Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
23 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
2زه به ستاسو څخه مخکې یوه فرښته ولېږم او کنعانیان، اموریان، حیتیان، فرزیان، حویان او یبوسیان به له هغه ځای څخه راوباسم.
3تاسو ډېرې ښې او حاصلخېزې ځمکې ته ځئ! مګر زه به ستاسو سره لاړ نه شم، ځکه چې تاسو سرزوری قوم یئ او کېدای شي چې په لار کې مو له منځه یوسم.>
4-
5مخکې هم څښتن داسې سختې خبرې کړې وې او حضرت موسیٰ ته یې داسې فرمایلي وو: په رښتیا سره دا قوم سرزوری دی. که زه د هغوی سره لاړ شم نو هغوی به سمدستي ووژنم. خو هغوی ته ووایه چې خپلې ګاڼې وباسي، بیا به زه پرېکړه وکړم چې د هغوی سره څه وکړم. نو خلکو په ژړا شروع وکړه.
6کله چې هغوی د سینا د غره څخه لاړل، نور یې د ګاڼو اچول بس کړل.
7حضرت موسیٰ به د کمپ څخه دباندې په یوې لېرې فاصله کې یوه خېمه ودروله او هغه به یې د څښتن د حضورۍ د خېمې په نوم یادوله. هرچا چې به غوښتل د کوم شي په باره کې د څښتن رضا معلومه کړي، نو هغې خېمې ته به ورتلل.
8کله به چې حضرت موسیٰ هغې خېمې ته ورتله، ټول قوم به د خپلو خېمو په دروازو کې ودرېده او حضرت موسیٰ ته به یې تر هغه وخته پورې کتل ترڅو به هغه خېمې ته ورننوت.
9د حضرت موسیٰ د ننوتلو څخه وروسته به ورېځ راښکته کېدله او د خېمې د دروازې په خولې کې به ودرېدله او څښتن به د حضرت موسیٰ سره د هغې ورېځې له منځ څخه خبرې کولې.
10څنګه به چې قوم د خېمې په دروازه کې ورېځ لیدله چې ولاړه به وه، نو ټول به په سجده پرېوتل.
11څښتن به حضرت موسیٰ سره مخامخ خبرې کولې لکه څنګه چې یو سړی د خپل ملګري سره خبرې کوي. بیا به حضرت موسیٰ کمپ ته راستنېده، مګر د هغه ځوان مرستیال د نون زوی یوشع به په خېمه کې پاتې کېده.
12حضرت موسیٰ څښتن ته وفرمایل:
13که چېرې ته زما څخه خوشاله یې، نو ماته دې خپل پلانونه ووایه، ترڅو تا وپېژنم او همېشه دې خوشاله کړم. دا مه هېروه چې دا قوم ستا خپل قوم دی.>
14څښتن په ځواب کې وفرمایل:
15حضرت موسیٰ هغه ته وفرمایل:
16خو که چېرې ته زمونږ سره لاړ شې، نو هرڅوک به په دې پوه شي چې ته د خپل قوم او زما څخه خوشاله یې. په دې ډول به د دنیا د نورو ټولو قومونو څخه زمونږ فرق وشي.>
17څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
18بیا حضرت موسیٰ وفرمایل:
19څښتن په ځواب کې وفرمایل:
20هغه زیاته کړه:
21بیا څښتن وفرمایل:
22کله چې زما جلال تېریږي، زه به تا د ګټ په یو چاود کې واچوم او په خپل لاس به دې پټ کړم ترڅو زه تېر شم.
23بیا به زه خپل لاس لېرې کړم او ته به زما شا ووینې، مګر مخ به مې ونه وینې.>