Loading Bible Translation
First-time download in progress. This may take a few seconds…
Pashto Bible Wordproject Bible
16 verses
1بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
3او هغه مې د خپل روح څخه ډک کړی دی او په هر ډول هنري کار کې مې ورته مهارت، توان او پوهه ورکړې ده.
4هغه کولی شي چې د سرو زرو، سپینو زرو او برنجو څخه ښکلي شیان جوړ کړي،
5قیمتي تیږې پرې کړي او تیارې یې کړي، د لرګیو کار او هر ډول هنري کار وکړي.
6ما اهولیاب د اخیسامک زوی چې د دان له قبیلې څخه دی، د دې دپاره ټاکلی دی چې د هغه مرستیال وي. برسېره پردې ما ټولو کسبګرو ته چې د هغوی سره کار کوي خاص مهارت ورکړی دی ترڅو وکولی شي هغه ټول شیان جوړ کړي چې په تا باندې مې امر کړی دی:
7لکه مقدسه خېمه، د لوظ صندوق د سرپوښ سره چې ورباندې پروت وي او د خېمې نور ټول سامان،
8مېز او د هغه سامان، د سوچه سرو زرو څراغدان او د هغه ټول سامان، د خوشبویۍ د سوزولو دپاره قربانګاه،
9د سوزېدونکې نذرانې د قربانۍ ځای او د هغه ټول لوښي، تشت او د هغه پایه،
10د هارون کاهن او د هغه د زامنو دپاره ښکلی لباس چې کله هغوی د کاهنانو په توګه خدمت کوي
11او د مسح کولو تېل او د مقدس ځای دپاره خوشبویي. هغوی دې دا شیان هماغسې جوړ کړي لکه څنګه چې ما درته امر کړی دی.>
12بیا څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل:
14د سبت ورځ ولمانځئ ځکه چې دا ستاسو دپاره مقدسه ده. هرڅوک چې د هغې بې حرمتي کوي باید ووژل شي او هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي باید زما له قوم څخه وشړل شي.
15تاسو د کار کولو دپاره شپږ ورځې لرئ، مګر اوومه ورځ سبت یعنې د ارام کولو ورځ ده چې ما څښتن ته وقف کړای شوې ده. هرڅوک چې په دې ورځ کار وکړي هغه دې ووژل شي.
16اسراییلیان دې د سبت د ورځې څخه پیروي وکړي. هغه دې د یو لوظ په توګه د تل دپاره ولمانځي.
17دا به همېشه زما او د اسراییلیانو ترمنځ یوه نښه وي، ځکه چې ما څښتن اسمان او ځمکه په شپږو ورځو کې جوړ کړل او په اوومه ورځ مې کار بس کړ او ارام مې وکړ.>
18کله چې د سینا په غره باندې څښتن د حضرت موسیٰ سره خبرې خلاصې کړې، نو د تیږو هغه دوه لوحې چې په خپله یې ورباندې حکمونه لیکلي وو حضرت موسیٰ ته ورکړې.