Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
35 verses
1کله چې خلکو ولیدل چې حضرت موسیٰ په غره کې ډېر وخت تېر کړ، نو هغوی د حضرت هارون په شاوخوا راټول شول او هغه ته یې وویل:
2حضرت هارون هغوی ته په ځواب کې وفرمایل:
3نو ټولو خلکو خپلې د سرو زرو غوږوالۍ راوویستلې او حضرت هارون ته یې راوړې.
4هغه له هغوی څخه غوږوالۍ واخیستلې او په یو قالب کې یې ورڅخه د خوسي په شکل د سرو زرو یو بت جوړ کړ. بیا خلکو وویل:
5بیا حضرت هارون د هغه طلایي خوسي په مخ کې د قربانۍ یو ځای جوړ کړ او اعلان یې وکړ:
6نو بله ورځ خلک وختي پاڅېدل او سوزېدونکې نذرانې یې قرباني کړې او د سلامتۍ نذرانې یې وړاندې کړې. بیا هغوی دومره وخوړل او وڅښل چې مستي او عیاشي یې شروع کړه.
7بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
8هغوی له هغې لارې څخه چې ما ورته ښودلې ده ګرځېدلي دي او د ځان دپاره یې د خوسي په شکل یو بت جوړ کړی دی او سجده ورته کوي. هغه ته یې قربانۍ وړاندې کړې دي او داسې وایي چې ای اسراییلو، دا زمونږ هغه خدای دی چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو.>
9څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
10اوس ته ما مه منع کوه. زه هغوی ته په قهر یم او غواړم چې هغوی له منځه یوسم. بیا به ستا او ستا د اولادې څخه یو لوی قوم جوړ کړم.>
11مګر حضرت موسیٰ خپل څښتن خدای ته زارۍ وکړې او ویې فرمایل:
12مصریان ولې ووایي چې تا خپل قوم د دې دپاره له مصر څخه راوویست چې په غرونو کې یې ووژنې او د ځمکې له مخ څخه یې ورک کړې؟ د خپل قهر څخه تېر شه، خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې دا آفت مه نازلوه.
13خپل خدمتګاران ابراهیم، اسحاق او یعقوب در په یاد کړه چې تا ورته په خپل ذات باندې دا قسم خوړلی ؤ: زه به ستاسو اولاده د اسمان د ستورو په شان زیاته کړم او ستاسو اولادې ته به هغه ټوله ځمکه ورکړم د کومې لوظ چې ما د هغوی سره کړی دی او هغه ځمکه به تر ابده پورې د هغوی ملکیت وي.>
14نو څښتن خپله اراده بدله کړه او په خپل قوم باندې یې هغه آفت نازل نه کړ چې هغوی ته یې اخطار ورکړی ؤ.
15حضرت موسیٰ بېرته له غره څخه راښکته شو او د تیږو هغه دوه لوحې چې په دواړو خواو باندې یې د خدای پاک حکمونه لیکل شوي وو په لاس کې وې.
16خدای پاک په خپله هغه لوحې جوړې کړې وې او په هغو باندې یې حکمونه لیکلي وو.
17کله چې یوشع د خلکو د چیغو اواز واورېده، هغه حضرت موسیٰ ته وویل:
18حضرت موسیٰ په ځواب کې وفرمایل:
19کله چې حضرت موسیٰ کمپ ته نژدې شو او هغه خوسی او د خلکو نڅا یې ولیدله، نو ډېر په قهر شو او لوحې یې وغورزولې او هغه یې د غره په لمن کې ټوټې ټوټې کړې.
20حضرت موسیٰ هغه خوسی چې هغوی جوړ کړی ؤ راواخیست او په اور کې یې وسوزاوه. بیا یې هغه د پوډرو په شان میده میده کړ او د اوبو سره یې ګډ کړل او په اسراییلیانو باندې یې وڅښل.
21حضرت موسیٰ هارون ته وفرمایل:
22حضرت هارون په ځواب کې وفرمایل:
23هغوی ماته وویل: مونږ نه پوهېږو چې په دې موسیٰ باندې چې مونږ یې له مصر څخه راوویستلو څه وشول، نو مونږ ته یو خدای جوړ کړه چې لارښودنه راته وکړي.
24نو ما هغوی ته وویل: هرڅوک چې د سرو زرو ګاڼې لري هغه دې راوباسي. بیا هغوی ماته سره زر راکړل او ما هغه په اور کې واچول او دا خوسی ورڅخه راووت!>
25حضرت موسیٰ ولیدل چې حضرت هارون دا خلک په خپل سر پریښي وو، نو هغوی د خپلو دښمنانو د خندا شول.
26نو حضرت موسیٰ د کمپ د دروازې په خولې کې ودرېد او داسې غږ یې وکړ: نو ټول لاویان د هغه په شاوخوا راټول شول.
27بیا حضرت موسیٰ هغوی ته وفرمایل:
28لاویانو د حضرت موسیٰ امر په ځای کړ او په هغه ورځ یې نژدې درې زره خلک ووژل.
29بیا حضرت موسیٰ لاویانو ته وفرمایل:
30بله ورځ حضرت موسیٰ خلکو ته وفرمایل:
31نو حضرت موسیٰ بېرته څښتن ته ورغی او ویې فرمایل:
32مګر اوس د هغوی ګناه وبخښه. که چېرې دا کار نه کوې، بیا زما نوم د هغه کتاب څخه چې د خپل قوم د خلکو نومونه دې په کې لیکلي دي لېرې کړه.>
33څښتن حضرت موسیٰ ته په ځواب کې وفرمایل:
34اوس لاړ شه، دغه قوم هغه ځای ته بوځه چې ما درته وویل او زما فرښته به ستا لارښودنه کوي. نو کله چې د هغوی د سزا وخت راشي، زه به هغوی ته د خپلې ګناه سزا ورکړم.>
35بیا څښتن په قوم باندې بلا نازله کړه، ځکه چې هغوی په حضرت هارون باندې د سرو زرو خوسی جوړ کړی ؤ.