مه جوړوئ.
18د فطیرې ډوډۍ اختر ولمانځئ. لکه څنګه چې ما په تاسو باندې امر کړی دی، اووه ورځې فطیره ډوډۍ وخورئ. دا کار د ابیب په میاشت کې په ټاکل شوي وخت وکړئ، ځکه چې په دې میاشت کې تاسو له مصر څخه راووتلئ.
19ستاسو په کورنیو کې هر اولني پیدا شوي نران او ستاسو د رمو او پادو اولني زېږېدل شوي نران بچي زما دي.
20اولنی زېږېدل شوی خر د یو وري سره بدل کړئ، مګر که چېرې تاسو هغه بدل نه کړ، نو د هغه خر اورمېږ مات کړئ. خپل ټول اولني زامن بېرته په بیه واخلئ.هیڅوک دې ماته تش لاس رانه شي.
21شپږ ورځې کار وکړئ. مګر په اوومه ورځ ارام وکړئ، حتیٰ د قلبې او لو په وخت کې هم باید کار ونه کړئ.
22کله چې تاسو د غنمو د اولني حاصل لو کول شروع کوئ نو د لو کولو اختر ولمانځئ او د حاصل د راټولولو اختر په مني کې ولمانځئ.
23ستاسو ټول نارینه باید په کال کې درې ځلې د اسراییلو څښتن خدای ته د عبادت دپاره راشي.
24کله چې تاسو په هر کال کې درې ځلې د خپل څښتن خدای حضور ته د عبادت دپاره راځئ نو هیڅوک به په تاسو باندې حمله نه کوي او ستاسو جایداد به نه نیسي. زه به هغه قومونه چې ستاسو په مقابل کې ودریږي لېرې کړم او ستاسو سیمه به پراخه کړم.
25کله چې تاسو ماته یو حیوان قرباني کوئ نو هغه د خمیرې ډوډۍ سره مه وړاندې کوئ. کوم حیوان چې د فسحې په اختر کې حلالیږي، د هغه د غوښې څخه تر سهاره پورې هیڅ شی مه ساتئ.
26هر کال د خپل څښتن خدای کور ته د خپل اولني حاصل ډېرې ښې غلې دانې راوړئ.یو سېرلی د خپلې مور په شیدو کې مه پخوئ.>
27څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
28حضرت موسیٰ څلوېښت شپې او څلوېښت ورځې د څښتن سره په غره کې پاتې شو، په دې ټوله موده کې هغه نه څه وڅښل او نه یې څه وخوړل. هغه د لوظ خبرې یعنې لس حکمونه په لوحو باندې ولیکل.
29کله چې حضرت موسیٰ د تیږو د دوو لوحو سره چې حکمونه ورباندې لیکل شوي وو د سینا له غره څخه راښکته شو، نو د هغه مخ ځلېده، ځکه چې هغه د څښتن سره خبرې کړې وې خو هغه ورڅخه خبر نه ؤ.
30کله چې حضرت هارون او د اسراییلو خلکو د حضرت موسیٰ مخ ولید چې ځلیږي نو هغوی له وېرې حضرت موسیٰ ته ورنژدې نه شول.
31مګر حضرت موسیٰ هغوی راوغوښتل. نو حضرت هارون او د قوم ټول مشران حضرت موسیٰ ته ورغلل او حضرت موسیٰ د هغوی سره خبرې وکړې.
32وروسته ټول اسراییلیان حضرت موسیٰ ته نژدې ورغلل او حضرت موسیٰ هغوی ته هغه ټول حکمونه ورکړل کوم چې څښتن هغه ته د سینا په غره باندې ورکړي وو.
33کله چې حضرت موسیٰ د هغوی سره خپلې خبرې خلاصې کړې، هغه خپل مخ په پردې باندې پټ کړ.
34مګر کله به چې حضرت موسیٰ مقدسې خېمې ته ورننواته چې د څښتن سره خبرې وکړي، نو خپله پرده به یې لېرې کوله. چې کله به هغه راووت، نو خلکو ته به یې د څښتن حکمونه بیانول
35او هغوی به لیدل چې د حضرت موسیٰ مخ ځلیږي. تر هغه وخته پورې چې هغه به بیا څښتن ته د خبرو کولو دپاره تله، نو په خپل مخ باندې به یې پرده اچوله.